‎زموږ امنیتي ځواکونه تل مرګ ته غېږه ورکړې!
‎ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېر خوږ دی ، هر انسان غواړي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژوند وکړي، هر انسان هڅه کوي چې ځانونه داسې ځای ته ورسوي چې هلته امن وي، هر انسان هڅه کوي چې کورنۍ یې په سهولتونو کې ژوند وکړي، هر څوک هڅه کوي چې ښې جامې واغوندي، ښه خواړه وخوري، ښه موټر کې وګرځي.
‎هر څوک هڅه کوي چې آرام وکړي، د شپې له هرې وېرې پرته خوب وکړي، ماشومان یې ښوونځي ته لاړ شي، او بالاخره هر انسان خوښي غواړي.
‎دا چې مرګ حق دی خو بیا هم
‎کوم ځای چې د مرګ خطرات وي هلته څوک نه ځي .
‎ولې زموږ امنیتي ځواکونو تل مرګ ته غېږه ورکړې ، دوی تل هڅه کړې چې د خپل سر په قیمت د نورو ژوند وژغوري، زموږ امنیتي ځواکونو کله هم ځانونه تر نورو بهتر ندي ګڼلي،
‎دوی تل په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختو ستونزو کې ددې خارې د عزت ساتلو په خاطر قرباني ورکړې.
‎ننګرهار کې د ملي اردو یو اتل سرتېري خپله قرباني ورکړه او لسګونه کسان یې له مرګ وژغورل.
‎دا قرباني د هغو کسانو لپاره شرم دی چې اوس هم په دې ملت سیاسي تجارت کوي او خپلو بادارو بهرنیو استخباراتي کړی ته جاسوسي، او د هغوی غلامي کوي.
‎او هره ورځ یې له خبرو د تعصب او شخصي ګټو بوی راځي.
‎دلته له قومي او سیاسي ټیکدارانو پرته هر افغان دېته چمتو دی چې د دې هېواد لپاره قرباني ورکړي او انشاءالله چې دا قربانۍ به رنګ راوړي.
‎ځکه چې اوس هم ددې وطن اصیلو بچیانو کې هېوادنۍ مینه ژوندۍ ده، اوس هم ددې هېواد سرتیري په دې وطن او خلکو سرونه ورکوي.
‎تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې کې د د ملي اردو سرتیري، محمد عمر یو ځانمرګی بریدګر تر پېژندلو وروسته ، خپله غېږه کې ونیوه او ځانمرګي خپلو منفجره موادو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې زموږ د هېواد اصیل بچی په شهادت ورسېد،
‎دا اتل سرتېری مو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځوان وُ، ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې یې لرلې ، ولې خپلې هیلې او ځواني یې د ولس د ژوندي پاتې کېدو په خاطر تر خاور لاندې کړلې.
‎د شهید محمد عمر په څېر زرګونه امنیتي ځواکونه او اتلان لرو چې د دښمن په وړاندې له دې پاکې خاورې او ولس څخه د ساتنې پر مهال په شهادت رسېږي.
‎اوس نو ټول افغان ولس ته پکار ده چې ددې اتلانو د مورال د لوړېدو په خاطر ترې ملاتړ وکړي، هغه کورنۍ یې چې بې سرنوشته او بې سرپناه پاتې کېږي د هغو لاسنیوای د وکړي، تر څو ددې شهیدواتلانو کورنۍ ژوند په بد حالت کې پاتې نشي، او ماشومان یې له زده کړو بۍ برخې نشي، که زموږ ولسونه ددې شهیدو اتلانو عزت غواړي نو ددې اتلانو کورنیو ته د عزت ورکړي، تر څو په ټولنه کې د غرور ژوند وکړي.
‎شهیدو اتلانو ته له الله ج څخه جنت غواړم کورنیو ته یې د زړه صبر او دښمن ته تل بربادي غواړم
‎د یو موټي ، سوکاله افغانستان په هیله .
‎مینه منګل