معصومې اوښکې مې په زغل ځي دګرېوان غېږې ته
لکه جنګي اس چې تيز درومي دميدان غېږې ته

هر مازيګر دځوانيمرګو په غم وير کومه
غمي زلمي په عشق کې ځي دبل جهان غېږې ته

داپه تا څه بلا پرېوتې ده بې غمه اشنا
چې په زيړي ما زيګر زغلې دجانان غېږې ته

انقلابونه انقلاب او انقلاب انقلاب
راځي مودونه زمونږ دګران افغانستان غېږې ته

خدايه ! دو ى زمونږ دکلي غېږې ته لمبې راوړلې
خو دالمبې کړه ته او ږدې دپنټاګان غېږې ته

دااسلامي نظام به نه وي تر کابله محدود
دابه رسيږي ديورپ او انګلستان غېږې ته

(مشفقه) داخاصيت په مونږه کې له پېله شته دى
چي ازادۍ پسې وردانګو دتو پان غېږې ته

مشفق حريتمل