‎افغانۍ پيسې زموږ ملي هویت دي!
‎لیکنه : مینه منګل
‎د بدبخته پاکستان د لاسه دا څلوېښت کاله کېږي چې موږ آرامه ورځ نده لیدلې. تل یې په مختلفو بهانو هڅه کړې چې زموږ ملي ګټو ، ملي ارزښتونو او په ټوله کې د افغانستان لوی ملت ته ستونزې جوړې کړي او ضرر ورته ورسوي.
‎د ځينو داخلي کرا شویو شیطانانو د لاسه همدا پاکستان په موږ
‎دومره روږدی شوی ، که چېرې په تېرو څلوېښتو کلونو په ترڅ کې زموږ ځينو مشرانو ددې د شیطانت د ځالې لاس نیوای نه کولی ، او په خپله خاوره کې یې جاسوسي نه ورته کولی نن ورځ به یې په هر لحاظ موږ نه په تکلیف کولی .
‎پاکستانۍ کلدارۍ زموږ پيسې ندي، دا پردۍ پيسې دي او پردی هویت دی ، خو د وخت د جابرو اشخاصو د خوا دا پردۍ کلدارۍ پر موږ په زوره تپل شوې دي ، او په اکثرو ولایتونو کې پير او پلور په پاکستانۍ کلدارو او ایراني تومانو باندې کېږي.
‎چې ددې پردیو پيسو کارول زموږ د افغانیو پيسو ارزښت ټيټ کړی .
‎کله چې موږ د خپلو ملي افتخاراتو څخه يادونه کوو، او پرې نازېږو ، اړتیا ده چې همداسې یې ساتنه هم وکړو .
‎افغانۍ پيسې زموږ د ملي هویت یوه اړینه برخه ده چې پرې ، پیر او پلور د هر افغان مسوولیت دی .
‎دا چې د ننګرهار والي صیب او د ننګر هار درانده ولس پرېکړه کړې چې په پاکستانۍ کلدارو به تجارتي چارې پرمخ نه وړي، نو په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د ننګرهار ولس ته ستونزې جوړول پيل کړي، او د ننګرهار ولس ته د ویزو په وېش کې ستونزې جوړوي چې اوس یې حتی دا قونسلګري د ننګرهار د ولسونو پر مخ تړلې چې خورا ستونزې یې د ننګرهار ولس ته پيدا کړي.
‎د پاکستان ظالم او جابر حکومت هر وخت هڅه کړې چې د افغانانو له مجبوریت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي ، په وار وار یې افغان تجارانو ته ستونزې جوړې دي او افغانانو ته یې هر وخت ستونزې جوړې کړې دي.
‎خو دا باید د پاکستان حکومت ته وویل شي چې اوس نو افغانان مجبور ندي چې د پاکستان هرې خبرې او هر ظلم ته غاړه کېږدي، اوس افغانانو پرېکړه کړې ده چې دوی به د خپلو ملي ارزښتونو څخه کلکه ساتنه کوي افغانۍ پيسې زموږ ملي هویت او ملي ارزښت دی ، او زموږ د پاره یې ارزښت خورا لوړ دی موږ هرې ستونزې ته حاضر یو خو په خپله خاوره کې په پردیو پيسو پير او پلور نه کوو .
‎دا د هر افغان مسوولیت دی که چېرې غواړو چې زموږ د افغاني پيسو ارزښت لوړ شي او پانګه وال مو په خپلو تجارتي چارو کې لا بریالي شي اړتیا ده چې په خپلو پيسو پير او پلور وکړو ، تر څو مو اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي او دا چاره باید په ټولو ولایتونو کې پر مخ لاړه شي.
‎په دې کار سره به مو خپل افغانیت ثابت کړی وي.