۱۰ مارچ ۲۰۱۷=۲۰ کب/حوت ۱۳۹۵هجري لمریز 

zirakyar1234@yahoo.com  

روڼ  آنـدی بودا په کایلاوستو[نیپال] کې د موسی(ء) له مړینې نه نږدې ۷۰۰کالونه وروسته زیـږېدلی و(نږدې ۵۶۳ ق.م.) او نږدې په ۴۸۰ ق.م. کې  یې له  نړۍ سترګې پټې کړې وې. هغه  د سکیا قوم  د  مشرپه کور کې زیـږیدلی  و. ولولئ د امریکایي اکاډمیسن او  د تاریخ د  پوهاند ولپیرت کتاب 

Stanley Wolpert, A New History of India (1982 ed.). 

د یویشتمې پیـړۍ تمدن  د خـپـل لومړي کال په  توده  او اوږده جګړه کې د ۲۰۰۱  د اکتوبر  له ۷ نیټې  راهیسې یرغمل شو.  زموږ انسانانو په وینا کې هم د روغتیا او  شفا په ځای د باروتو وږمې جاله جوړه کړې ده، او کــړکـیچـن شعـور د انسان انسانیت ته مورچل نیولی دی.  زړه سوانـدتیا،  مینه  او  متقابل درناوی د یویشتمې پیـړۍ د وحشي شوي انسان له  ځانګړتیاو نه کډوال شوي دي. د هرچا په توصیه او مشوره کې، د مشورې او روغ نیت په ځای  تــاوتــریخوالی او شـډله  وینا دېـره شوي  دي.  

الفاظ  د دې تومنـه لري چې ګټه یا تاوان ورسوي. په  روغ شعـور او عــقـل انسان ځان د انسانیت او میـنې لار ته سـمــولی شي. موږ د خپلې کم فکرۍ  او خپلې ویــنا لپاره حساسه تــله نــه لـرو. موږ د زړونو  د خوښۍ لپاره د زړه له  کومي پـیـغام نـــه لـرو.  زموږ احساس او شعـور پـه اوسنـۍ مادي نړۍ کې یرغـمـل  شوي دي.  

بـودیـزم د انسان په خپله  تجربه، اخلاقـو، لارښـودنه او سترګه ورتوب (بصارت) را چـا پیر دی.  د چا  تسلۍ ،  روحانـیــت  او تعـصب ته پـکـې اړتــیـا نه لیـدل  کیــږي. په دې ډول  بودیــزم د هـرچا  هـغــه خپـل سـرې  عــقـیـده ده چې د کوم خالـق عــبادت پکې ځای  نـــلـري. هوښیارتیـا او روښـانـتـیا د بـوديـزم دوه  غـټـې ستـنې دي. انګــرېــز ختــیـزپــوه او فیلسوف الان وَټـس* په دې آنـد  دی چې بــودیـزم نه فــلسـفه ده، نه  دین. بلکې هـغـه څه ته  ورته برېــښــي چې په  لويـدیــزه  

نــړۍ کې ورته ساه درملنه (سـایکـو تـیـراپـي) ویل کیـږي. په دې ډول بـودا یو  ځانګړی ساه درملګر و. الان وټس وایي چې بودیزم  دیــن  نه دی، عقـیدوي نظام نه  دی. بلکې له عـقـیدو نه په خـپــلواکۍ ولاړ دی. بودیــزم عـمـل او تـمــریـن دی. اوس به مو د بودا د یو څو اقـتباسونو سره اشنا کړم 

*) Alan Watts (1915-1973) 

 

د  بودا خپله وینـا 

 

«موږ هغسې  کیـږو چې فکر یې  کوو».  

“What we think, we become” 

«لکه شمع چې بې له اوره نشي سوځـيدلی، انسانان بې له معنوي ژونده  ژونـد نشي کولی». 

“Just as a candle cannot burn without fire, men cannot live without a spiritual life.” 

«درې  شیان د اوږد وخت لپاره پټـیدلی نشي: لمر، سپوږمۍ او حــقیـقــت». 

“Three things cannot be long hidden: the sun, the moon, and the truth.” 

«ارت زړه، له  مینې  ډکه وینا، د خدمت او زړه سوانـدتیا ژونـد هغه څه دي چې انسانیت راتازه کـوي.» 

“A generous heart, kind speech, and a life of service and compassion are things which renew humanity.” 

«تاسې به  د خپل  غضب له امله مجازات نــشـئ ، بلکې د خپل غضب په واسطه به  مجازات  شئ.» 

“You will not be punished for your anger, you will be punished by your anger.” 

«صلحه له دنـنـه راځي، بـهـر یـې مـه لـټـوئ.» 

“Peace comes from within. Do not seek it without.” 

«له زرو تـشـو الفاظـو نه، هغه یو  لـفظ ډېـر ښه دی  چې سوله راولي.» 

“Better than a thousand hollow words, is one word that brings peace.” 

«ذهــن/فکر هر شی دی. تاسې هغه څه کـیـږئ چې فکر یې کوئ.» 

“The mind is everything. What you think you become.” 

«نفرت د نفرت له لارې پای ته نه رسیـږي، خو یواځې د  مینې له لارې؛دا تلپاتې قاعده  ده.» 

“Hatred does not cease by hatred, but only by love; this is the eternal rule.” 

«روغتیا خورا غټه تحفه ده،رضایت خورا غټه شتمني ده، یو اعتمادي ملګری خورا ښه خپلوان دی، آزاد ذهن  خورا غـټه نیکــبـختي  ده.» 

“Health is the greatest gift, Contentment is the greatest wealth, a trusted friend is the best relative, Liberated mind is the greatest bliss.” 

«ستاسې خورا بد غلیم درته دومره ضرر نشي اړولی لکه ستاسې خپل بې غوره فکر یې چې درته اړوي.» 

“Your worst enemy cannot harm you as much as your own unguarded thoughts.” 

«غضب  ساتل د زهرو څښلو ته ورته دي، او توقع لرئ چې بل څوک به مړ شي.» 

“Holding onto anger is like drinking poison and expecting the other person to die.” 

«د بشري ژوند  په اوږده سفر کې عـقیده له خورا ښو  یارانو څخه ده.» 

“On the long journey of human life, faith is the best of companions.” 

«د موجودیت  ټول پټ راز دا دی چې وېـره  ونـلــرئ.» 

“The whole secret of existence is to have no fear.” 

«په  ټول مخلوق مهربان اوسئ؛ دا خورا ښه  دین  دی.» 

“Be kind to all creatures; this is the best religion.” 

«روغه دا  ده چې منـفور وئ ځکه همدغـسې یاستئ، نسبت دېته چې نورو ته ګران وئ که  څه  هم  دغسې نه  یاستئ.» 

“It is better to be hated for what you are than to be loved for what you are not.” 

 

پــایــــــله 

بودا په څرګنده ژبه وایي چې نه  غـواړي  عـبادت  یې وشي، خــو  د دې هـــیله لـري چې کـه  لارښودنو ته یې پام وشي. داسې بـرېـښي چې بودیـزم د فـلسفـې او دین  په مینځ کې میــنځګړې مفکـوره  یا فـلـسفه ده. د شلمې پـیـړۍ نامتو فـزیکـپـوه  آلــبرت آینـشتـایـن  لیکي چې «که چیرې کوم دین د نوو علمي اړتـیـاو سره پوخـلا شي، هـغه به بودیـزم وي.» 

“If there is any religion that could cope with modern scientific needs, it would be Buddhism.”- Albert Einstein