1/2

په لندن کې، د لوی اختر د لمانځه ادا
او د ازادۍ د ياد تجليل ته
خبرتيا!

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر او د افغانستان د ازادۍ د ياد په غبرګو مناسبتونو ټولو لروبرو، په نړۍ کې خوَرو ورو افغانانو او په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو ته مُبارکي وايي .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې، زموږ په هېواد کې د روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، د تلپاتیِ سولیِ او کامل مرکزي حاکميت د تائمين، ولسي ښېرازۍ او ملي قوام دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ د روان اګیسټ په ۲۱ نېټه، د اختر د اولی ورځی د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ادا کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته به، ټول ماسپښين او مازديګر د ټولنیِ تالار د ګرد افغان هيواد د ازادۍ د ياد او هيلو د پوسلو جشن ته تيار وي. قدرمن داوطلب او علاقمند سياسيون، اديبان او شاعران به د خپلو بيانيو، مقالو او شعرونو د ساحرۍ او هنرمندان او ځوانان به د وطني سندرو او افغاني اتڼونو د اعجاز دپاره ډیر وخت او مناسب ځای ولري.
ځوان او پاخه اتڼچيان دې د ملي جامو اغوستل او د څڼو غوړول نه هيروي!
په لوړه وطني مينه او درنښت،
د ټولنی د رهبري هيئت له خو!
دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 8168
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ افتخاري مشر