يمه دکلي خو په ښار کې هم ملګري لرم
کنړ ،لغمان او ننګرهار کې هم ملګري لرم
دغه ښايسته ښايسته کابل مې له ملګرو ډک دى
هاخوا په خوست او کندهار کې هم ملګري لرم
الله دې هيڅوک په ژوندون کې بې ملګرو نه کړي
بغلان ،کندوز او په تخار کې هم ملګري لرم
هلته غزني ،لوګر،پکتيا او پکتيکا ډاګو کې
ديخوا وردګ او ميدان ښار کې هم ملګري لرم
جوزجان ،فارياب ،بادغيس ،هرات او په فراه ،نيمروز کې
هلمند ،زابل او په مزار کې هم ملګري لرم
دسمنګان ،د سرپل او ديکندي سيمه کې
دبدخشان په لاله زار کې هم ملګري لرم
دکاپيسا ،باميان ،پنجشير او نورستان دروکې
په اروزګان ، غور ،چاريکار کې هم ملګري لرم
غيرته پوه شوې او کنه څومره شتمن يمه زه
دنړۍ هر کونج او کنار کې هم ملګري لرم
مازديګره//مشفق حريتمل
نازاوسلام //جانان خدرخېل
باران اوري//سيداحسان الله الهام
20.03.2013
- مشفق حريتمل
ليکوال: انجنیر سید محمد روحاني
خارجیان غواړي د افغانانو تر منځ تعصب رواج کړي تر څو یو قوم له بل قوم سره لس یا شل کاله نور هم د تعصب په خاطر په خپلو منځونو کې سره و جنګوي او کفار ورته د خیر په غونډۍ ورته کښیني او سیل یې وکړي.
کله چې یو پښتون ورور لکه محترم اسماعیل یون صاحب د پښتنو د حقوقو نه دفاع کوي نو له بده مرغه شمالي ټلواله هغه یو متعصب او د آی-اس-آی غلام ګڼي مګر کله چې خلیلي صاحب د هزاره ګانو حقوق غواړي او یا جنرال دوست...
23.03.2013
- مشفق حريتمل
د پیسو پا لیسې (مونیټري پا لیسي )څه ته وایي؟
د پیسو پا لیسي له هغه مالي فعا لیتونو څخه عبارت ده کوم چه د یو هیواد د مرکزي بانک له خوا ځنې اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو ګټه او د ا سې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تباد لې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمی...