طالبانو چې شمیر يي سلګونو ته رسیده او د غزني ولایت سربیره د یو شمیر نورو ولایتونو هم دغه ولایت ته راټول شوي ول او اراده يي درلوده چې غزني ته سقوط ورکړي او د څو ساعته لپاره دغه ښار تر خپلې ولکۍ کې لاندي راولي .
خو خوشبختانه چې ونه توانیدل او د افغان سرتیرو د میړاني او سرښندونو په بدل کې تاریخي ماته وخوړه او سلګونه جنګیالي يي ووژل شول او په سلګونه نور يي ژوبل شول ، دوي داسي په شاه وتمبول شول چې د خپلو ملګرو جسدونه هم ترې د ښار په کوڅو او سړکونو کې پاتي شول .
ویل کیږی چې افغان امنیتي ځواکونو وړاندي تر وړاندي په دي اړه معلومات درلود چې کواګي طالبانو د غزني تاریخي ښار د نیولو هوډ کړي ، نو ځکه خو تیار ورته ګوته په ماشه امده ناستول .
کله چې طالبانو په غزني ښار د شپې په دولسو بجو د څو خواوو نه بریدونه پیل کړل نو افغان زړور سرتیري هم لاس په کار شول ، که څه هم په دغه وخت کې دښمن د بیلابیلو کړیو او خودغرضه خلکو پر مټ ډير اوازي او چغي جوړي کړي چې ګنې غزني ښار طالبانو سقوط کړي او پر نیولو يي بریالي شول ، خو د دغه هڅو سره سره چې موخه يي د افغان سرتیرو د مرال کمزوره کیدل ول ، بیا هم ونه توانیدل ، افغان سرتیرو د تل په څير خپل مرال د لاسه ور نه کړ او وسله والو طالبانو ته يي غاښ ماتوونکي ځواب ورکړ .
طالبان سره دي دې چې هر وخت له افغان ځواکونو ماته خوري بیا هم دا هڅه کوي چې کومه سیمه تر خپلې ولکۍ لاندي روالي او امریکا ته چې اوس ورسره د سولې په خبرو اترو اخته دي دا وښايي چې ګنې موږ قوي ډله يوو او هر څه کولاي شو ، د دي نه به زما په ګمان د طالب مشرانو هڅه دا وي چې که سوله وکړي نو ډير امتیازات به وغواړي ، خو فکر نه کوم چې طالبان دي د افغان زړورو سرتیرو په شتون کې دغه خوب رښتیا کړي کوم چې يي دوي هر وخت ګوري .
طالبانو سره ویل کیږي چې په دغه بریدونو کې يو شمیر بهرنیان هم ملګري ول چې د دوي جنګ تنظیمي کړي خو بیا هم ونه توانیدل لامل يي دا دي چې اوس افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او د هیڅ ډول زبر ځواک پروړاندي ماته نه مني .
ایا پوهیږي چې دغه ډلییز برید وړاندي تر دي چې مرسته کوونکي ځواکونه غزني ولایت ته ور ورسیږي ، خپله هلته مېشتو دفاعي او امنیتي ځواکونو طالبان په شاه تمبولي ول ، هغه څه چې تاسو په سویشل میډيا کې لیدل چې طالبانو داسي وکړل هغسي يي وکړل دا توره يي وکړه هغه توره يي وکړه ، هههههه په اصل کې يي هیڅ توره ونه کړه د سلګونه تلفاتو په لیدلو سره سره يي يو تاریخي ماته وخوړي چې که دغه ماته يي پر یاد وي بیا ځلې به داسي د يوه لوي ښار د نیولو هڅه ونه کړي .
دغه ماتې د طالبانو مرال دومره ضعیفه کړ چې د هیواد په نورو سیمو کې يي هم د معلوماتو له مخي يو شمیر سیمي پرېښودي او ښپې يي تر سپکې کړي ، فکر کوم دا ويره يي درلوده چې کواګي دلته هم ژوندي نه پاتي کیږو او د افغان پوځ په لیکو کې زړور سرتیري به مو د مرګ تر کومي ورسوي .
يوه خبره چې غواړم روښانه يي کړم هغه دا چې طالبانو په دغه جګړه کې هم د خپل عادت له مخې د ځاي خلکو په کورونو او دوکانونو کې ځان پټاوه ترڅو هلته بچ شي ، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډير مهارت سره هلته هم وسله وال طالبان پرې نه ښودل او د مرګ تر کومي يي ورسول .
اوس ویل کیږي چې په ياد ښار کې د طالبانو په لټه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پراخه تصفیوي عملیات پر لاره اچول شوي ترڅو طالب نومي يو هم تر پاتي نه شي ، که کوم وي چې وينیسي او د قانون منګولو ته يي وسپاري .
افغان سرتیری اوس هغه سرتیري نه دي بلکې اوس روزل شوي او ښو او مجهزو وسلو سمبال دي ، چې کولاي شي د هر ډول دښمن پروړاندي لکه سپر ودریږي او ورته داسي تاریخي ماته ورکړي لکه چې اوس يي په غزني کې وسله والو طالبانو ته ورکړه .
د دي ورخوا دغه ځواکونه هر ورځ او شپه د خپلې خاوري او هیوادوالو د هوسایني لپاره په پوره میړاني سره دنده ترسره کوي او په يوه ملي جذب د دښمن پروړاندي جنګیږي ، چې ماته نه مني بلکې ماته ورکوي او دښمن په تېښته هم نه پریږدي .
خو دا چې افغان سرتیري دومره قرباني ورکوي او دومره سترې ميړاني ترسره کوي نو ولس ته هم په کار ده چې تل د ځپلو سرتیرو ملاتړ او حمایه وکړي ترڅو دښمن تل نیست او نابود اوسي
د افغان زړور اتلانو د بریاوو په هیله