د ایرنا خبري اژانس ریپوټ ورکړې چې تیره اوونۍ د بلوچستان په جنوب لویدیځ کې د پاکستان او ایران د تفتان پولې ته څیرمه ۱۲۹ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال چې ایران ته اووښتې وو، د ایراني چارواکو لخوا بیرته پاکستان ته وسپارل شول.

د ایرنا خبري اژانس د دغه ریپوټ په حواله، یاد پاکستانیان د ایران په بیلابیلو ښارونو کې نیول شوي ول. یادو کسانو د سفر هیڅ ډول قانوني اسناد په لاس نه درلوده او په ډیر باور ایران ته په دې موخه راغلې وو چې له دغه هیواده د اروپا په لور حرکت وکړي.

د ریپوټ په اساس، بیرته ستانه شوې کډوال به پاکستان کې د ابتدايي تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته د نورو څیړونو لپاره د دغه هیواد د فیدرالي تحقیقاتو ادارې ته وسپارل شي.

د ایرنا خبري اژانس د دغه ریپوټ په اساس، هر کال په سلګونو شمیر پاکستانيان اروپا ته د تګ په موخه په ناقانونه ډول ايران ته ننوځي او يا هم د ننوتلو هڅه کوي، خو ډیری وختونه هغوۍ د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي او بیرته یې پاکستان ته ستنوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه ستونزه تاییدوي. د دغه وزارت ویاند، محمد فیصل وايی، ایران او پاکستان د سرحدونو په اداره کولو کې او پر پوله د غیرقانوني اووښتونو څخه د مخنیوې په خاطر د همکاریو پر پیاوړتیا له څه مودې راهیسې کار پیل کړې.

نوموړی وايی، دواړه هیوادونه هڅه کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.