د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني د ډیورینډ د منحوسې کرښې او د دې کرښې د ها خوا د پنجاپستان له خوا د اشغالي سیمو په هکله دریز مبهم او نا معلوم دی. د افغانستان خلک تل دا پوښتنه کوي چې اشرف غنی د افغانستان د اولس مشر په توګه ولې په دې هکله روښن او ښکاره دریز نه نیسي؟
همدارنګه دا پوښتنه شته ده چې د کابل حکومت ولې داسې کومه تصویب شوي کړنلاره نلري چې په هغه کې د کابل حکومت چلند ، د ډیورینډ د منحوسې کرښې او د پنجاپستان له خوا د اشغالي سیمو په هکله روښن شوي وي؟
دا ډول پوښتنې ددې سبب شوي دي چې خلک ګومان وکړي چې کابل ادارې د پنجاپستان ( پاکستان) سره پټې او د هیواد په زیان معاملې کړي دي. يپنجاپستان په کنړ او نورو سیمو باندې په لسګونو زره توغندي او د توپچي ګولۍ وویشتې خو کابل ورته چوپه خوله پاتې شو. ددې ډزو زیان یوازې د سیمو خلکو ته ورسید.
کابل هیڅکله دا ادعا ونکړه چې پنجاپستان د افغانستان ( عبدالرحمن خانی ) په خاوره او ملي حاکمیت یې تیرۍ کړي دی. توغندي لګیدل ، خلک وژل کیدل ، کورونه ورانیدل او ځایي اوسیدونکو کډې کولې خو په کلونو ارګ ورباندې چوپ و.
دا پوښتنه هغه وخت ځواکمنه شوه چې د کابل حکومت د پنجاپستان له خوا د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې اغزن سیم وغزول شو. دا سیم په زرګونو کیلومتره وغزول شو ، مګر تر اوسه د کابل ارګ او د بهرنیو چارو کارکونکي ورباندې خبر ندي.
باید ووایو چې دا اغزن سیم د کرښې د دواړو خلکو له خوا وغندل شو او په ځینو مواردو کې يې د اغزن سیم مټې ونړولې. مګر د کابل حکومت په دې باره کې چوپ پاتې شو.
د اغزن سیم په اړوند یو ځل بیا د کندهار سره په کرښه کې د سرحدی ځواکونو تر منځ نښته وشوه او دا نښته تلفات هم لري د پنجاپستان حکومت ادعا وکړه چې د کابل حکومت ورسره د اغزن سیم په غزولو موافقه کړي ده. خو کابل په دې هکله کومه اعلامیه نه ورکوي او خلکو ته حقایق نه بیانوي. په بولدک باندې د پنجاپی پوځ ګولۍ واریږي مګر چارواکي کیمپاینونو ته ورته د ولایتونو لیدنې کوي.
د ډیرو څیړونکو په ګومان د کابل حکومت په تیرو اوولسو کلونو د پنجاپستان ( پاکستان ) سره ځینې پټې معاهدې او تړونونه کړي چې کیدای شي د ملي ګټو او د خاورې د بشپړتیا په وړاندې ملي خیانت په توګه تلقي شي.
همدا خبره ده چې کابل تل د پنجاپستان د تیریو او مداخلو په وړاندې پټه خوله پاتې کیږي او نه غواړي د افغانستان خلک په هغو خیانتونو خبر شي چې د کابل ادارې د افغانستان د ملي حاکمیت او د خاورې د تمامیت په وړاندې تر سره کړي دي.
اوس ډیر خلک په دې باور دي چې د کابل اداره ، ملي اداره نه ده چې د خلکو په ملاتړ سره منځته شوي وي. بلکې د مزدورو او ملیشایی ډلو ایتلاف دی چې د افغانستان واک په لاس کې لري او د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو د پاره تیار دي چې د ملي ګټو ضد هر ډول پټو معاملو ته لاس واچوي.
په تیرو اولس کلونو کې د پنجاپستان چارواکي کابل ته راغلي او تللي دي دوی هر وار څرګنده کړي ده چې دوی تش لاس نه دي تللي. مګر د کابل چارواکي تل چوپ پاتې شوي دي ، داسې ښکاري چې د ویلو د پاره څه نلري.
دا ځکه چې پنجاپی پلاو کابل ته هسې تشې ژمنې ورکړي دي مګر د هغه په ځای یې د ورانکارۍ نوي پلانونه عملي کړي دی.
