‎طالبان چاسره جګړه کوي؟
‎عجیبه ده طالبان او داعش چې د یوه نوم تر چتر لاندې جګړه کوي، موخه یې څه ده جګړه چاسره او د څه په خاطر یې کوي؟
‎طالبان په افغانستان کې د چا په وړاندې جهاد کوي؟ ددوی موخې دلته څه دي؟
‎موږ ټول ددې شاهد یو چې طالبانو تل ملکي خلک تر برید لاندې راوستې دي، تل یې د بېچاره او بېګناه افغانانو ژوند اخیستی ، او بیا یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې شرمۍ د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دا برید د اسلامي امارت مجاهدینو تر سره کړ.
‎ښه که داسې ده نو دوی خو بېګناه افغانان په نښه کوئ، تاسو خو هغه څه کوئ چې نه یې اسلام کې اجازه شته او نه یې قران کې بیا نو او د کوم
‎دین په خاطر جګړه کوي ؟
‎دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی ، نو معلومه ده چې ټول قوانین یې اسلامي دي او تر ننه افغانانو په اسلام مبارک دین خپل سرونه قربان کړي.
‎تر طالب او داعش افغانان بهتر او حقیقي مسلمانان دي.
‎اړتیا نشته چې بله او پردۍ ‌‌‌‌‌‌ډله د په افغانستان کې جهاد وکړي .
‎طالبان وايي تر هغې چې بهرنیان له افغانستان څخه نوي وتلي نه به سوله کوي او نه به له جګړې لاس اخلي.
‎که خبره د بهرنیانو وي، او جګړه دکفارو په وړاندې وي، نو په عربي هېوادونو کې تر افغانستانه هلته بهرنیان ‌‌‌‌‌‌ډېر دي او ا‌‌‌‌‌‌ډې یې هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې دي ولې هلته د جهاد اعلان نه کوي؟
‎ولې هلته جګړه نه کوي؟
‎که د طالبانو موخه له بهرنیانو سره جهاد کول وي، دوی ولې هغو ځایونو باندې بریدونه کوي چې هلته نه بهرنی شته او نه د بهرنیو کوم مرکز، روغتون، ریاستونه، تعلیمي مرکزونه ،ښوونځي ، جوماتونه دا ټول هغه ځایونه دي چې د افغانانو د پاره پکې خدمات وړاندې کېږي، هلته ټول مسلمانان دي ، ولې یې طالبان په نښه کوي؟
‎داعش ‌‌‌‌‌‌ډله چې د اسلام مبارک دین د کلیمې تر چتر لاندې ځانونه معرفي کوي، آن د خلیجي هېوادونو څخه راځي په افغانستان کې په بې رحمه توګه افغانان شهیدانوي، د خلکو عزت ته لاسونه اوږده کوي،
‎ننګرهار کې یې قومي مشران شهیدان کړل، په وړو ماشومانو یې رحم ونه کړ، که دوی ځانونه د اسلام مدافعین ګڼي ، دوی ولې د اسرایلو په وړاندې جګړه نه کوي چې راځي په یوه اسلامي هېواد کې بېګناه مسلمانان شهیدانوي.
‎دا یو لوی او څرګند حقیقت دی ؛؛ طالب دی ، که داعش دی او که هره بله افراطګره ‌‌‌‌‌‌ډله دوی د پاکستان او د یو شمېر نور ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو او د سیمې د استخبارانو په لاس جوړې شوې ‌‌‌‌‌‌ډلې دي ، چې د اسلام له نوم څخه په استفادې ، د خپلو بادارو هېوادونو د ګټو په خاطر په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان شهیدانوي،
‎ددوی موخې د اسلام څخه دفاع، او د کفارو په وړاندې جهاد ندی ، ددې ‌‌‌‌‌‌ډلو موخې او ګټې یوه ده .
‎اړتیا ده د هغه افغانان چې ددې افراطګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي ددوی ملاتړ کوي،په خپلو سیمو کې ځای ورکوي، باید وپوهېږي چې دوی د اسلام د پاره نه جنګېږي دوی د بل لاس جوړ شوي اصلحې دي، ددې ‌‌‌‌‌‌ډلو په وړاندې باید افغانان ودرېږي.
‎موږ خوشبختانه اسلامي جمهوري دولت او حقیقي مسلمان امنیتي ځواکونه لرو چې په حقیقي جهاد سره ددې خاورې او د ټولو افغانانو ساتنه کوي.
‎ټول افغانان باید د خپل نظام او دولت ملاتړي واوسي تر څو دا افراطګرې ،ظالمې ، او قاتلې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ټولیزه توګه ماتې وخوري.
‎موږ باور لرو ، داعش ده که طالب، او یا هم نورې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلې زموږ د امنیتي ځواکونو په وړاندې یې ماتې خوړلې ، او هغه هېوادونه چې ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو ملاتړ کوي دا د درک کړي چې یوه ورځ به د همدې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو ښکار کېږي ، او هېواد به یې له خاور سره یو کېږي.
‎ځکه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډلې کرایي دي.
‎د نړۍ په کچه اړتیا ده چې ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو په وړاندې ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړي ، او هغه هېوادونو باندې سخت فشارونه راولي کوم چې ددې ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو تمویل او روزنه کوي نو نړۍ به ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو څخه په امان کې شي.
‎مینه منګل