د کمبودیا لومړي وزیر (هون سین) تیره چهارشنبه له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، حکومت یې د دې چمتووالې نیسي چې د ۲۰۱۴ کال د تړون په اساس د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو څخه یو شمیر نور کډوال کمبودیا کې میشت کړي.

نوموړي وویل، « د استرالیا له لومړي وزیر مالکم ټرنبل سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته ویلې چې کمبودیا چمتو ده ترڅو له استرالیا څخه نور کډوال د بیامیشتیدنې لپاره ترلاسه کړي.»

استرالیا او کمبودیا په ۲۰۱۴ کال کې یو دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړې وه چې په اساس یې د استرالیا حکومت کمبودیا ته ۵۰ میلیونه ډالر په دې موخه ورکړې وه چې د استرالیا له سمندري توقیف خونو څخه به یو شمیر کډوال کمبودیا کې ځای پر ځای کوي.

ټاکل شوې چې یاد تړون په راتلونکو دریو میاشتو کې پای ته ورسیږي او دا چې آیا له کمبودیا سره به دغه تړون بیا وغځول شي او که نه؟ په دې اړه د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن خبریالانو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې.

د ریپوټونو په اساس، تر دې دمه د یاد تړون لمخې د استرالیا حکومت د یوازې ۷ تنو کډوالو پر انتقالولو کمبودیا ته توانیدلای، چې له دغه جملې یوازې ۳ تنه یې په دغه هیواد کې پاتې شوي او ۴ تنه نور بیرته خپلو هیوادونو ته تللي.

د ډیرو په باور دغه تړون د استرالیا د حکومت یوه ستره ناکامه هڅه وه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د سمندري توقیف خونو د کډوالو له کړکیچ څخه د خلاصون په پار ترسره کړه او باید د دویم ځل لپاره تمدید نشي.