غزل
يو تار د يارانې يې غځولی و يو وخت
جانان مې تر زړګي را رسيدلی و يو وخت
غزل غزل ځواني وه پکې نغښې د جانان
ما تار په ملغلرو کې پيئلی و يو وخت
ځه خير که اوس يې ځان پرې اچولی داسې کوڼ
زما د زړه آواز يې اوريدلی و يو وخت
چې ولې به يې زړه راڅخه موړ وي اوس مهال
زړګی يې را سره ډير لګيدلی و يو وخت
دا ستا نيکمل د ستا له غمه داسې شو تغير
کنه دارنګې نه و خدايګو ښکلی و يو وخت
د غزل مقطع حیات افغان صاحب ته ډالۍ