په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول

تـړونـونه

ژباړن : عبدالله دانشیار

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د څلورمې برخې پاتې لیکنه ....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د بل طرفه د تړون ماتیدل

د ذمې د عقد ماتول :

د مالکیانو ، حنابله وو او شافعیانو په نزد د ذمې تړون هغه وخت ماتیږي چې اهل ذمه یو له لاندې سرغړونو څخه د کومې سرغړونې مرتکب وګرځي :

لومړی : د مسلمانانو سره جنګ

دوهم : د شخصي مالیې له ورکولو څخه انکار ( جزیه )

دریم : له اسلامي او شرعي احکامو څخه نافرماني او بغاوت کول

احنافو ددې رایې مخالفت کړی او په دغو اسبابو د تړون د ماتیدلو لپاره یې دا شرط ټاکلی چې باید داسې یو خارجي دلیل پیدا شي چې لومړی پرې د مسلمانانو سره د جنګ توان او قدرت  یې تایید شي او که نه وي نو  تړون نه ماتیږي .
او همدارنګه د مالکیانو ، حنابله وو او احنافو په نزد که اهل ذمه په یوې مسلمانې ښځې تیرې او تجاوز وکړي ، او یا د مسلمانانو عورتونو ته وګوري او یا نبي کریم ص ته بدې خبرې او ښکنځلې وکړي نو په دې اسبابو هم تړون ماتیږي .
او شافعیانو بیا دا ویلي چې که دا شیان په تړون کې شرط شوي وي نو بیا تړون ماتیږي او که نه وي شرط شوي نو تړون نه ماتیږي .
په مغنی المحتاج کې راغلي : ( که چیرې یو ذمي مسلمانې ښځې سره زنا وکړي ، او یا یې په نکاح کړي ، او یا یې مسلمانانو سره جنګیدونکو کسانو ته د مسلمانانو د پټو شیانو په اړه وویل ، یا یې کوم مسلمان د خپل
 
دین څخه ګمرا کړ ، او یا یې د اسلام دین او یا قران په اړه اعتراض وکړ ، یا یې نبي کریم ص په بدو یاد کړ ، نو صحیح داده که چیرې دا یې د تړون له ماتیدونکو اسبابو څخه په تړون کې شرط کړي وي نو تړون پرې ماتیږي او که نه وي شرط شوي نو تړون نه ماتیږي . ) (۱)

د اوربند تړون ماتول ( الهدنه )

لکه څنګه چې ددې برخې په پیل کې وویل شول چې د اوربند تړون په همغه دریو ذکرشویو شیانو ماتیږي چې مخکې مو ترې یادونه وکړه ، دا هم ورسره اضافه کیږي چې د اوربند تړون په هر هغه شیانو هم ماتیږي ، په کومو شیانو چې د ذمې عقد ماتیږي . ځکه چې د اوربند تړون تر دې حده ضعیفه دی چې فقط له دې ویرې هم ماتیږي چې دښمن به بیا د مسلمانانو سره د جنګ لپاره ځانونه تیاروي ، او دا بیا د ذمې د تړون د ماتیدو سبب نشي کیدای .

د اوربند تړون د بعضو په سرغړونه هم ماتیږي تر څو پورې چې هغه نور ددوی له کارونو څخه خپل ځانونه بیل ونه ګڼي او ترې جدا نه شي . دا برائت بايد دوی امام ته په لیکلي ډول ثابت کړي ، په داسې حال کې چې د ذمې تړون فقط او فقط د هغه چا په برخه کې ماتیږي چې ترې سرغړونه یې کړې وي .
 
 
____________________
(1) الدسوقي على حاشية الشرح الكبير ج 2 ص 205 , مغنى المحتاج ج 4 ص 258 , المبسوط ج 10 ص 85 و ما بعدها , المغنى لابن قدامة ج 8 ص 525

 
 
نو په لنډه توګه تړونونه یواځې په لاندې حالاتو کې ماتیږي :

لومړی :    که چیرې د لنډ وخت لپاره وه ، او موده یې پوره شوه ، او یا د یو خاص حالت پورې محدده وه او هغه حالت ختم شو .
دوهم :     که چیرې دښمن د تړون له احکامو مخالفت او سرغړونه وکړي .
دریم :      که چیرې د غدر نښې نښانې او د خیانت دلایل ښکاره شول .