له امریکایانو سره په مذاکراتو کې د قوي دیپلوماسي اړتیا
عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
د تیر ۲۰۱۷ کال د جنوري په شلمه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له واک ته رسیدو سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د سپینې ماڼۍ د وروستي دریځ تمه کیده.
د تیر اګست په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ پوځي ستراتیژي د دغه منفي دریځ پیلامه وه چې په فغانستان کې د بمباریو په تشدید او په جنګي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د مزیدو صلاحیتونو په ورکولو ، شپنیو عملیاتو بیا پیلولو او له کابل حکومت سره د پوځي او تسلیحاتي مرستو په تر سره کولو سره پیل شوه.
خو د ټرمپ د جنګي ستراتیژي له دغه ټول جنګي تشدد سره سره سږکال د تیرهغه په پرتله هم طالبان په پوځي لحاظ ډیر پرمختګونه لري او هم د کابل حکومت په سیاسي ، پوځي او اداري لحاظ تر پخوا ډیر متزلزل، شیندلی او له پوځي لحاظ ناتوانه شوی دی.
چې د دغه واقعیت په لیدو سره بالاخره امریکايي ولسمشر او د هغه پوځي ټیم دا خبره درک کړه چې نور باید په افغانستان کې له طالبانو سره د جګړې او تشدد په ځای له هغوي سره د تفاهم او خبرو لارغوره شي..
هماغه وه چې دغه امریکايي درک د لومړي ځل لپاره د روان میلادي کال د جولای په پنځلسمه نیټه د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپانې لخوا منعکس او یادې ورځپانې خبر ورکړچې د سپینې ماڼې ادارې له امریکايي دیپلوماتیکو مراجعو څخه غوښتي چې له طالبانو سره د مذاکرتو او مخامخ خبرو هڅه وکړي.
دا چې اوس د افغانستان د موجوده وضعیت په درک کولو سره امریکایان حاضرشوي چې له طلبانو سره مخامخ خبرې وکړي طالبانو ته په کار ده له دې فرصت نه په استفادې سره د ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف صاحب په خبره د یوې قوي او معقولې دیپلوماسي له مخې دغو مذاکراتو ته داخل او د پرمخ وړلو لپاره داسې ستراتیژي جوړه کړي چې هم د افغانستان د لانجې په هواري کې مؤثریت ولري او هم پر امریکایانو باندې خپلې مشروعي غوښتنې په معقول انداز ومني.
ځکه امریکایانو چې اوس له طالبانو سره د مخامخ لپاره کوم موقف نیولی دی هغه یې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې او له افغانانو سره د حُسن نیت له خاطره نه ؛ بلکې د افغانستان مکاني او زماني شرائط دي چې هغوی یې دغه ډول موقف ګیري ته اړیستلي دي.
امریکایان اوس هم غواړي خپل هغه مقاصد کوم چې د جګړې په زور یې تر لاسه نه کړای شول د همدې مذاکراتو وسیله تر لاسه کړي ؛ ځکه نو طالبانو ته په کارده چې له هغوی سره د یوې قوي او معقولې دیپلوماسې له مخې وارد عمل شي.
د دیپلوماسي قوت او معقولیت ځکه په کار دی چې متعددو تاریخي وقائعو او تجاربو دا ثابته کړې چې مسلمانانو په ډیرو ځایونو کې پوځي میدان فتحه کړی خو له دښمن سره د سیاسي تفاهم او د نظام جوړونې میدان یې بایللي دی چې ښکاره بیلګه یې د افغان ولس هغه بریاده چې د پنځلس لکه شهیدانو د وینو په قیمت یې د شوروي اشغالګرو په مقابل کې تر لاسه کړه خو د سیاست او نظام جوړونې په ډګرکې بیرته داسې وبایلله چې اسلام، جهاد، مبارزې او ټولو دیني ارزښتونو ته ورکي سپکاوی وشو.
اوس چې بیا د امریکايي اشغال په مقابل کې افغان ولس د ډیرو قربانیو او ۱۷ کلن جهاد په پایله کې د پوځي بریا درشل ته رسیدلی طالبانو ته په کار ده چې له تیرو ترخو تجربو څخه په استفادې سره باید ډیر په محتاطانه ډول په دې حساس پړاو کې قدام واخلې هسي نه چې خدای مه کړه دوی هم د پخوانیو جهادي مشرانو په برخلیک اخته او د افغان ولس بیساري قربانۍ دوباره د اسلام ، جهاد او دیني ارزښتونو د سپکاوي لامل شي.

