‎د یوه قوي رهبر اړتیا لیدل کېږي!
‎لیکواله_ افسانه پکتین
‎په تېرو څلوېښتو کلونو کې افغانان دداسې یو رهبر لرونکي نه شول چې د افغانستان په اړه یو پراخ ملي فکر او ملي پروګرامونه ولري، د هر
‎مشر ژمنې تر ژمنو محدوده پاتې شوې دي، کله چې قدرت ته رسېدلي خپله مشري یې هېره کړې او د زورواکو په لومو کې ګیر پاتې شوې دي، تېرو اولسو کلونو کې یوه مشر هم د افغانستان د پاره یو منظم او ستراتیژيکې برنامې نه لرلې چې افغانان د یوې ښې راتلونکې د پاره امید واره شي.
‎متاسفانه چې هېواد مو د قدرت د وږو لاس کې دی ، او ولس ترې هېر دی ، پخواني ولسمشر حامد کرزي د بنیادي کارونو پر ځای د جهاد ټېکدارانو د خېټو د پاره کار کړی ، او ایله یې هغوی د پانګې او بل‌‌‌‌‌‌ډنګونو څښتنان کړل .
‎دهغوی اولادونه یې د بنیاد څښتنان کړل، خو دا بېچاره ولس همداسې وږی در په دره پاتې شو، غلو د اتلانو لقبونه واخیستل ، حقیقي اتلان د خړو خاورو لاندې پاتې شول ، بهرنیو مرستې اصلآ د افغانانو د پاره په درد ونه خوړلې .
‎بیا اوسنی ولسمشر غني ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو ، ولس ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې ورته لرلې چې ګواګې دا سړی په کورنیو جګړو کې ښکیل نه وه نو د افغانستان د خلکو په ژوند کې به یو لوی او مثبت بدلون راولي .
‎کله چې قدرت ته ورسېد د مفت خوره زورواکو لومو کې ګیر شو.
‎دا سمه ده چې ځيني مهم کارونه ترسره شول او اړین کارونه هم وه خو ولسمشر غني دا کارونه یې د یو داسې مدبر سیاست مدار مدیر پر مټو پر مخ یوړل چې ساری یې نه لیدل کېږي، چې هغه ښاغلی محمد حنیف اتمر وو.
‎محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت له تشکیل څخه د واک تر پایه یې د افغانستان په بنیادي مسایو کې بېشماره لاس ته راوړنې درلودې چې په لاندې توګه یې یادونه کولی شو.
‎لومړی_ د اسلامي حزب سره د سولې د خبرو د پيل څخه او تر پای پورې یې نه ستړې کېدونکي کوششونه وکړل تر هغې چې د اسلاکي حزب سره خبرې یې بریالۍ کړې او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی او د نورو افغانانو په څېر عادي ژوند کوي، چې دا د سولې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه بللی شو .
‎دوهم_ د افغان امنیتي ځواکونو
‎د معاشونو، پياوړتیا او تجهیز په برخه کې یې هغه څه وکړل چې پخوا نه وو شوي نن ورځ زموږ امنیتي ځواکونه معاشونه لري، جنګي الوتکې لري، قوي وسلې لري، دا ټول هغه څه دي چې اتمر صاحب ددې هېواد د بقا په خاطر وکړل او نن ورځ د هېواد په هر ‌‌‌‌‌ه سیمه کې وسله وال ترهګر زموږ د امنیتي ځواکونو له وېرې په تېښته کې دي.
‎دریم_ اتمر صاحب سعودي عربستان ته یې یو ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم سفر درلوده چې دې سفر یې درې اړینې موخې لرلې چې اوس یې عملآ شاهدان یو 1_د سعودي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د پاره خبرې وکړې او د سعودي له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره مستقیمه همکاري وکړي ، سعودي چارواکو هم ژمنه وکړه چې نه یواځې د افغان سولې په برخه کې د نورو هېوادونو مرستې جلبوي بلکې دوی خپله به مستقیمه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوي.
‎چې پایله یې د نړۍ د اسلامي هېوادونو پرلپسې ناستې د افغانستان د سولې د پاره یو ښه مثال بللی شو.2_ د سعودي چارواکو سره یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د ګ‌‌‌‌‌‌ډې ملارزې غوښتنه وکړه او دا یې ورته په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې ترهګري یواځې افغانستان ته نه بلکې سیمې او ټولې نړۍ ته یو لوی ګواښ دی چې سعودي چارواکو د ترهګرو د ځپلو په برخه کې کلکې ژمنې وکړې.
‎همدا راز د اقتصادي مرستو جلبول دا ټول هغه څه وه چې سعودي عربستان ته د اتمر صاحب د سفر برخې وې.
‎د اتمر صاحب پر مټ افغان حکومت وکولی شو چې د سیمې په کچه ملي اجماع رامنځته کړي.
‎کله چې موږ دا ټول و ارزوو نو احساس کوو چې افغانستان د اتمر صاحب په شان یو پياوړي، مدبر، رهبر ته اړتیا لري تر څو د افغانستان رهبري په سمه توګه رهبري کړلی شي او د افغانانو درد ته دوا جوړ شي.
‎موږ همداسې یو رهبر غواړو، موږ غواړو چې د هېواد ستونزې حل شي او په لږه موده کې د نورې نړۍ سره سیال او برابر شو.