د یوې استرالیايي ورځپاڼې د ریپوټ په اساس، استرالیا ته رسیدلي ویتنامي کډوال ممکن ډیر ژر بیرته ویتنام ته واستول شي.

دغه کډوال چې شمیر یې ۱۷ تنه ښودل شوې تیره اوونۍ په یوه کښتۍ کې د استرالیا د کوینزلینډ ایالت په شمال کې د کایرنس په نوم سیمې ته ورسیدل.

د ریپوټ په حواله، اوس یاد کډوال د استرالیا د سرحدي ځواکونو لخوا د کریسمس ټاپو ته وړل شوي ترڅو د استرالیا د مهاجرت چارواکو لخوا هلته د هغوی د پناه غوښتنې وارزول شي.

خو ریپوټ دا لیکي چې د دغه کډوالو د پناه غوښتنې ښايي د رد ځواب ترلاسه کړي ځکه د استرالیا حکومت د ناقانونه کډوالو په وړاندې سخت دريځ لري او په دې برخه کې یې پراخ کمپاینونه په لار اچولي چې پکې په ډاګه وايی، دغه هیواد به په کښتیو کې د راغلو کډوالو لپاره هیڅکله کور نشي.

د یادونې وړ ده چې دا له قابو څلورو کلونو وروسته لومړی ځل وه چې د کډوال یوه کښتۍ په بریالیتوب سره د استرالیا سواحلو ته ورسیده.
دا په داسې حال کې ده چې د استرالیا حکومت د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر په خپلو پولو د سرحدي ځواکونو یو پیاوړی حضور هم لري.