يو سړی په ځمکه رغړي ژوندون غواړي

يو سړی په آس را سپور دی، د زړه زور دی

يو شېبه هم ستا له ياده غافل نه يم

ګني ښار دی څومره شور دی، د زړه زور دی

کيفيت مې له حواسو معلومېږي

شاعري هم لکه اور دی، د زړه زور دی

ستا سائر ته اوس د مينې توري زده دي

ستا سائر هم اوس تک تور دی د زړه زور دی