بې څه نه دي شته سلګيوکې خبرې

پدې اوښکو دې غميو کې خبرې

روغ هم نه دي په لار سم کاږه واږه دي

هسې مه کړئ لېونيوکې خبرې

داغوټۍ دي چې ګلونه ترې جوړيږي

چپ شي مه کړئ په غوټيوکې خبرې

وينم اوښکې وينم وچې وچې شونډې

دي عبث په اننګيوکې خبرې

دوحشت او بربريت نوې کيسې دي

که کوي څوک اربکيو کې خبرې

شم به غلی څه به نه وايم مشفقه

کنې شته ډيرو سړيو کې خبرې