د پنجاپستان ( پاکستان ) استعماری ادارې په تیرو شپاړسو کلونو کې هڅه کړي ده چې د ډیورینډ په کرغیړنه کرښه باندې اغزن سیم وغزوي او په دې ډول د پښتون اولس ویش په دوو برخو دایمي کړي.
د ډیوریند د منحوسی کرښې په وړاندې د حامد کرزی پالیسي تیر ایستونکي او په ماهیت کې د پنجاپستان ( پاکستان) په ګټه وه. حامد کرزي به په خپلو ویناو کې په ظاهری توګه د ډیورینډ د کرښی سخت مخالفت کاوه او دا به یی ښکاره کوله چی دا کرغیړنه کرښه ددې سبب شوي ده چی یو اولس په دوو برخو وویشي. مګر په عمل کې يی:
1. د پنجاپی پوځ له خوا د ډیورینډ کرښې په غاړه کې د پوځي پوستو او چاوڼیو اجازه ورکوله او د پنجاپ پوځ ته یی دا موقع ورکوله تر څو ددې کرښې په اوږدو کې نښې را منځته کړي.
2. لکه چی د ا نګریز سره د عبدالرحمن خان د قرار داد له مخې انګریز دا حق نه درلود چی پوځ قبایلی سیمو ته ننوزی ، مګر حامد کرزی د پنجاپستان پوځ دې ته وهڅوه چې دا استعماري پوځ د پښتنو د سیمو اشغال بشپړ کړي. پنجاپي پوځ په سوات ، مومندو اجینسی ، باجوړ ، وزیرستان ، اورکزی او نورو سیمو کې ځای په ځای شو.
3. د حامد کرزی پنجاپی اداره دې ته وهڅوله چې د دې منحوسې کرښې ها خوا د ( تروریزم) تر نوم لاندې د پښتنو په وړاندې وحشیانه پوځي عملیات وکړي. چې د هغه په نتیجه کې په لسګونو زره پښتانه شهیدان ، سل زره کورونه وران ، په لسګونو ښارونه او کلي له منځه ولاړ شي. د پښتنو په وړاندې د پنجاپي پوځ له خوا د دې ځپونکو او ټولوژونکو عملیاتو په وړاندې د حامد کرزي ادارې خپلې سترګې پټې کړې او په دې ډول یې د پنجاپی پوځیانو سره د هر ډول مرستو ژمنه عملي کړه.
4. د حامد کرزي په حاکمیت کې پنجاپی پوځ نه یوازې د پښتنو د قبایلو سیمه اشغال کړه بلکې د اوسني ( عبدالرحمن خان) افغانستان په خاوره کې په لسګونو او حتی په سلګونو کیلومتره ننوت او په زرګونو کیلومتره خاوره یې اشغال کړه. باید ووایو چې د پنجاپستان د پوځ له خوا د ( عبدالرحمن خان) افغانستان د خاورې نیول او د پنجاپ سره یو ځای کولو په هکله د کابل حکومت هیڅ کوم غبرګون ونه ښود.
5. د خلکو په باور حامد کرزي ادارې د درې اړخیزو خبرو ( امریکا – پاکستان- افغانستان) تر چتر لاندې داسې پټې موافقې تر سره کړې چې نه یوازې یې په غیر مستیقمه توګه د ډیورینډ منحوسې کرښې ته رسمیت ورکړ بلکې د موجوده ( عبدالرحمن خان ) افغانستان خپلواکي او حاکمیت یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.
6. د حامد کرزي د ادارې له خوا په دولتي اداره ، وسله والو پوځ او ادارو کې یو شمېر داسی کسان ځای په ځای شول چې د هغوی د پاره د ډیورینډ منحوسه کرښه د ملي مسلې په توګه نه بلل کیده بلکې تر ډیره بریده د افغانستان ملی ګټې ورته مهمې نه وې.
او داسې نور
کله چې د حامد کرزي نیږدې یوه نیمه لسیزه واکمني د اساسی قانون د حکم سره پای ته رسیدونکي وه د اولسمشری ټولټاکنو د پاره د څو نوماندانو تر منځ سیالي او منډې ترړې روانې وې ، په هغوی کې یو هم استاد اشرف غنی احمدزی ( چې بیا وروسته یې د احمدزي تخلص چی لسګونه کاله یې د نوم سره ضمیمه و ، لیرې کړ) هم و.
