تیره اوونۍ د آګست په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې (IOM) کابل کې د بشري قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د افغانستان د عدليې وزارت د بشري قاچاق ضد کمیسون غړو په ګډون د ګاونډیو هیوادونو پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان یو شمیر نادولتي ادارو هم برخه اخیسته وه.

په دغه ناسته کې د افغانستان په ګډون په مرکزي آسیا او جنوبي آسیا هیوادونو کې د بشري قاچاق سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې اترې ترسره شوې او همدارنګه په دې برخه کې د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړې کولو په برخه کې هم پریکړې ترسره شوې.

په غونډه کې د افغانستان عدلیې وزارت وویل، د انسان د قاچاق د جرم پر ضد مبارزې کمېسیون تر مشرۍ لاندې به په ټول هېواد کې د انسان د قاچاق مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وویل، فقر، ناامني او بې‌سوادي د دې لامل شوې چې افغانان د انساني قاچاق قرباني شي.

نوموړي زیاته کړه: "انساني قاچاق هغه څه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې بشریت له ستونزو سره مخ کړی، د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند یې تباه کړی دی، افغانان چې د ناامنۍ، فقر او بې‌سوادۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي له ټولو نه زیاد د انساني قاچاق قرباني ګرځېدلي دي."