زه به مې څنګه کړم ويدې دا ناقرارې سترګې

په شبګيرو باندې اخته شولې بيمارې سترګې

مابه ويل چې دابه هيڅکله مينې نشي

ماته بزرګې ښکاريدې دا توبه ګارې سترګې

په ديدنونو نه مړيږي وږې تږې شولې

له ډيرو ډيرو مودو پاتې دي نهارې سترګې

څه ليونۍ نه دي چې دومره لرې برې ګوري

په تمه تمه دي جانان ته انتظارې سترګې

ته چې په ماباندې رابرګ شې ياره څه به وکړم

څنګه به نه درنه ويريږي زما خوارې سترګې

هميشه وايه استغفار خدای ته توبه وباسه

(انګاره)ډيرې دې کړې ډيرې ګنهګارې سترګې

شاعر:محمدهارون (انګار)