اشرف غني احمدزي د خپل کیمپاین په ترځ کې د شمشاد په تلویزیون د خلکو پوښتنې په ځواب کې وویل : د ډیورینډ منحوسې کرښې یو ملت په دوو برخو ویشلی دی او دا زموږ د پاره د منلو وړ نده. که چیرې دی واک ته ورسیږي نوموړی به د دوی تر منځ د تګ او راتګ ټول خنډونه له منځه یووسي ، د کرښې دواړه غاړه خلک به ازاد تګ را تګ کولی شي.
نوموړی په دې ډول خلکو ته ښکاره کړه چې د ډیورینډ د کرښې مخالف او ددې ستر ملت د یو ځای کولو د پاره کار کوي . خو کله چې واک ته ورسید ، ددې په ځای چې د کرښې دواړه غاړه خلک سره نیږدې کړي د دوی تر منځ اغزن دیوال پورته شو. پاسپورټونه او ویزې جبري شوې . دروازې جوړې شوې او په دې ډول د ډیورینډ منحوسې کرښې ته په غیر مستقیمه توګه رسمیت ورکړل شو.

واک ته په رسیدو سره نوموړي د ډیورینډ د منحوسې کرښې مسلې ته شا کړه او د خپلو خبرو په ترځ کې وویل چې هغه به په هر قیمت چې کیږي سوله به راولي. دا په دې مانا و ، چې هغه د پنجاپستان په وړاندې د تسلیمی پالیسي مخته بیايي.
دده ددې وینا څخه زیاتره شنونکي په دې باور شول چې نوموړی تیار دی چې د سولې په بدل کې د ډیورینډ د کرښې په برخلیک باندې د پنجاپستان سره خبرې وکړي.
د اولسمشر د دې خبرو وروسته د پنجاپستان استعماري پوځ مشر کابل ته راغی د اولسمشر او نورو چارواکو سره یې وکتل ، ددې کتنو وروسته د کابل ارګ وویل ، سوله په میاشتو نه بلکې په اونیو کې راتلونکي ده.
د کابل ارګ هم خوشاله و. چې پنجاپستان به په افغانستان کې د سولې په راتګ کې ورسره مرسته وکړي خو افسوس دادی چې دوی ته د پنجاپ اصلي ستراتیژي ( د افغانستان په وړاندې ) معلومه نه ده. پنجاپ په بشپړه توګه د افغانستان تباهي او نړی د نکشې څخه له منځه تلل غواړي ترهغه چې پنجاپ او ایران نوموړي موخې ته نه وي رسیدلي دوی به په افغانستان کې همدا ډول لاس وهنې کوي.
مګر کابل پنجاپستان ته د سولې د راتګ د ژمنې په بدل کې ، هغه ته ډیر امتیازونه ورکړي دي چې د خلکو په باور ملي ګټو ته یې زیان رسولی دی.
له بده مرغه په دا ډول موافقو او تړونو باندې د کابل ټول سیاسي کړۍ او شخصیتونه غلي پاتې شوي دي او په دې هکله یې د کابل پټې معاملې بربنډې کړي نه دي.
د هر ډول پټو معاهدو ، موافقو او امتیازاتو په ورکولو سره بیا هم پنجاپستان د دې هیواد په وړاندې جګړه نوره هم سخته کړه. په تیرو څلورو کلونو کې د پنجاپی پوځ جنرالان ، افسران او عسکر د هیواد په مختلفو برخو کې ووژل شول او د هیواد څخه په سلګونو د پنجاپستان د پوځیانو جنازې د دوی پوځي بارکونو ته ولیږدول شوې.
په افغانستان باندې د پنجاپستان د تیریو او مداخلو په ترځ کې په سلګونو افغانستان پوځیان او په زرګونو ملکي خلک ووژل شول. او دا بهیر روان دی.
په افغانستان د پنجاپستان د تیریو ، مداخلو او بریدونو په زرګونو نه انکار کیدونکي شواهد او اسناد شته دي خو د کابل حکومت او ارګ نوموړو اسنادو ته ړنده سترګه اړوي او په دې ډول د پنجاپستان استعماري – تروریستي اداره نوره هم زړوره کوي چې نه یوازې د کرښې ها خوا په خلکو باندې استعماري منګولې ټینګې کړي بلکې افغانستان هم د خپل واک په دایره کې داخل کړي.
