‎سیاسیونو سره د ولسمشر ناستې
ډېوه افغان
‎ملي ګټې د یوه هېواد هغه اړینه برخه ده چې له ولسمشر څخه نیولې سیاسیون، او ټول عام وګړي یې باید ورته ژمن او وفادار واوسي.
‎ د هیواد ملي واکمنۍ، د ځمکې بشپړتیا ، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه دفاع .
‎ د هیواد پرمختیا ، ترقي، عدالت او سوله.
‎ د جګړې، ګډوډۍ، نفاق پر خلاف مبارزه.
‎ د هیواد د قومونو او ملیتونو تر منځ د یووالي او اتحاد د ټینګښت د ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډ مسوولیت دی ، خو ددې مواردو په تطبیق کې سیاسي مشران، دیني عالمان، قومي سپيږیري ‌‌‌‌‌‌ډېر بارز رول لوبوي.
‎ولسمشر غني، یادو شویو مواردو ته د ژمنتیا په موخه، او د هېواد سولې او ثبات په خاطر په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو سره مشورتي ناستې ترسره کوي، چې دا ناستې د افغانستان په ښه راتلونکي او سوله کې اړینه بلل کېږي.
‎دا چې زموږ هېواد یووالي ته اړتیا لري نو ولسمشر دې اصل او اړتیا ته په کتو د ولسونو د ارمانونو مطابق حرکت کوي.
‎دا ‌‌‌‌‌‌ډېر اساس او ناز وخت دی ، یو طرف د سولې خبرې روانې دي، بل طرف د ولسي جرګې ټاکنې پر مخ لرو ، بل طرف دښمن مو هڅه کوي، یو خوا د افغانستان د ټولو فومونو یووالی له منځه یوسي، بل خوا مو دښمن غواړي، په افغانستان کې جګړه توده وساتي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې روزي او تمویل کوي یې.
‎دښمن مو هڅه کوي چې هم د ټاکنو پروسه او هم د سولې خبرې خرابې کړي.
‎اوس اړتیا ده چې هر راز سیاسي اختلافات یو طرف ته شي، د ملي ګټو په خاطر په افغانستان کې ملي حرکتونه پيل شي.
‎موږ باور لرو انشاءالله زموږ سیاسیون به هم هغه څه کوي چې د ولس ارمانونه ورسره تړلې وي.
‎دا چې ولسمشر
‎د افغانستان له بېلا بېلو سیاسي مشرانو سره یې مشورتي ناستې ترسره کړي، دا د افغانستان د خلکو په ګټه دي، دا راز ناستې به انشاءالله د حکومت په وړاندې باورونه لا زیاد کړي ، او د افغانستان ټول خلک به هغو ارمانونو ته رسېږي چې په زړونو کې یې دا کلونه پټ پاتې شوي.
‎موږ د همداسې یوې ورځې په هیله یو چې د افغانستان ټول قومونه او سیاسي مشران د حکومت سره مټ په مټ د یوه پياوړي، مقتدره او پرمختللي نظام په خاطر کار وکړي، ملي ګټې په شخصي ګټو لوړې وګڼل شي.
‎ځکه چې همدا د یوې ټولنې او هېواد د پاره یو اصل او لومړنی شرط ګڼل کېږي.
‎د نړۍ هر پرمختللی هېواد د سیاسیونو او عامو وګړو په مټ لوړو پرمختګونو ته رسېدلي، دا د هر پرمختللي هېواد یو شعار او اصل دی چې دوی ملي ګټې تر شنصي ګټو لوړې ګڼي، او ټول په یوې موخې یعنې د هېواد د آبادۍ، او ملي ګټو خوندیتوب د پاره کار کوي، هغوی سره دا مفکوره نشته چې خپل موجوده نظامونه ړنګ کړي، بلکې هغوی غواړي شته او برحاله نظامونه لا پياوړي کړي ، تر څو یې راتلونکو
‎نسلونو ته سهولتونه او خوشبختۍ ورپه برخه کړې وي.
‎که چېرې زموږ د هېواد عام ولس، سیاسي مشران د موجوده نظام په خاطر لاس سره یو کړي باور لرمه چې موږ به هم د نورو هېوادونو په څېر پرمختګ لرو.
‎موږ یو پياوړی ولسمشر ښاغلی اشرف غني لرو، یو څه چې کم دي هغه د ټولو کلکه اراده چې له دې پياوړي ولسمشر سره څومره همکار کېدلی شي چې له موجوده ستونزو څخه ووځو.