دهلمند د سوله ساتي ځواک د فعالانو ارادې ډېري لوړې دي او د مېني احساسات

                        یې و نورو ته له ولولو ډک پیغامونه جوته وې

هو! دا دهغو مېنوالو او میړنیو شاځلمیانو د لوړو ارادو او عزمتونو یادونه ده، چې د ملي سولې ساتنې په موخه یې نه ستړي کیدونکې مبارزې پیل کړي او ددي معنوی ارزښت د دلاسته راوړلو په نیت یې نه د روژې هوساینې او نه هم د اختر د خوشحالو د لمانځلو لپاره د هوسونو غوښتنې کړي، بلکې خپلو هڅواوهاندو ته یې د ځنډ پرته همداسې دوام ورکړيدی. دوې د هغه هوډ او ژمنتېا پر اساس چې ددې میشن د بریا لپاره یې تر سره کړي، د نورو سرښندنو لپاره هم چمتوالي ښئې او هغه د شاعر د شعر په مصداق چې واېي:

           موجم که آسودگی ما عدم ماست – من زنده به آنم که آرام نکیرم

خپلي هلې ځلې نوري هم تندي او توپانې کړيدي. دوې هر ډول خنډونه او پاته راتلل پدې مجاهده او ملي حماسه کې د روان سولېز غورځنګ په وړاندې د نه شتون په معنا بولي.

دا نو زموږ افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی چې داسي مخکښان او د مېني سالاران پخپلو لوړو پوړو کې وئېنو چې د ملي بساینې په موخه یې له ځانونه پتنګان جوړ کړي، او د هر ډول ګواښونو په وړاندې یې استغناوې ښودلې دي. دا هم یو ثابت حقیقت دی چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ ټولنېز تقدیرونه تل د داسې فدایانو او ځان نثارانو په تدبېرونو سره بدلونونه موندلې او پر هغه څه یې بریاوې ترلاسه کړي چې اټکل یې نه کیدو. د هلمند د اوسنې سوله ساتې ځواک شاندارې نندارې هم د هغو واقعیتونو یوه روښانه بیلګه او انځور وړاندې کوي.

 

د تېري چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په دیارلسمه نیټه مازدیګر مهال د امریکا سفارت مخی ته د هلمند سوله ساتي ځواک فعالانو سره چې د پرلت په ټغر ناست وو، ولیدل او د بنډار په ترڅ کې مو څو شېبي خوږي خبري او مرکې سره وکړي، چې د نورو په استازیتوب ویاند او ښایسته ځوان بسم الله وطندوست د خپلو مرامونو په هکله معلومات وړاندي کړل او نیکې هیلې یې څرګندې کړي. لومړی مې د پرلت د لغوي معنا په هکله چې پدې وروستېو کې په رسنیو کې دا اصطلاح زیاته کارول کیږي او د هغې سندریزې وینا(فرحت به تبې تور ده – باجوړ ګلونه) سره ورتوالی لري، وپوښتل. (د یادنې وړ ده چې د لري پښتونخواه لیکوال او ادېب سعدالله جان برق پخپله یوه څیړنیزه مقاله کې دا او ورته څو نوري کلمې خورا لرغونې بللي وې او ویلې وو چې دا جملې معناوي نه لري، بلکه په همدې صورت یې باید ومنو چې ویل کیږي.) بسم الله وطندوست په پوره متانت سره پدې هکله وویل چې پرلت هم پخوانی اصطلاح ده چې په درې ژبه د چارزانو کېناستلو په معنا ده، خو دلته و هغه احتجاجې ناستې ته وايې چې غوښتنې یې باید و منل شي.

له هلمنده تر کابله د پلې سفر په مهال د ښو او بدو خاطرو او پېښو په هکله د بلې پوښتنې په ځواب کې ده وویل چې بدې خاطري خو بلکل نه لري، خو ښه خاطره يې داوه چې په غزني ولایت کې هزاره توکمو هم دوې ته تود هرکلې ووايو او خورا ښې میلمانه پالنې یې وکړي، چې دې د ورورګلوې سلوک دوې نور هم ډاډمن کړل او داسي ورته جوته شوه چې ملت اوس را ویښ شوي د جنګ جګړو څخه بېزاره او سوله غواړي.

