ځوانان چې سپينې توري دميدان کلي ته وړي

زيـــــانــــونه بــــه دسرټول دښــــمنان کلي ته وړي

داکــــــور دمسلمان،نامسلــــمان پکې شرميږي

لــــه ګــټي يـې توبه شوه اوس تاوان کلي ته وړي

ژوندي کلـــــــــه پاتيږي بــــــي ګودره چې ګډيږي

سرزوړندټيټي سترګې پــــــــه ارمان کلي ته وړي

داستــادتورې شرنــــګ اوذوالفقار وارخطاکړي

داروغ رمــــټ بـــه ټول نن لــــيونيان کلي ته وړي

ميدان دننګ ونام ته مــــــجاهد جـــــانان راغلې

پرهرپرهــــــرسينـــــــي به صـــــليبيان کلي ته وړي

مستي شوه ورنه هيره دغازي په دام کې راغـــلل

باران به نن داوښـــکودګــــــــــــريوان کلي ته وړي

ددتوروغرو په سر کــــــې غنم رنګ جانان ته وايه

دفتحې بـــري زيــــري به (کـــــــامران)کلي ته وړي