غزل

نصیر کوټوال

 

نازولې وه ښایسته وه چې وړه وه

بس د سرو ګلو غونچه وه چې وړه وه

 

لا یو بل راباندې ګران وو چې واړه وو

لا یاري زمونږ پخه وه چې وړه وه

 

د نانځکې د واده محفل به یې تود وو

او تر څنګ به یې ویده وه چې وړه وه

 

جنګیرکه د جنګونو مینه واله

له غوسې به تکه سره وه چې وړه وه

 

پښتنه پیغله رالویه شوه غمو کې

او لا برخه یې سپیره وه چې وړه وه

 

په ژړا به د شهید پلار ومزار ته

آن تر ټکنده غرمه وه چې وړه وه