همداراز د لارې په اوږدو کې ولسې خلکو په جوماتونو کې چې د دوې د اوسیدو ځایونه به وو، د روژه ماتې او پشلمې د خوراک، څښاک اسنتاوې برابره ولي او دوې ته به یې په ورینو ټنډو سره وړاندي کولي. دده په آند دي مېني پالنې دوې نور هم وهڅول چې خپل زیارونه نور هم پراخه او ګړندي کړي. د مخالفینو د ممکنه ګواښونو په هکله ده وویل چې هغوې په ولسې خلکو بریدونه نه کوي، څرنګه چې دوې د ولس نماینده ځواک دی، پدې هکله یې نه وېره درلوده او نه له کومې ستونزې سره مخامخ شويدي. ده وویل چې دلته په کابل ښار کې هم د پرلتونو پر مهال دسیمې اوسیدونکو او ولسې پرګنېو خپل د مېني خواله ورسره کړي او خوراکي توکې یې وروړي، او حتا ځینې وختونه خو یو، دوه تنه د خپلو چوپړتیاوو ټټرونه وهي.

ددي پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشرغني ستاسو لپاره و هرکلی ته درغلو، خو بیا هم تاسو خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي او د مهمو نړیوالو ادارو مخو ته پرلت کوي، ولي؟  ده وویل چې دوې اوربند مات کړ، امریکې په کال ۲۰۱۱ کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به سوله راولې. له بده مرغه دوې خپلو بمباریو او بریدونو ته همداسي دوام ورکړیدی. د یو تورن کس(طالب) د وژنې به بدل کې سلګونه نور کسان د غچ اخستنې په موخه طالبان جوړ وي. ددې لپاره همدا ځواک را اوچت شوي او غواړي چې خبره سپینه کړي او نور داسي ناوړي چارې د هېواد په قلمرو کې تر سره نه شي. ده پدې هکله یو لړ نورې اوږدي خبري هم وکړي.  

د یادونې وړ ده چې بسم الله وطندوست یو منور شخص دی، د راپورټر، لیکوال او ویاند په توګه یې له سورغر اونېزې، ګرداب ورځپاڼې او هېواد ټلویزون سره دندې ترسره کړي او اوس هم د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځې د انګریزې ځانګې د دوهم کال محصل دی. دې چې له کوره وتلې د پردیسې یا بېلتون احساس یې نه ده کړی او وایې چې د هېواد هره کورنۍ خپله ټبر ګڼې.

دده غوښتنه او پیغام داوه چې په هېواد کې بشپړه سوله غواړي، د بمونو او چاودنو او همداراز د ړندو بمباريو مخنوی د وشي، د ملګرو ملتونو د منشور سره سم دي چې د یو هېواد ملي حریم به د نورو تر ګواښ او بریدونو لاندې نه راځي عملي لیدل غواړي. علاوه پردې، افغانستان باید دسیمې او نړیوالو ځواکونو د نیابتې جګړو ډګر هم جوړ نشي.

د خبرو په مهال یو بل تنکې ۱۷ کلن ځوان محمد طاهر احمدزي هم چې په زیور رادیو کې ویاند دی را څرګند شو. ده وویل چې کله د هلمند دا سوله ساتی کاروان و غزني ته ورسیدو، نو دی هم دې نارې (دا د پښتو ننګ دی راواخلي بیرغونه!) و هڅاوه چې له دې کاروان سره یو ځاې شي، او بیا تر کابله پلې ورسره راغلي دی.

له طاهرجانه مې د مسلکې زده کړو د ترسره کیدو په هکله پوښتنه وکړه. ده وویل چې ډیره لیوالتېا لري چې دا هنر ترلاسه کړي، خوهره ورځ  چې په هېواد کې بمونه چوي، خلک وژل کیږي، او نارامې وي. نو بیا څنګه به سړی ډاډمن شي چې زده کړي ترسره کړي. ده له ټولو دینی علمانو، پوهانو او ولسي پرګنیو وغوښتل چې د سولې د کاروان ملاتړ وکړي او ددی غورځنګ د بریا لپاره د خپلې مرستي و نه سپموي.

د پرلت د ګډونوالو په غونډه کې مې ولیدل چې ټول برخوال د لوړو مورالونو خاوندان وو، پاکې او صفا ښې جامې یې اغوستي وي او د پوره ډاډ او مهذبیت نښې پکې لیدل کیدي.

نو پکار ده چې ددې بهیر معنوی مرسته او ملاتړ وکړو، او یوازي د څو کسانو احساساتي ټولګې ېي ونه ګڼو. ځکه ددې خلکو دا دومره کړاونه او ستونزې ګالل محض د ځان ښوونې په معنا نه دي، بلکې سختو دردنو او ناچاریو دوې دې ته اړیستلې چې داسې تکلیفونه او ربړونه پر ځانونو ومني. پدې سختو او کړکېچنو اقتصادي شرایطو کې چې هر سړی د خپل کور کهول د نفقې د موندنې په لټه کې دی، خو ددي بهېر او کاروان غړو دا هرڅه شاته ورته کړي، یوازې د ملي هېلو د د ترسره کیدو او سوکالې په موخه یې هر ډول نفسیاتې غوښتنې هېري کړي دي، او خپلو مبارزو ته همداسي دوام ورکوي.

