‎حکومت مو د خدمت هو‌‌‌‌‌‌ډ لري!
‎موږ د څلورو کلونو په ترڅ کې ولیده چې د ملي یووالي حکومت مشران د افغانستان د آبادۍ او د افغان ولس د پاره د کار هو‌‌‌‌‌‌ډ لري ، لومړی ښه ګام یې د افغانستان اقتصادي پروګرامونو څخه یادونه کولی شو، موږ به پخوا صرف د پاکستان په مټ اقتصادي چارې پر مخ وړلې کله به چې د پاکستان د حکومت زړه وغوښته نو لارې به یې وتړلې ، دلته به په لاره زموږ د تاجرانو ټول خوراکي توکي خرابېدل او مالي زیانونه به ور اوښتل، د ولسمشر غني په راتګ سره موږ ولیده چې د اقتصاد په برخه کې زموږ هېواد دومره بدیلونه پيدا کړي چې کله به هم زموږ تاجران د ستونزو سره مخ نشي، نو د پاکستان له احتیاجه خلاص شولو.
‎دوهم د سولې په برخه کې زموږ د حکومت هڅې د قدر وړ دي، پخوا به د افغانستان د سولې د پاره زموږ لاس پاکستان ته اوږود وه ، د پاکستان حکومت هم زموږ دې ناچارۍ ته خوښ وه ، نو تل یې د ترهګرو تمویل او روزولو ته قوت ورکولو ، ولې زموږ ولسمشر محمد اشرف غني په هڅو د افغانستان د سولې د پاره ېې په بدیلو لارو کار وکړ ، زموږ حکومت دا پاکستان ته وښوده چې افغانان باعزته سوله غواړي خو داسې نده چې هر څه پاکستان وايي هغه به افغان حکومت او افغانان ترسره کوي.
‎زموږ د حکومت مشرانو د افغان سولې د پاره یې په کابل ‌، اسلام آباد، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې څو اړخېزې ناستې ترسره کړلې ، په کابل کې یې د علماو د پاره د ناستې زمینه سازي وکړه، د کابل پروسې ناسته ترسره شوه چې پکې طالبانو ته جامع او مناسب وړاندیزونه د حکومت له طرفه وشول ، همدا راز د افغانستان د سولې په برخه کې د نړې په کچه د همکاریو را جلبول، چې دا ټولې هڅې به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر مثبتې او ښې پایلې ولري.
‎دریمه برخه یې دا ده دا څلوېښت کاله کېږي چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې اور بل کړی او یوه مرموزه جګړه یې په افغانانو تپلې ، خوشبختانه زموږ د حکومت مشرانو په هڅو سره په لومړي ځل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې رسمآ له پاکستان څخه شکایت وشو او مشرانو مو په پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان له چارو د لاسونه واخلي او افغانستان ته د ترهګر نه را لېږي.
‎آن تر دې چې پاکستان یې د انزوا په طرف یوړ.
‎دا هڅې ددې سبب شوې چې پاکستان د نړې په کچه رسوا شو چې په خپله خاوره کې د ترهګرو روزل کوي او پټنځایونه یې ورته جوړ کړي.
‎څلورمه برخه دا ده چې ځوانانو ته د کار د زمینې د جوړېدو په برخه کې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره رامنځته کړله چې ددې ادارې د لارې او د آزادې سیالۍ له طریقه ځوان کادرونه وکولی شي د اداراتو لوړو څوکیو ته لاره ومومي ، چې دا خپله د فساد په مخنیوي کې یو لوی ګام دی .
‎او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې حکومت مو د غیر مسووله وسله والو د ختمېدو پروسه پيل کړې ، حکومت مو غواړي چې قوانین په ټولو یو شان تطبیق شي دا چې یو هېواد اساسي قانون ولري او مشروع نظام ولري نو غیر مسووله وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته ځای نشته ، د زورواکو سره مبارزه او ددوی سره قانوني چلند د هېواد جوړېدو ته لاره هواروي.
‎اوس نو ټولو افغانانو ته پکار ده چې د خپل موجوده نظام ملاتړ وکړي د ټولو پروګرامونو یې ملاتړ وکړي ، په ټولو چارو کې د حکومت تر څنګ ودرېږي او همکار واوسي.
‎او په خپلو مشرانو باور ولري نو هېواد مو د نړۍ په کچه پرمختګ کوي.
‎د تلپاتې افغانستان په هیله .
‎مینه منګل