طنز
محمود نظری

جهادکه مفاد

امریکا خپلو مرییانو ته په افغانستان کې جنت جوړ کړ
هر یو ته يې د خریت په بدل کي دجهاد اعظم پت جوړ کړ
شل مشران یې جوړکړل دنفاق او سیالۍ په غلامي کي
له هر یو څخه يې خدای وهلی رسول شرمولی مړتت جوړ کړ

اصل اول جهاد د نبراسکا یوه پروژه وه
نو د سي آی اې یوه بریالی دسیسه سوه
لوچګان یې غله اوانساني قصابان کړه
جهادي افغانان د پردي دلال دلاس اله سوه

دامریکا په راتګ سرچپه سوه دجهاد فتوا
ټوله دا وار د اشغال واکمن بیا په غلا اخته سوه
په دنیا کې اموخته سوي سپي ډیر ګران دي
دا سپي امریکاته پاپیان ولس ته کوټه سوه

د هغو په ټولوخیانتونو د دنیاسترګه ړنده سوه
مفته ورته دلته د مظلومو خلکو کیسه سوه
مه هیره د ګلبدین او مسعود راکټونه مه هیروه
که څه اوس دا واقعیت ژوندو ته یوه افسانه سوه

د داعش او طالب ځان وژنه او انتحاري مه هیروه
دا بیا د پاکستان لخوا یوه بله دبد مرغۍ نخښه سوه
هر بدل مجاهد په خپل وخت کې بیګناه قتلونه کړي
ناروا ظلمونه د هر یو مشر اسلامي او دیني دنده سوه

هغه چې دښځو تي پرې او په سر کې وهل میخونه
هغه په کښې لکه محقق خلیلي د کام سره سوه
دا وطن کله ابادیږي اې افغانه وروره لا ډیر تر اوله
دا قاتلان لکه سپي بیا د چوکیو په هډوکوسره سوه

زیری مي درباندې یو د قاتلانو قاتل بیرته وطن ته ستون سو
د خرو دخوا ټول وطن کې ورته جوړه دجشن میله سوه
انسانان په کښې لکه د قرباني پسونه په وینوکې ولمبیدل
هغه ته د خوشحالۍ لپاره د دساز جوړه داختر غرمه سوه

هغه خره چې د خپل کام غلو او قاتلانو په واک خوشحاله کیږي
په هغه ټولنه کې توره سمه دمه د مظلومو په مرۍ سپره سوه
هغه خلک چې لا تر اوسه خاینان او قاتلان په دي وطن کې غواړي
د هغوو يې پای هیر دی بیا روان د سقاو د زوی په نخښه سوه

دا وطن به اخیر لا ډیرښه وران سي دا يې ډیر ښه زیرۍ دی
چي دیوقاتل دآزادي لپاره دخرو مظاهره جوړه ډیره تر هفته سوه
د ټول څلور نمبرو زړو پينه يي لوټونو بنچه هیڅ دلال نه غواړي
چې دڅو مردارو بویونو خولو دوطنپلوري چغه له یوه خوله سوه
دا ټوله هغه نسبتاً د ښه اشغال دولت استفراق سوي مواد دي
ددې بوینو موادو په لیدو د وطن ټول وطندوستان لمن او خوله سوه