طالبان باید څه وکړي؟
الف : تر هرڅه وړاندې طالبان باید دد غو مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره داسې قوي مذاکراتي ټیم تیارکړي چې هغه هم د دیپلوماسي په نزاکتونو بلد او هم په پوځي لحاظ د طالبانو د پوځي تغلب استازیتوب وکړي.
باید په دې مذاکراتي ټیم کې له دیپلوماتیکو اشخاصو سره یو ځای هغه پوځي قومندانان هم یوځای کړې چې عملا په تیرو ۱۷ کلونو کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره جنګیدلي دي.
سره له دې چې دا خبرې په ښکاره سیاسي او دیپلوماتیکې خبرې دي مګر امریکایان هغوی ته د مقاومت د پوځي بریا له وجې حاضر شوي نو د دې لپاره چې د خبرو پایله د مقاومت د غوښتنو مطابق تر سره شي په هغوی کې د مقاومت د پوځي جهت هم حاضروي.

ب : مذاکراتو لپاره د موضوع ټاکنه او د وخت محدودیت
د مذاکراتو لپاره د موضوع او وخت محدودیت د مذاکراتو د بریالیتوب ، قاطعیت او موثریت اساسي شرائط دی.
دا چې له امریکایانو سره د ۱۷ کلن اشغال د هواري موضوع ډیرابعاد لري ښایي د هغې په ټولو ابعادو خبري کول او بیا ورته حل لاره پیدا کول او بیا پرهغه باندې د طرفینو لخوا هوکړې ته رسیدل ډیري میاشتې وخت واخلي .
نو د دې لپاره چې اصلي مذاکرت په یوه مثمره نتیجه باندې منتج شي باید د اصلي مذاکراتو په غرض اصلي غونډې په مرحله وار شکل درجه بندې او د هرې مرحلې د ناستې لپاره هم ټاکلی عنوان تعین شي او هم یې د ترسره کیدو زماني واټن قید شي.
که له امریکایانو سره په مذاکراتو کې د هغوي د ترسره کولو لپاره وخت محدود نه کړاي شي امریکایان حتما له دې لامحدویت څخه سوء استفاده کوي.
نو د مذاکراتو مرحلې ته تر داخلیدو وړاندې باید د هغو د تر سره کولو لپاره هم د هغې مرحلې لپاره مشخصه موضوع وټاکل شي او هم یې زمانی وخت محدود کړل شي.
که د مذاکراتو د هرې مرحلې لپاره موضوع او وخت محدود نه کړای شي بالاخره به له دې مذاکراتو څخه هم د فلسطیني ادارې او اسرائلو ترمنځ د مذاکراتو هغه لایتناهی سلسله جوړیږي چې له لسګونو کلونو تیریدو وروسته هم د هغو د شروع او د پای د نقطې درک نه لګیږي، بلکې چې له ۱۹۶۷ راپدیخوا پیل شوي تر اوسه همداسي بي نتیجي دوام لري ، د صائب عریقات په نوم مرکچي چې هرځل له اسرائلي جهت سره مذاکرات پیلوي فقط دی ورکي نوي چشمکې (آینکي) په سترګو کړي نور یې نه د مذاکراتو نتیجه ښکاري نه یې د نتیجې تعمیل. چې د همدې لا محدودې مذاکراتي سلسلې له وجې فلسطیني قضیه ورځ تربلې ستونزمنه او وروستي پایله یې دا شوه چې امریکا ورکې خپل سفارت ختیځ بیت المقدس ته ولیږداوه.
