دژوندانه بوختياوې مې ډير وخت ساعت تيرې او سياحت ته نه پريږدي خو نن دڅو يارانو سره په چکر ووتم چکرخوند راکړ اودغه شعر مې وليکه چې څنګه به وي؟
دستړي ژوندسکون او اطمينانه مازديګره
دلبره مازديګره او جانانه مازديګره
ستا وصل کې دټولې ورځ ستړياشي رانه هيره
راحته مازديګره او درمانه مازديګره
ځواني لرې مستي لرې ځوانان درسره خوښ دي
ژوندون دې نيمه خوا مه شه ای ځوانه مازديګره
که چارانه د ژوند دخاطرو پوښتنه وکړه
نو بيابه مې خبرشي له بيانه مازديګره
داشکر چې نفرت نه وي ياران سره راټول وي
وي مينه محبت درکې پرېمانه مازديګره
قسم دی که په ډيروښکلاګانو يې زه ورکړم
زمادخوار وزار افغانستانه مازديګره
خو ژوند به دې مشفق درسره هروختې پرېنږدي
يو ورځ به يې مرګی کړي بيل له تانه مازديګره
۲۰۱۲/۳/۱۶ يکشنبه
نازاوسلام ///جانان خدرخېل
غزل ///اتليار واکمن
غزل ///سعيد رحيمي
باران اوري ///سيد احسان الله ((الهام))
غزل/// سيداحسان الله ((الهام))
غزل///خوږمن جراح
دارواښاد ملنګ جان يوشعر
سوله به راولمه /// فضل جان سليم
ټوله شپه ويښ يم // جانان خدرخيل
ورک ارمان /// شريف الله نيکمل
حماسي غزل// مدثر همراز
غزل /// لطف الله خيرخوا
دښاغلي ولي محمد((همدرد))څوشعرونه
غزل//سيدجمال الدين ((فاطمي))
غزل///محمدنبي شريفي
غزل ///محمد عليم ((بسمل))
له کمره چېغې خيژي //هدايت الله هجران
18.03.2013
- مشفق حريتمل
نوروز فارسي كلمة ده د نوى ورځي په معنى ده د مؤرخينو له آنده نوموړي كلمة د نوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تېريدو سره په نوروز باندي بدل سو. نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي د هغه آتشكدې نوم وو چي د زردشت اوذوالقرنين تر مړينى وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځي لپار نوم كښيښودل سو چي دوى به د دغه آتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځل ، د اور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې...
20.03.2013
- مشفق حريتمل
راليږونکی : مهاجر وزيري
۱
نه به وي دغه د نيا نه به يا را ن تل نه به وي هر محل کې سرود ونه نه به نا ست وي په کرسو کې ما لد ا را ن تل نه به وي د غه د نيا نه د ا خبرې د هرچا په سر به جو ړه واو ېلا شي ده زمونږه خو شحا لي له عقله لرې زنده سر به همګي وا ړه تا لا شي که ته څومره پخپل ز ور او زرغا وريې د چنجو به دې په و ينو مشغو لا شي نه به وي نيغو شمل...