د کریسمس ټاپو د استرالیا په کوینزلینډ ایالت پورې تړلې یوه نسبتآ لویه جزیره ده خو دغه جزیره له استرالیا څخه اندونیزیا ته نږدې پرته ده او له همدې امله څه چې هلته پېښ شوي او لا هم پیښیږي، ډیری وختونه د استرالیا د عامو خلکو له لید او فکر څخه پټ پاتې کیږي.

د جغرافیايي پلوه دغه ټاپو خورا په زړه پورې او ښکلی موقعیت لري خو هغه څه چې د دغه ټاپو ښکلا یې تر سیورې لاندې راوستې وه هغه په دغه ځای کې د کډوالو د یوې سترې توقیف خونې شتون وه.

د همدغې توقیف خونې له کبله د کریسمس ټاپو له تیرو لسو کلونو راهیسې استرالیا ته د بیړیو پواسطه د راغلو زرګونو کډوالو لپاره د یو زندان او صفري نقطې په توګه په نړیوالو رسنیو کې شهرت موندلې وه.

په کریسمس ټاپو کې دغه توقیف خونه د (کیون روډ) حکومت پرمهال په ۲۰۰۸م کال کې جوړه شوې وه چې اوس له لسو کلونو بشپړولو وروسته وتړل شوه.

د یادونې وړ ده چې په دغه توقیف خونه کې یو مهال له ۳ زرو زیات کډوال ساتل کیدل خو اوس هلته یوازې ۳۰ تنه کډوال پاتې وه چې د ځینو سرچینو په اساس هغوی په استرالیا کې دننه نورو توقیف خونو ته لیږدول شوي.

د دغه توقیف خونې د تړلو په هکله د استرالیا د مهاجرت وزیر (ډیوډ کولمن) د جمعې په ورځ وویل، « د ایتلاف حکومت لخوا د کریسمس ټاپو د توقیف خونې تړل د کارګر ګوند د حکومت پر مهال د ترسره شوو تیروتنو او ګډوډیو د پاکولو یو بیلګه ده. زه دا اعلان کوم چې اوس په کریسمس ټاپو کې هیڅ کوم کډوال توقیف نه دی. همدارنګه په دغه کار سره مونږ وکولای شول ترڅو قابو د ۵۰۰ میلیونه ډالرو بیځایه لګښت څخه هم مخنیوی وکړو.»

کولمن همدراز د کډوالو قاچاقبرانو ته خبرداری ورکړ چې د توقیف خونې تاسیسات د اوس لپاره د عملیاتي چمتووالې په حالت کې ساتل کیږي او د اړتیا په صورت کې ممکن دغه توقیف خونه بیا پرانیستل شي.