امریکایان غواړي عین تکتیک له طالبانو سره هم په مذاکراتو وکاروي، هغوی همدا اوس له طالبانو سره د عادي کتلو پروګرام هم په رسنیو کې د مذاکراتو په نوم اعلان کړی، خو داسې مذاکرات چې نه یې موضوع مالومه ، نه وخت او نه نتیجه ، او کله چې دا عادي کتل د مذاکراتو په نوم اعلان کړي ور پسي په افغان ولس کې د تشویشونو ایجادولو لپاره د تبلیغاتو هنګامه پیل کړي، کله اوازې خپروي چې طالبانو ته څو ولایتونه سپارل کیږي ، کله وايي چې طالبانو ورسره په مذاکراتو کې د امریکايي اډو موجودیت منلی او کله د مذاکراتو پر سر د امریکایانو او پاکستان ترمنځ سیالي او کله ...امریکایان دا هرڅه د دوو هدفونو لپاره کوي :
۱- له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو بي اغیزه کول.
۲- په ولس کې د تشویش په ایجاد ولو سره هغوی پر طالبانو بي باوره کول.
ځکه نو له همدې مهمو مذاکراتو څخه د امریکایانو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره باید حتما د هغو د هرې مرحلې لپاره موضوع تعین او د تر سره کیدو وخت یې قید کړای شي.
او هره پریکړه چې د طرفینو ترمنځ کیږي طالبان باید هغه په رسمي ډول د خپلو رسمي خبریالانو له خولې اعلان کړي، چې په دې سره د امریکایانو د هر ډول استفاده جويي او ناوړه تبلیغاتو مخه ونیول شي.

ج: طالبان باید خپلې غوښتنې کره او معقولې کړي.
دا چې تر اوسه پوري طالبان او امریکایان د مذاکراتو لپاره د تیاري په حال کې دي او لا مذاکراتو ته داخل شوي نه دي نو طالبانو ته په کار ده چې اصلي مذاکراتو ته تر داخلیدو وړاندې هغوی ته خپلې معقولې غوښتنې سنجول شوي وړاندې کړي.
طبعا په دغسي تفاهمي خبرو کې د طرفینو ترمنځ غوښتنې په ډیره لوړه کچه مطرح کیږي چې بیا ورباندې چني وهل کیږي ، بحثونه ورباندې کیږي او په اخیر کې پر نهايي پریکړې توافق کیږي.
لهذا طالبان باید د خپلو غوښتنو په تعین کې ډیرغور او دقت وکړي هره غوښتنه باید له مختلفو ابعادو وسنجوي او بیايي د مطالبو په لیست کې شامله کړي.
داسې غوښتنې چې هغه اصلا غیر مهمې او د افغانستان په قضیه کې محورې رول نه لري له سره د خپلو مطالبو په لیست کې درج نه کړي ، د بیلګې په توګه له تورلیسته د طالب چارواکو نومونه ایستل، د دفتر پر سر د بیرغ یا رسمي لوحې نصبول ، دفتر په رسمیت پیژندل او...
دا ټولې داسې غوښتنې دي چې په مطرح کولو سره یې هماغه د تغلب صفت متضرر او په لوی لاس امریکایانو ته تفوق ورکول کیږي.

د : د طرفینو د مذاکراتي ټیمونو د غړیو منصب او تشخص باید معلوم وي.
د مذاکراتو د موثریت او کامیابي اندازه د مذاکره کوونکي ټیم د اعضاوو له موثریت او تشخص څخه ښکاریږي.
د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتي پروسه کي داضروري ده چې په هغو کې دبرخوالو لوریو معرفي او د هغو منصب او وظیفوي مسؤلیت باید مشخص وي .
په دې تشخیص سره طالبان دوه کاره کولای شي:
لومړی: د هغو ګڼکپانو د استفاده جویی مخه باندی نیول کیږی چي د مذاکراتو په مهال یا د سیاسی استفاده جویی او یا هم د امریکایانو لخوا د مذاکراتو په اړه د اذهانو د مشوش کولو په خاطر له رسنیو سره تماس نیسی او خپل ځان دنوم نه ښودلو په شرط د طالبانو مهم مشر معرفي کوي او د واقعیت خلاف له ځانه خبری کوي.
دوهم: طالب مذاکراتی ټیم ته به دا مالومیږی چی په مذاکراتی بهیر کی د دوي مقابل لوری څوک، دامریکا د کومې ادارې او د کومې سویې خلګ د دوی مخاطب دي.

ه: د خبرو پریکړه باید د افغانستان په داخل کې وشي.
