د استرالیا حکومت په دغه هیواد کې له میشتو پناه غوښتونکو د مالي ملاتړ مرستو بندول پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ډیری دغه کسانو د پناه غوښتنلیکونه لا تراوسه نه دي ارزول شوي.

د استرالیا د پناه غوښتونکو د ملي شورا د خپرو شوو شمیرو په اساس، تراوسه قابو ۴۰۰ پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې له مالي ملاتړ خدمتونو حذف شویدي او داسې اټکل کیږي چې ښایي په راتلونکو څو میاشتو کې یاده شمیره څو برابره لوړه شي.

د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړ کې هر کډوال ته هره اوونۍ ۲۷۰ ډالر او همداشان د اوسیدو لپاره کور او روغتیايي خدمتونه ورکول کیږي.

د کډوالو د مدافع ډلو او استرالیا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې په باور د استرالیا د حکومت دغه اقدام داسې طرحه شوې ترڅو دا پیغام پناه غوښتونکو ته ورکړي چې که تاسې استرالیا کې د پناه غوښتنه کوئ، نو باید په بې وزلۍ او غریبۍ کې ژوند تېر کړئ.

خو په ورته وخت کې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت بیا دغه خبره ردوي او وايی چې په مالي ملاتړ پروګرام کې له نوو بدلونونو حمایت کوي. د دغه وزارت په اساس، د مالي ملاتړ پروګرام داسې طرحه شوې ترڅو د لنډې مودې لپاره پناه غوښتونکي ملاتړ کړي او له هغې وروسته هغوی باید کار وکړي او په خپله ځانونه وساتي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې بیانیه کې راغلي، « هغه پناه غوښتونکي چې د موقتي ویزو او کاري جوازونو لرونکي دي، ترې دا تمه کیږي چې هغوی دې د پناه درخواستونو د ارزونې په جریان کې ځانونه ته کار ومومي.»