ولسواليو کي بريالي عمليات کړي چي په پايله کي يې ١١ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي او درې نور نيول سوي دي.DSC_0860

نوموړي زياته کړه چي د عملياتو په جريان کي ١١ تنه مشکوک وسله وال هم له ٢٠٠ کړيو ماينونو، ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکو موادو او لسګونه نورو سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى نيولي دي.

دى وايې چې هڅه يې کړي تر څو په سيمو کې د وسله والو طالبانو حضور له منځه يوسي.

نوموړي ويلي چې په دي وروستيو کې وسله وال طالبان په سيمو کې د مخامخ جګړي له توانه وتلي او نه سي کولاى چې د افغان سرتېرو په وړاندي وجنګيږي.

جنرال حميد د هغه تعداد غصب سوو مځکو په اړه چي ويل کېدل ددوى لخوا خرڅي سوي سپيناوى وکړي او زياته يې کړه چي قول اردو په دې برخه کي هيڅ راز صلاحيت نه لري او نه سي کولاى له چاسره قرارداد وکړي.

هغه يادونه وکړه چي د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کي يې ځيني ملکيتونه په قرارداد ورکړي چي د هغو محصول او عوايد هم ټوله خپله د ملي دفاع وزارت ته ځي او دلته ورڅخه استفاده نه کيږي.

تر اوسه د وژل سويو او تر سره سويو عملياتو په تړاو کومي ډلي څه نه دي ويلي.