د مذاکراتو د مقدماتې خبرو لپاره ښايي د طالبانو سیاسي چارواکي دې ته اړتیا ولري چې له افغانستانه بهر په مختلفوهیوادونو او ځایونو کې له امریکایانو سره تفاهمي کتنې وکړي خو د مذاکراتو نهايي پریکړه باید په قطعي صورت د افغانستان په داخل کې تر سره شي ترڅو طالبان امریکایانو ته دا په اثبات ورسوي چې دوي د افغانستان له داخله را پورته شوی او د امریکا او ناټو له مجهزو پوځونو او د هغوی له ټول پوځي برلاسي سره سره د افغانستان په ترنیمايي زیاته برخه تسلط لري او همدا راز هغوی ته دا ثابته کړې چې دا مقاومت خالص داخلي افغاني مقاومت دی ، نه هغه ادعائئ مقاومت چې امریکایان او د هغوی پلویان یې د افغانستان له محدودې بهر غیر افغاني جهتونو ته منسوبوي.
د افغانستان له داخل نه له امریکایانو سره خبرې کول طالبانو ته د متغلب صفت او روحیه وربښې، ځکه همدا خاوره ده چې امریکا او ناټو او ټولو ایتلافیانو له ټول پوځي ځواک سره د هغې له لاندې کولو څخه عاجز شول.
که د مذاکراتو وروستۍ پریکړه له افغانستانه بهر کیږي هلته به د مقاومت لوری همدا د متغلب حیثیت له لاسه ورکوي او جانب مقابل (امریکایان) به تري برخمن کیږي او په مذاکراتي تعامل کې چې هر لوری متغلب وي د خبرو پایله هم د هغه په ګټه پایته رسیږي.
قطر هیواد چې تر اوسه یې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه توب کړی دا کړنه یې قابل تقدیر ده ، مګر اوس مهال قطر د خلیجي هیوادونو په روان بحراني حالت کې په داسې مشکلاتو کې راګیر دی چې ښايي د افغانستان د قضیې غوندې په مهمه لانجه کې نور د وساطت او یا د دغې قضیې د هواري په غرض د مذکراتي کوربه توب وړتیا و نه لري.
د بین الدولي منازعاتو د حل او فصل لپاره په دوه اړخیزه مذاکراتو کې حتما د وسیط شتون ته اړتیا پیدا کیږي خو هغه داسې وسیط چې د منازعي د طرفینو له قضیې سره کاملا بیطرفه او دواړه لوري ورته د وساطت حق وسپاري.
خو په بروکسل کې د ناټو غړیو هیوادونو په وروستۍ غونډه کې هم د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن اعلان وکړ چې د وه خلیجي هیوادونه متحده عرب امارات او قطر تیار دي چې په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره په پوځي او لوجیستیکي عملیاتو کې برخه واخلي.
چې په دې لحاظ بیا خپله د امریکایانو په اعلان قطر له سیاسي او دیپلوماتیک لحاظه غیرمحاید هیواد ګڼل کیږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو د منځګړیتوب صلاحیت یې له منځه ځي.
له بله پلوه امریکایانو له طالبانو سره په کړیو ژمنو کې دوه ځله د قطرهیواد د منځګړیتوب حق نقض کړی دی:
لومړی : د ۲۰۱۴ کال په جون کې د امریکايي پوځي اسیر د تبادلې په مهال دا پریکړه شوې وه چې د هغه په مقابل کې تبادله شوي پنځه تنه طالب چارواکي به د یوه کال لپاره د قطري چارواکو تر نظارت لاندې په قطر کې اوسي ،او تر یوه کال وروسته به نظارت تری رفع کیږي خو د کال په تیریدو سره امریکایانو دا پریکړه نقض او د هغوی تر نظارت لاندې اوسیدلو موده یې تر نامعلوم وخت پوري وغځوله.
دوهم ځل یې د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۵ له قطري منځګړیو سره د کړي توافق خلاف انس حقاني او د هغه ملګري حافظ رشید چې د تبادله شویو طالب چارواکو لیدو ته ورغلي وو ګرفتار او بیايي کابل حکومت ته وسپارل.
د امریکایانو لخوا د دغو تخلفاتو او نقضونو وروسته ښايي نه قطري چارواکي بیا د هغوي او طالبانو ترمنځ وساطت ته زړه ښه کړي او نه له ديپلوماتیکي لحاظه مناسبه ده چې نور د هغوي په وساطت له امریکایانو سره مذاکرات وشي.

