‎‎هغوی چې زموږ د قتل فتوا صادروي خپله کلیمه نشي لوستلی !
‎طالبان چې د پاکستان د پنحاب له تورپوځ څخه سرچینه اخلي، او د آی اس آی برنامې پرمخ وړي، تل یې افغانان د جهاد په نوم وژلي او دا لړۍ همداسې روانه ده .
‎موږ په کوم جهاد وژني؟
‎زما د وطن هر وګړی پنځه وخته لمونځ کوي، زما د هېواد هر وګړی هره ورځ د قران شریف تلاوت کوي، زما د هېواد هېڅ وګړی نه غواړي چې بل انسان یې د لاس څخه آزار وویني، زما د هېواد هر وګړی د الله ج په توکل ژوند پر مخ وړي، زما د هېواد اتلان امنیتي ځواکونه د خدای، هېواد ، او دنده ، په شعار سره د خپلې سپېڅلې خاورې ساتنه کوي، نو آیا همدا مسلمان ملت او هېواد د جهاد د پاره دی ؟
‎د قران پاک په کوم آيت کې ویل شوي چې تور مخی پنجابی د کرا شوی طالب افغانستان ته رالېږي او افغانان د وژني؟
‎دا یو څرګند حقیقت دی چې پاکستان حکومت د ټولو اسلامي او انساني اصولو ماتونکی هېواد دی دوی د اسلام او جهاد په نوم افغانستان او سیمه نارامه کړې ، ځکه چې خپله پاکستان د یو شمېر استخباراتي کړیو په اشاره په افغانستان کې د جګړې اور تود ساتي.
‎راشو د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان ته .
‎عمران خان غواړي چې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د پاکستان دولت رهبري کړي. عمران خان پخوا هم د افغانستان په اړه نېک نظر ندی لرلی .
‎ځکه چې ددوی په اند افغانان ټول کافر دي او باید ووژل شي.
‎عمران خان د قران پاک څخه خبر نه لري، قاضي د لوړې په مراسموکې یو څو ټکې ورته وايي ، لکه خاتم النبین ، او یا قیامت ، دا دواړه. عمران خان ونشو لوستی دا ددې په معنی ده چې عمران خان به د قران پاک مخ هم نه وي کتلی ، مګر بدبختانه چې د پاکستان غلام حکومت موږ هره ورځ د جهاد په نوم وژني.
‎که چېرې خبره د جهاد وي نو طالبان د ور شي د پاکستان په هیرامن‌‌‌‌‌‌ډيي کې د جهاد وکړي چې هره ورځ سلګونه د اسلام خلاف اعمال هلته ترسره کېږي.
‎که چېرې د پاکستان د حکومتونو تاریخ ولولو هېڅ کړنه یې په اسلامي اصولو ولاړه نده ، خو افغانان په ‌‌‌‌‌‌ډېر ویاړ سره د جهاد په نوم قتل عام کوي.
ورځ به راشي چې پاکستان به د ټولو ظالمو افکارو ، او د ترهګرو فابریکو سره تر خاورو لاندې کېږي.
او بیا به د دهشت او وحشت په نوم پاکستان څخه خطر نه محسوسه کېږي ، سیمه او نړۍ به ایله آرامه شي .