دا چې نه د هیریدو دی د جانان غم
ژړوي مې، سوزوي مې دهجران غم

چې وعدې یې دراتلو شيٍ پوره نه شي
اوروي مې په زړګی کې دخفګان غم

د هجران په نا علاجه بستر پروت یم
لټوم د خپل زخمي زړګي درمان غم

هر کنډر مې د زړګي په اورلمبه شو
پکې پروت دیارد مینې پټ پنهان غم

د اغیاردا دوه مخۍ ته چې نظر شم
هیڅ یې نشته تصور کې د ایمان عم

دغربت دغه تیارې به خدای رڼا کړي
شې پوره به د خواږه زړګي ارمان غم

افغاني تکل او هوډ چې سره مل وي
شې تسل به د وختونو د دوران غم
--------------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۵ – ۸ – ۲۰۱۸
م ۰ کال