په یوه شریکه ټولنه کې اوسیدل سړی دې ته مجبوروي تر څو په هر اړخیز(ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، مذهي،...) ډول د ټولنې له نورو وګړو سره اړیکه ونیسي، خو ددې ټولو اړیکو په ټينګولو کې د هر چا هڅه او کوښښ دا وي، تر څو له داسې کسانو او شخصیتونو سره ملګری او یو ځای شي، تر څو د یو ځای کیدو اړیکې د معیار له مخې په تول پوره وي. دا چې په سراسر هیواد کې نږدې یوه میاشت وروسته د ولسي جرګې لپاره ټولټاکنې را روانې دي، چې په لسګونو پاک نفسه او سلګونو هیواد دښمنه او خودخواه هیوادوالو ورته ځانونه کاندید کړي، چې له ډلې یې یو هم په اسلام او هیواد میئن پخواني سناتور عارف الله پښتون هم د غیرتونو، سرښندنو او میړانو له ټاټوبي؛ خوست څخه ځان همدې ټاکنو ته کاندید کړی دی. د خوست ولایت څخه د اکثرو نوماندانو د پخواني بګراونډ په مطالعه کولو او د پورته یادو شویو ټولنیزو قوانینو او اصولو په تعقیب مې په راتلونکي ولسي جرګې ټاکنو کې له پخواني سناتور عارف الله پښتون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. ښاغلی عارف الله پښتون شاوخوا څلویښت کاله پخوا په یوه داسې متدینه او متمدنه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي چې له نیکونو او پلارونو راهیسې یې د خپل قوم او ولایت د هوساینې لپاره نه تکرایریدونکی تاریخ تېر کړئ، د همغه وختونو(د غازي امان الله خان دوره، نادرخان دوره، علیحضرت محمد ظاهر شاه بابا دوره......) په اصطلاح د خپل قوم او ولایت لپاره یې بندیخانې تېرې کړي، رنځونه یې وړي بیسارې مالي او جاني قربانۍ یې ورکړي. ښاغلی عارف الله پښتون هم چې له کله د ځوانۍ دورې ته داخل شوی، نو د پلارونو او نیکونو په قدم یې پل ایښی او له هماغه ورځې تر ننه یې د قوم، ولایت او هیواد لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي، خپلې هڅې یې په خوست ولایت کې له کوچنیو ماموریتونو، مدیریتونو، امریتونو او ریاستونو پیل کړي، چې په هر برخه کې یې خپل مسؤلیت په پوره اخلاص او ایماندارۍ تر سره کړي. د یادو شویو ماموریتونو له اجرا کولو څخه د ښاغلي عارف الله پښتون او نورو نوماندانو تر منځ یو هم لوی فرق دا دی چې پښتون صیب په ټولو اداري کارونو پوره بلد دی او عملا یې تر سره کړي دي بلکې تر ننني موقفه رارسیدو لپاره یې ټولې هغه سختې او ستړي کوونکي لارې چې باید طی شي، په پوره حوصله مندۍ سره تر سره کړي، د خوستوالو په محلي اصطلاح چې (د ځینو نورو نوماندانو په څیر پراشوټي ندی چې له شخصي تجارتونو، بې علمیتوبونو، سرمستیو... د مستقیما وکالت ته راغلی وي. پر اداري کارونو د عملي بلدتیا تر څنګ د اوسني دور مطابق سیاسي بصیرت او پوهه هم د ولسي جرګې وکالت لپاره اړینه ده، چې زما لیخوا انتخاب شوی نوماند ( عارف الله پښتون) ورڅخه پوره برخمن دی، ښاغلی پښتون په اقتصاد برخه کې او همدارنګه د دیپلوماسي په برخه کې تر لیسانس کچې زده کړې او عامه اداره کې تر ماسټري کچې زده کړې کړیدي. باید یاده کړم چې د هیواد په اوسني بحراني حالت کې د زده کړو تر څنګ په سیاست کې پاکې او ریښتیني تجربې ته هم اشده اړتیا ده، چې ښاغلی عارف الله پښتون له یادې وړتیا په کامله معنی پوره دی، ځکه چې د خپلې سناتورۍ په څلور کالنه دوره کې یې د یوه مهم او حساس کمیسیون ( د نړیوالو اړیکو کمیسیون) د مشرۍ چارې څلور کاله په پوره اخلاص، صداقت، سیاسي بصیرت او ځيرکتیا سرته ورسولې، چې د نوموړي کمیسیون د ریاست له مخې د هیواد په اوسني بهرني کامیاب سیاست کې دده ونډه نه هیریدونکي ده، چې له امله یې څو ځله د مشرانو جرګې ریاست لیخوا تقدیر شو. دا چې په کابل کې ادارو کې له عمومي پښتنو او په ځانګړي ډول لویې پکتیا او خوست سره بېل ډول تربګني پالل کیږي، چې ځینې وکیلان د خوستوالو له دغې مظلومیت او ستونزې په ګټې اخیستنې له خپلو مراجعینو او مؤکلینو ځانګړی باج او قلنګ اخلي او د باج په بهانه ورباندې په ټولنیزو رسنیو کې د ځان لپاره تبلیغات کوي چې یاد کار نوموړي مظلوم مؤکل ته د شخصیت لوی تاوان اړوي، ولې له ناچارۍ او بې وسۍ یې باید وکړي، خو ښاغلي پښتون د خپل وکالت په دوره کې کله هم د ځینو نورو خودخواه وکیلانو په څیر خپل مراجعه کوونکي د ځان په ګټه ندي کارولي بلکې په پوره اخلاص او بې منته یې تر خپل وسه ورسره همکاري کړي. د اوسني دور د زور واکانو او چارواکو لوی معمول دا دی چې تل یې له خپل زور ناقانونه کار اخیستی، تل یې غصب، جنایتونه، خلک ځورونې، په تقرریانو کې د وړ پر ځای د خپل نا وړ ملګري پلوي، خوستوالو ته شا کول، بیروني هیوادونو ته له اخلاقي فساد ډک سفرونو کول.... کړي، خو د پخواني سناتور عارف الله پښتون له بګراونډ څیړلو دا ډول هیڅ جمله نه راوړل کیږي. پدې ډول مې د نورو ښو صفتونو: صداقت، ملي ګټو ته ژمنتیا، اخلاص، دیانت، وړتیا، سیاسي بصیرت، په ملي او نړیوال سیاست کې د داخلتوب تجربه، له هر ډول جنایتونو پاکوالی..... په مطالعه کولو او د پخواني سناتور عارف الله پښتون په بګراونډ کې د یادو صفتونو په موندلو سره مې قوي تصمیم ونیو، تر څو په راتلونکي ولسي جرګې انتخاباتو کې له یاد نوماند څخه ملاتړ وکړم او له تاسو مې هم هیله ده چې زما ملتیا وکړئ او له عارف الله پښتون څخه ملاتړ وکړئ، تر څو د خپل هیواد حق او رایې اچولو اسلامي او ملي مسؤولیت مو په سم ډول ترسره کړی وي. د ټاکنو په ورځ له لاندې معلوماتو ملاتړ مو دا ټول مسؤولیت درپوره کولای شي.

عارف الله پښتون

ټاکنیزه شمیره: لومړۍ صفحه، 18 شمیره

ټاکنیزه نښه: دوه کتابونه