اوس د کابل څخه دا پوښتنه کیږي :
1. د افغانستان حکومت او مشر ولې د پنجاپستان د ښکاره او پټو مداخلو او تیریو په هکله معلومات د افغانستان دخلکو سره نه شریک کوي؟
2. د افغانستان دولت د ټولو هغه دولتونو د سفیرانو او استازو سره چې په کابل کې شتون لري ،د پنجاپستان د لاس وهنو ، مداخلو او بریدونو په هکله معلومات نه شریکوي؟
3. په ملګرو ملتونو سازمان او نورو معتبرو نړیوالو سازمانونو کې د پنجاپستان د تروریستی مداخلو او تیریو څخه ولې پرده نه پورته کوي؟
4. ولې د پښتونستان داعیه یی هیره کړي ده؟
5. په ملګرو ملتونو کې ولې د پنجاپستان د تیریو په هکله رسمي شکایت نه کوي؟
6. ولې د پنجاپستان له خوا د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د اغزن تار د غزولو مخه نه نیسي؟
7. ولې د کرښې دواړه غاړو خلکو ته ویزه او پاسپورټ ضروري شول؟
8. ولې په کوټه او پیښور کې د کابل کونسلګری موجودې دي؟
9. دا څه سبب دی چې د کابل چارواکي په زغرده د پنجاپستان په وړاندې د خپلو ملي ګټو( د پښتونستان د موضوع په شمول ) دفاع نشي کولی؟
که چیرې د کابل ارګ د پنجاپستان سره د ملي ګټو خلاف کومه موافقه ، معاهده او یا ژمنه نه وي کړي ، بیا د پنجاپستان سره د خپلو غونډو ، موافقو او معاهدو اسناد خپاره کړي. تر څو د افغانستان خلک ډاډه شي چی نوموړي ادارې د پنجاپستان تروریستي – استعماري ادارې سره کومه پټه معامله نه ده کړي.
د بلې خوا د کابل اولسمشر باید په ښکاره توګه دا لاندې ټکی خلکو ته روښان کړي:
1. ایا نوموړی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني؟
2. ایا د ډیورینډ د کرښې ها خوا سیمو کې پنجاپستان د پوځ د ځای په ځای کیدو سره موافق دی؟
3. ایا د کرښې ها خوا خلکو په سر د پنجاپستان سره کومه معامله شوي ده؟
4. ایا د ډیورینډ د ها خوا خلک د افغانستان تبعه ګڼل کیږي؟
5. ایا د کابل حکومت تیار دی چی د ډیورینډ د کرښې ها خوا خلکو ته د افغانستان پیژند کارتونه وویشي؟
6. ایا د کابل حکومت د پنجاپستان د استعماري – تروریستي ادارې تر واک لاندې سیمو د خپلواکۍ د پاره کومه ستراتیژي لري او که نه؟
باید ووایو چې د هیواد بهرنی چارې د داسې کسانو او کړیو په لاس کې دی چې تر ډیره بریده د دوی د پاره ملی ګټې اهمیت نلري بلکې د ګاونډیو هیوادونو سره خواخوږي لري .
خو مهمه دا ده چې اولسمشر باید په خپله اداره او په تیره بیا د نړیوالو اړیکو په برخه کې په وطن مین ، فعال ، پوه او نوښتګر کسان وګوماري.
دا ډیورینډ د منحوسې کرښې مسله د وطن مسله ده ، د ډیورینډ منحوسه کرښه هیڅ یوه ا فغان او وګړي ته د منلو وړ نده . د ډیورنیډ د کرښې منل ،ملي ګټو ته شا کول دي . هیڅ وګړی او دولتي چارواکی دا حق نلري چی په هر نوم او پلمه چې وي په دې مسله باندې د پنجاپستان او یا د بل چا سره خبره وکړي.
ددې له پاره چې د افغانستان خلک ( د ډیورینډ د کرغیړنی د ها خلکو په ګډون ) ددې تشویش څخه خلاص او د دوی پوښتنو ته معقول ځواب پیدا شي باید :
د افغانستان اولسمشر د ډیورینډ دمنحوسی کرښې په هکله خپل دریز روښانه کړي او هم ټولې هغه معاهدې ، موافقې ، ژمنې او امتیازات چې په تیرو شپاړسو کلونو کې د کابل ادارې د پنجاپستان سره تر سره کړي دي، د هیواد خلک ترې خبر کړي.
خلک غواړي په دې پوه شي چې رښتیا څه دي؟