په همدې لړ کې پرمختللی کاغذ نږدې دوه زره کاله وړاندې په چین کې جوړ شو.

وړاندې تردې ، چې د زړو شویو کاغذونو ، لرګیو او وښو ټوټې له منځه لاړې شي له اوبو سره به یې ګډولې او کاغذ به یې ترې جوړاوه.

د اوبو له تبخیر او له منځه تللو وروسته به هغه پوټکي ته ورته نری قشر ،چې د لوښي په سر پاتې کېده د کاغذ په ډول ترې کار اخېست.

دشپاړسمې پېړۍ په پای کې لویو ماشینونو دکاغذ په جوړولو کار پېل کړ.

 

نن ورځ د کاغذ جوړول د اقتصاد پیاوړي کولو یوه لاره هم بلل کیږي، خو له دې ټولو سره سره په لاس د کاغذ جوړولو خبره هم یو څه حیرانونکې ده.

تاسو باید دچاپ په پار له کاغذ څخه ډېره لږه ګټه پورته کړئ ، ددې خبرې لپاره دلیک پخوانۍ کڅوړې ډېرې ښې بېلګې دي.

کولای شئ دکاغذ ورستې ، لرګیو او وښو ورستې شویو ټوټو ته جوش ورکړئ ، له دوه ساعته جوش وروسته یې سړېدو ته پرېږدئ.

له سړېدو ورسته ورته مربع ډوله کالبونه جوړ کړئ دا اوبه ډوله مایع په دې مربع ډوله لوښو کې واچوئ.

 

دا باید په یاد ولرئ ،چې دغه مربع ډوله لوښو بېخونه باید یوې جالۍ ته ورته وي ،چې وکولای شي دیو فلتر دنده پرځای کړي.

دڅو مرحلو و چولو او سړولو څخه وروسته تاسو کولای شئ له یاد مربع ډوله لوښي څخه په ډېر پام یو ډول قوي جوړ شوی کاغذ پورته کړئ.

له دې لارې سربېره ځینې نورې لارې چارې هم شته چې دکاغذ جوړولو لپاره کاریږي.