بله داچې د هلمند د سوله ساتي ځواک روانې هڅې د نوو هېلو د راټوکیدو لامل پدې سره هم دي، چې داسي چانسونه او موقعې کله کله را جوتېزي. دا یو هېواد شموله آزمون دی چې د پښتونخواه د تاتارو د غرونو له لمنو بیا د آمو د سیند تر پولې پوري ېي واټن ټاکل شوی، چې د پولې هغه لورې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او دې لوري ته د سولې ساتي ځواک په نومونو سره خپلې وړتیاوې ښئې. د دوې د بریا په صورت کې به د پښتنې پت او عظمت تیر شوې برم له پوره شان او شوکت سره  بیرته را ژوند شي او شانداره به وځلیږي.

همداراز که د خپل چاپېریال ټولو لورو ته پاملرنه وکړو، نو نورې توکمېزي ډلې  د پرمختګ په درشل کې دي. عمرانی چاري ترسره کوي، د کدرونو روزنې یې کیږي او د چارو د لا زیات سمون په لټه کې دي، خو یو پښتون قوم دی چې له خپلو حقونو بې برخې دی، ځپل کیږي او وژل کیږي. نه یې د تپل شوي جنګ هدف معلومه دی، او نه د وژل شوي تن دښمن. نو ددي لپاره هم اړېنه ده چې داسې ځواکمن خوځښتونه عالمګېري او تلپاتې بڼې غوره کړي، او د خورو ورو پښتنو پرګنېو لپاره د ژغورنې سبب شي.   

دریم داچې د یارانو په بڼه اغیارو تل پښتانه د خپلو موخو لپاره د ډال په توګه کارولي دي، د ننګیالې، توریالې او جنګیالې په نومونو سره یې هڅولې، لمسولې او بیایې استعمال کړيدي، چې د مرامونو له لاسته راوړو وروسته یې بیا هغوې ګواښلې او په ډیرو بدو نومونو سره يې یاد کړيدي. و نورو ته یې د سترګو اغزې ورپېژندلي او د پرمختګ په وړاندې یې لوی خنډونه همدوې په ګوته کړي او په پای کې یې سخت رټلي دي، چې رڼې بیلګې یې د روښانیانو، ابدالیانو او په معاصر دور کې د خداي خدمتګار د فعالانو برخلېکونه دي چې د تاریخ پاڼې پرې ډک دي. نو ددي لپاره هم اړینه ده چې روانو حساسایتونو ته په پاملرنې سره ددوې ملاتړ وکړو، او د نورو د ناغیړیو او ملامتې  درانه پیټې د دوې پر اوږو ور وانه چول شي ، او بې ځایه بدنامه نشي.

خو دا هېلي او امیدونه ډیر دي چې د هلمند د سولې ځواک کاروان به انشاالله له داسې بدنامې سره نه مخامخ کیږي، ځکه چې دا هېواد شموله بڼه لري. د پښتنو میشتو سېمو ډیر پوهان او دعلم خاوندان پدې بهېر کې ور ګډ دي. د بیلکې په توګه د پرلت په ټغر مې د هلمندی محمد داوود فرهنګ سره د لغمان ولایت اوسیدونکې او روڼ اندی عبدالودود افغان ولید چې یو ځای سره ناست وو، او د خپلو راتلونکو په هکله یې خوږې خبري سره کولي. بله داچې که سړی د حال په ژبه له ځان سره د خیال په تصور کې ډوب شي نو په ذهن کې به یې د روانو غمېزو او بحرانونو له ګرداب پرته بل څه په نظر کې ور تېر نشي، او دا ټولي هغه ناخوالې دي چې د هلمند د سولې ساتې کاروان غړي او فعالان یې په ډاګه سره بیانوي، او د محوې لپاره یې د عمل ډګر ته راوتلې دي. د دوې دا ډول څرګندونې او عملې خوځښتونه د نورو د غوښتنو عکاسي هم کوي او هرچا ته دا د تسلې ډاډ هم ورکوي او داسې ېي انګیري.

          چې په سلګو یمه یوازي نه یم – اوښکې بهېږي د هر چا تر سترګو