ياشه کافر يامسلمان دوه رنګه مه جوړيږه 
ياشه انګليس او يا افغان دوه رنګه مه جوړيږه

جومات کې هم کوې سجدې او کليساته هم ځې
يار کړه ملاصیب يا پاپان دوه رنګه مه جوړيږه 

منافقت کې ګټه نشته ده تاوان به وکړې
وي پکې سراسر نقصان دوه رنګه مه جوړيږه 

جاسوسه مه وړه دخپل کور کيسې کافرو لره 
شي راخبر به طالبان دوه رنګه مه جوړيږه 

ددې اولس ترجماني نړۍ ته سمه وکړه 
لکه افغان ترجمانان دوه رنګه مه جوړيږه 

مشفقه پوه کړه دقلم او د ادب لاروی 
چې لار کړه کلکه دقران دوه رنګه مه جوړيږه 

مشفق حريتمل