غزل 

تورې سترګې سپین رخسارپه خوب کې وینم

مسافریم خپل دیار په خوب کې ونیم

دوطن دهرسړي جبر مې هېر کړ

خو ستا کبر او انکار په خوب کې وینم

شین سهار، مست بارانونه او ګلونه

سوې دښته یم ، بهار په خوب کې وینم

نه منصور پېژنم ، نه په چا مین یم

خدای خبر چې ولې دار په خوب کې وینم

مخه ښه غواړمه ، مخکې دې ولاړ یم

یو له پرخو ډک سهار په خوب کې وینم

راته ښکاري چې ژوند لویه هدیره وي

زه یوازې یو مزار په خوب کې وینم

هر یو باد دګلابونو جنازې وړي

چا ویل چې لاله زار په خوب کې وینم

دبنګړو په شرنګهار کې پناه غواړم

بیا دسرو وینو بازار په خوب کې وینم

دوی پردي دي ، هر سرود یې بې مزې دی

ستا سندره ، یکه زار په خوب کې وینم

رحماني خو ستا دمینې کلیوال وم

ته ښارۍ شوې ځکه ښار په خوب کې وینم

 

۲۰۱۲ اکتوبر ۱۴