و: د مذاکراتو پریکړې باید تضمین شي.
د دې لپاره چې د مذاکراتو له پریکړو څخه مطلوبه ګټه تر لاسه کړل شي باید په هره ممکنه طریقه چې وي د هغو د پریکړو عملي کول تضمین شي.
ځکه امریکایان د خپل سرزوري له مخې هغو توافقاتو ته چې د دوی د مصالحو خلاف وی متعهد نه پاتي کیږي حتی د دوي د خپلو متعارفو اصولو له مخې منل شویو توافقاتو ته هم اعتناء نه کوي، نو له طالبانو سره د مذاکراتو د پریکړو د عملي کولو لپاره باید له هغوي څخه داسي تضمین واخیستل شي چې د تخلف په صورت کې بیا هغه ورباندې موثر او دوي د پریکړو عملي کولو ته مجبور کړي.
بله ډیره مهمه خبره دا چې ممکن امریکایان له طالبانو سره د مذاکراتو او د هغو د عملي کولو تضمین هم ورکړي خو له هغه سره له نورو لارو هڅه وکړي په افغانستان کې د جګړې جاري ساتلو بله جبهه خلاصه کړي ، نو طالبانو ته په کار ده چې د همدغو مذاکراتو په ترڅ کې له هغوی څخه داتضمین واخلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو او د هغو له پریکړو وروسته به په حتمي ډول په افغانستان کې جګړه او د هغې غزول بند او دغه بندیز به یې قطعي او تضمین شده وي.

ز: د افغانستان د قضیې له دخیلو لوریو سره د اړیکو ټینګول
د مذا کراتو په جریان کې به حتما امریکایان پر طالبانو د فشار راوستلو په خاطر داسې شرارت وکړي چې له مذهبي، قومي، سمتي او تنظیمي لحاظه د طالبانو او د افغانستان د نورو سیاسي جریانونو او یا هم مذهبي اقلیتونو ترمنځ داسې مشکلات پیدا کړي چې هغوي د طالبانو خلاف تحریک کړي . نو طالبانو ته په کار ده چې د مذکراتو تر پیل وړاندې او همداراز د مذکراتو په جریان کې کوښښ وکړي چې د افغان قضیي له ټولو دخیلو لوریو سره له نیږدي تفاهم ولري. که د مذاکرتو په مهال هغوی کوم شرارتی سازش عملي کوي نو د شته تماس په وسیله به هغه عند الموقع خنثی کیږي او همدا راز که طالبان له امریکایانو سره په کومې پریکړې توافق ته رسیږي د هغه په اړه يي توافق نظر اخلي:

ح: د مذاکراتي بهیر تبلیغاتي پوښښ.
دا چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات هغه مهم او برخلیک ټاکونکی بهیر دی چې د ټول افغان ولس امیدونه ورپوري تړلی او د هرې لوی او کم پرمختګ یې بی صبرانه انتظار کوي.
نو د دې لپاره طالبانو ته په کار ده چې د دغه مذاکراتي بهیر د تبلیغاتي پوښښ لپاره له خپلو اړونده رسنیو او همداراز نړیوالو رسنیو له لوري پراخ کمپاین په لاره واچوي ، او د مذاکراتو د جزئیاتو په اړه ، په هغو کې د پرمختګ او ناکامي ، په هغه کې د خنډ راتلو او خنډ اچوونکو په اړه تفصیلي معلومات لحظه په لحظه له نړیوالو رسنیو او خپل ولس سره شریکوي ، ترڅو هم خپل ولس په اعتماد کې ولري او هم د هغو تشویش اچوونکو تبلیغاتو مخنیوي وکړي چې امریکایان یې د دغو مذاکراتو په ترڅ کې ترسره کوي.

ط : د اعتماد سازي اصطلاح
په سیاسي مذاکراتو کې د متخاصمو لوریو ترمنځ د اعتماد سازي یا باورجوړولو یوه اصطلاح مروجه ده چې په معاصر دورکې تقریبا غیر عملي ده ، په تیره د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د باورجوړولو په نوم اصطلاح په صورت کلي ناممکنه ده.
