تیره شپه طالب جنګیالیوپتیلی وه چې داځل به دکندوز په څېردغزني تاریخی اوستراتیژک ښار سوقوط کړي .ترڅوولس اونړیوالوته وښایي چې مونږیو ځواک یواوکه وغواړو
هروخت اوهره شیبه یوولایت ته سقوط ورکولی شو .
دوی ددغې شومې موخې له پاره له لوګر،پکتیا ،قندهاراونورو ولایتونو اشر راغوښتی و. ترڅووکولی شي په دې سره دغزني میړنی ولس وزوره وی اوخپله توره ورځ پرې یو ځل بیا حاکمه کړي.
ځکه ددوی په سرکې لااوس هم ددغه هیواد دواکمنۍ خوبونه شته اوتل په دغه خوب کې دشپی اوده کیږې اوسهارراپورته کیږې ماته هغه ټپه رایاده شوه چې وایي په تصورمې ځان پاچاکړو«چې سرمې جیږکړودټول کلي ملنګ ومه

دوي داځل ددغې ټپی په څیرپه خیالونواوخوبونوکې دځان له پاره ماڼۍ جوړه کړی وه اوویل یي چې مونږبه یوواربیا دغزني په تاریخي اوله قدامته ډک ښارباندې خپله واکمنی راولوترڅو دکابل اوقندهارلاره دمساپروپرمخ وتړو اوپر نورولایتونه به له دغه ځایه فشار راشي اوهغوي به خپله روحیه له لاسه ورکړي اومونږته به تسلیم شي.
خودوی خبرنه وه چې میړني ژوندي وی تاسی به حیالونه اوارمانونه له ځان سره ګورته یوسی بې له دې بله چاره نه لرې ځکه دوی برحقه اودولس اودین له پاره قراباني ورکوی .
دغزني امنیه قومندان وایي (تیره شپه په دولس بجودغزني ولایت په مرکزله څلورو
اړخونوطالبانوحمله وکړه چې دولتې ځواکونوپه میړانه ددوی برید ونه پرشاه وتمبول اودوی ته یي درنه مرک ژوبله واړه وله همدارز ده وویل طالبانوله لوګر،پکتیا اونور
ولایتونوڅخه ددغه برید له پاره طالبان راجمع کړي وه )
اوس باید دامارت مشران له ځانه څوپوښتنې وکړئ اودغوپوښتنوته به معقول شکل ځواب پیداکړي. هغه پوښتنې دادي اول ولی؟ اودڅه له پاره موپرغزني یرغل وکړ؟؟ دوهم دغه یرغل کې څومره عامل منفه ځایونه خراب شوه؟اوولی ؟څومره کوچنیا اوتورسرې مووزورولی؟ څومره کسان موپه دغه جنګ کې دلاسه ورکړه؟؟ اوولی مودلاسه ورکړه ؟

تاسی په ددغوپوښتنوځواب له کومه کړی ددي پوښتنوځواب خوله هغه چاسره وی څوک چې دضمیراوجدان درلودونکی وي. کله چې دیوانسان ضمیرمړوی هغه به دداسی ملی اواسلامي پوښتنوپروړاندی څنګه ځواب پیداکړي.
هیڅګله دداسی پوښتنوځوابونه له تاسی سره نشته اونه شی کولی چې دغوپوښتنوته ځواب پیداکړی .زه به له تاسی سره مرسته وکړم اودابه روښانه کړم چې دکوموموخوله پاره مو دبې کناه انسانانووینه تویه کړه.
هغه چاچې ستاسو به امرهرڅه ته غاړه ایښي وه به دې بهانه مودمرک خولې ته ورولیږل چې حوری اوغلمان دي خوخپله هیڅکله ددغوخوراوغلمانودلیدوپه موخه دجنګ اوجګړې ډکرته رانغلې ځکه ویره اوترس لري .
