‎د قومونو یووالی.
‎لیکواله : ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌پښتنه کلیواله.
‎یووالی د یوې ټولنې اصل جوړوي، که چېرې موږ نورو پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو د ټولو قومونو د یووالي په اساس جوړ شوي، او پرمختګ یې کړی ، په نورو هېوادونو کې خلک ځانونه ی قومونو نه ویشي ، ځکه چې هغو ته خپل هېواد ګران دی او ملي ګټې ورته اړینې دي، د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول هندوستان هېواد د سترو صنعتي او پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي .
‎په هندوستان کې خلک په سلګونه مروجو ژبو باندې غږېږي، ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول مذاهب پکې شتون لري، اقتصاد یې په مختلفو سطحو کې دی ، نفوس یې د نړۍ په کچه دوهمه درجه کې راځي ، ولې هلته قومي، مذهبي ،ژبني، او نژادي تعصبات نشته ، هلته که اهل هنود دي، که مسلمان دي، که د نورو مذاهبو لارویان ،ټول د یوه خپلواک او پرمختللي هندوستان د پاره فکر او کار کوي، بل مثال روسیه یادولی شو ، روسیه د نړۍ په کچه یو لوی او پرمختللی هېواد دی ، ‌‌‌‌‌هلته هم ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر ملیتونه شتون لري، هلته هم ملیتي خبرې څوک نه کوي روسان هم د خپلو ملي ګټو په خاطر په یوه نوم خپل غږ پورته کوي، همداسې د نړۍ ټول پرمختللو هېوادونو کې وګړي یې د خپل هېواد د پرمختګ او د پياوړي نظام د جوړښت په خاطر خدمت کوي، سیاسیون ، یې که سیاسي ګوند جوړوي، او که اپوزیسیون ، دولت دی ، که ملت ټول یوه موخه لري چې داسې څه وکړي تر څو هېواد یې پرمختګ وکړي او نظام یې پياوړی شي.
‎ ولې بدبختانه په افغانستان کې د یوه دین ، د اسلام مبارک دین لارویان نه یو کېږي ، تل قومي، او ژبني مسایلو ته لمن وهل کېږي.
‎ځيني قومي فاشیستې څېرې د افغانستان د درنو قومونو په استازیتوب را پاڅېږي او ولس د قوم او ژبې په نوم. یو د بل په وړاندې دښمنۍ ته تحریک کوي، او د قومونو یووالي ته ضرر رسوي، دا لړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه کېږي چې روانه ده بدبختانه ځيني ولسونه هم په دې مکرجنو پسې ځي او زندباد نارې ورته وهي.
‎موږ ولیده چې د همدې پرديپالو کړیو د لاسه تر ننه موږ د یوه مقتدره نظام څښتن کېږو نه .
‎اوس یې وخت دی چې د افغانستان ولس بدون د قومي او ژبني تعصب څخه د یوه پرمختللي افغانستان د پاره یو ځای کار وکړي، کله چې د افغانستان قومونه ځان افغانان وبلي او صرف د افغانستان د جوړښت په خاطر کار وکړي زموږ هېواد هم د نړۍ په کچه پرمختګ کولی شي.
‎موږ خوشبختانه یو مقتدره، اسلامي، او ولسي نظام لرو ، اړتیا نشته چې پردیپاله کړۍ د زموږ څخه د ځان په ګټه کار واخلي، هغه ملاتړ چې د پرديپالو کوو د هغو پر ځای د د افغانستان د ولسمشر خدمت او ملاتړ وکړو چې شپه او ورځ د افغانستان د پاره کار کوي.
‎د افغانستان ټولو ولسونو ته ځينو سیاسیونو امتحان ورکړی ، او هغه سیاسیون په خپلو آزموینو کې دا ثابته کړې چې څومره د افغانستان او افغانانو سره یې خیانت کړی ، هغوی چې هغه وخت افغانان نه شول او ملي ګټې ورته بې ارزښته وې اوس هم نه افغانان کېدای شي او نه به د افغانستان په ګټه کار وکړي، پکار ده چې ولس ددې اشخاصو ملاتړ پرېږدي، او صرف د یوه ښکلي افغانستان د پاره د حکومت هملاسي شي، نو لرې نده چې زموږ هېواد به هم د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.