ناممکنه ځکه ده چې له یوې خوا امریکایانو د طالبانو نظام د ټولو ملي اوبین المللي قوانینو خلاف ډیر په وحشت له منځه وړی او بیا یې د طالبانو په مقابل کې په تیر ۱۷ کلن بهیرکې د باور او اعتماد ټول حدود وران کړي او نړولي دي.
له بلې خوا امریکایان په نړۍ کې د خپل خصیت له مخې هغه څوک دي چې په خپل تاریخ کې یې له هیچا سره هم په خپلو کړیو تواقفاتو او ژمنو وفا نه ده کړې او حتی له خپلو نیږدي ملګرو سره یې کړي توافقات تر پښو لاندې کړي دي.
د امریکا اوسنی ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړنۍ پرانیستونکي وینا کې وویل چې ما ته تر هرڅه امریکايي مصالح مهم او معتبر دي ، او زه به خپله تګلاره هم د هغوي پر اساس جوړوم.
هماغه و چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري له نړیوالوسره کړي توافقات کوم چې نړیوال حیثیت یی درلود لغو کړل، چې د هغو له جملې څخه یې له خپلو دوو ګاونډیو هیوادونو کاناډا او میکسیکو سره کړې تجارتي معاهدې نامنظورې او له ایران سره د اتومې انرژي په اړه هغه توافقنامه لغوه کړه کومه چې د پنځو لویو هیوادنو او ملګرو ملتونو په تضمین او باور تر سره شوې وه .
نو له دغسي یوه بي عهده دښمن سره به څوک په اعتماد جوړولو باور وکړي؟.
فقط دا په کار ده چې خبره په خپل وخت ورسره پایته رسیږي او د هغوی راتلونکو ژمنو او لا محدودو وختونه ته اعتبار ورنکړای شي.
خلاصه:

د امریکایانو او طالبانو ترمنځ کیدونکي مذاکرات د طالبانو د ۲۵ کلن سیاسي او پوځي مسیر تر ټولو حساس او له خطرونو ډک پړوا دی چې هغوي ورسره مخ کیږي.
دغه حساس او خطرناک پړوا په بریالیتوب طی کول د هغوي خپلو جهادي آرمانونو ته په تعهد ، د هیواد د علیا مصالحو په تحفظ ، نهایت سیاسي بصیرت او د ملي وحدت په شعور لرلو کې دی.
که طالبان د پورتنیو مهمو ټکیو په پام کې نیولو سره دې حساس پړاو ته د هیواد د اوږدې غمیزې د پایته رسولو په نیت ورګډ شي امید شته چې د جهادي سپیڅلیو آرمانونو په برکت به یې بری په برخه او په نتیجه کې یې افغان ځوریدلی ولس د آرام او سوکالۍ ساه واخلي.
او که خدای مکړه یاد حساس پړاو ته د ورداخلید په مهال له خپل جهادي موقف نه تنازل کوي ، یا د هیواد په لوړو مصالحو او ارضي تمامیت معامله کوي او یا د مذاکراتي بهیر نور اهم او مطلوب شروط له پامه غورځوي نو دا به د هیواد د روانې غمیزې د لا اوږدیدو هغه عامل وي چې دا ځل به یې د پخوانیو جهادي مشرانو په ځای اوسنی طالب مشران عامل وي چې د الله تعالی او بیا خپل ځوریدلي ولس په وړاندې به له ستر مسؤلیت سره مخ وي .
خدای تعالی دې زمونږ د ځوریدلی ولس په حال باندې په رحم کولو سره طالبانو ته د دې توفیق ورکړي چې دا برخلیک ټاکونکی بهیر په داسې بریالي ډول طی کړي چې په هغه کې د افغانانو ټول اسلامي او ملي آرمانونه خوندي او د هیواد له غولې څخه د جګړو، نفرتونو، بي اتفاقي او بد مرغیو لمن د تل لپاره ټوله شي.
خدای تعالی دي طالب مشرانو ته په توفیق ورکولو سره ټولې هغه وړتیاوې ورنصیب کړې چې د ولس دغه طوفانونو وهلي بیړۍ په بریالیتوب د سلامتي ساحل ته ورسوي.
اللهم آمین.