داول سوال ځواب که څه هم دمقالی په سرکې شته خودلته یې په بل شکل روښانه کوم تاسی ددي له پاره پرغزني پرید وکړچې دامریکاسره به خبروکې امتیازواخلی اوورته ووایي ګوره مونږغزني ونیولومونږیوځواک یو. خوله میړنیوځواکونونه وی خبر!داارمان موله خاوروسره خاوری شو. نیول خوپریږده آن دیوې ورځی له پاره ښار ته داخل هم نه شوي میاشت،هفته اوکال خوپریږده .
تاسي بلاکورونه اوهغه ځایونه چې دټول ملت سرمایه ګڼلی شو.به مرمیووویشتل داکارموددې له پاره وکړچې ملت ته خپل تیرظلم اوبربریت ورپه یاد کړي ترڅوددوی له یاده ونه وځي تاسې دملت غم نه کوي نودعامل منفه ځایونوپروابه څه وکړي .
تاسی له ورانې خوند اخلي اوهرڅه چې په مخه درشي هغه ورانه وي . ځکه بادر مو له دي ملت سره خپله زړه دښمني پالې اوتاسي ددغې دښمنې دپاللویوه ښه وسیله کرځیدلی یي تاسی دبودامجسمه ونه نړوله!!؟؟ چې یوه تاریخې اونړیواله مجسمه وه اوس مودبل تاریخي ښاردنړولوهوډ کړي وه خوخشبختانه چې داارمان موپوره نه شو.
اوس به دکوچنیانوخبرې ته راشوخو آفسوس داچاره مخکې هم تاسی ترسره کړي اوله دغه کاره خونداخلې داځل مودخپل خوند اخیستوپه موخه داسي څه وکړه چې شمردحسین داولادونو سره کړي وه .
ځکه شمردویرې خپرولوپه موخه دهغوي سرونه غوڅ کړه تاسې وحشت اوبربریت خپورکړترڅوولس وډارشي خوشبختانه چې میړني ځواک موجود وه ترڅو تاسېاوستاسی بادارانوته غاښ ماته ونکی ځواب درکړي اوداکاریي وکړ.نوربه دغزني دنوم په اورید به تاسی لړزه راځی .
تاسې کله ویلی چې زمونږدومره جنګیالي مړه شوی!؟ خیرنن به یي زه درپه یاد کړم. له سلوزیات وکړي مووژل شوی اوددی دوچنده موزخمیان دی که تاسی داوژل دروغ ګڼې راشی دغزني له واټونو مومړي پورته کړي داموغیرت دی چې ملګری مودجنګ په میدان کې مړه اوته ترې تښتیدلی یي.
داکوم غیرت شو چې خپل مړي په واټونواوسرګونو پریږده اوته ترې تښته !نه افغاني غیرت اونه اسلامي غیرت داچاره قبله وی چې دڅنګ ملګری دی ومری اوته ترې ښپي اوباسه یواځی دځان غم درسره دي دانوکوم رنګ مبارزه شوه اوپه کوموسترګو نوروملګروته وایې چې ماجنګ کړی تابه سلوکونوي تلفات ورکړل ترڅوغزني ونیسی خوخوب دې پوره نه شوسدآفسوس ستابه پریګړو.
رښتیا ته به وایې چې دادمیډیااوفیسبوکونوتبلیغات دي راځه له تبلیغاتوپه تیرشوراولیږه یوهیت چې دجنا بانومړي دې وشماری بله خبره ته خووایي دا جهاد دی کله چې جهاد دی ستامړی ولی بوی کوی ؟؟؟؟ولی لاپوره ورځ تیره شوي نه ده اوستادمړوبوي ښاربه سراخیستي دشهید مړی خوهیڅکله نه خرابیږې اونه بوی کوی .
کوره طالب جانه نوربه څومره ملت ته دوکه ورکوی اوخلک به دجهاد به نامه وژنی زمونږمیړني ځواک به ستادواکمنۍ خوب هیڅکله رښتیا ته پرینږدي ته باید له دغه جنګه لاس په سرشی له ولس بخنه وغواړه اوله دولت سره سوله وکړه اونوردغزني په څېردښارونودنیولوخوبونه هیرکړه دایوحیال دي اوخیال به پاتی شي
دملی ځواکونودلابریاوپه هیله