‎په افغانانو تپل شوې جګړه!
‎دا یو حقیقت دی او ټول یې باید ومني چې د افغانستان جګړه پردۍ ده او پر افغانانو تپل شوې ده نېږدې څلور لسیزې وشوې چې د سیمې استخباراتو او د افغانستان ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد پاکستان په افغانستان کې یې یو ناڅرګند اور بل کړی چې افغانان پکې د سون توکو په شان سوځي او ایرې یې پاتې کېږي، دې بدبختې جګړه د افغانستان ټولې شتمنۍ یې له خاور سره یو کړې او د ملیونونه افغانانو ککرۍ او هیلې یې له خاور سره خاورې کړې .
‎د سیمې ظالم استحباراتو هڅه وکړه چې په افغانستان کې جګړه د خپلو کرا شویو نوکرانو په لاس یې تر ننه پر مخ وړې .
‎دا څو لسیزو هیچا په افغانستان زړه ونه خوږوه.
‎د افغانانو بد حالت هیچا درک نشو کړی نه ګاون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډیو نه هم نړیوالو ، لوی دلیل یې دا وه چې هغه مهال افغانستان کوم زړه سوانده مشر نه درلوده ، هر چا هڅه کوله چې افغانان په بېلابېلو نومونو سره ووېشي.
‎د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا چې افغانستان د یوه قانونمنده هېواد په توګه فعالیت پيل کړ د ولس امیدونه ژوندي شول ، خو دا وخت بې رحمه طالبانو د افغانانو په وړاندې نامقدسه جګړه پيل کړه .
‎د ملي یووالي حکومت په راتګ سره بهرنیانو له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې درولې وې ، امنيتي ځواکونه مو په یواځې توګه له وسله والو طآلبانو سره جنګیدل ، او زموږ امنیتي ځواکونه په جګړه کې بريالي هم وه، خوشبخانه باید وویل شي چې د ملي یووالي حګومت د مشرانو د ښه مدیریت له وجهې یو دا چې نړیوالو په افغانستان باور بېرته ژوندی شو .
‎دوهم دا چې د ولسمشر په ښه مدیریت سره نړیوالو ته ور وښودل شوه چې په افغانستان کې جګړه پردۍ ده او پر افغانانو په زوره تپل شوې هېڅ افغان نه غواړي چې له نړۍ څخه وروسته پاتې شي ، خو مرموز دښمن تل هڅه کوي چې افغانان له هر راز پرمختګ څخه لرې وغورځوي.
‎دا چې د افغانستان په جګړه کې پاکستان مستقیم لاس درلوده او لري یې ، افغان ولسمشر په نړیوالو ناستو کې پر پاکستان غږ وکړ چې نور د افغانستان ته ترهګر نه رالېږي، نور د افغانان آرام پرېږدي خو د پاکستان حکومت کله هم په ځان کې تغیر رانه وست او خپلې شومې تګلارې ته یې دوام ورکړ ، آن تر دې چې د پاکستان متحد هېواد امریکا پاکستان ته ګواښ وکړ که د ترهګرو له روزلو لاس ونه خلي نو ټولې مالي او پوځي مرستې به ورسره بندې کړي خو پاکستان کې یې هېڅ راز تاثیر رانه وست .
‎په دې وروستیو کې زموږ
‎د ملي یووالي حکومت مشرانو بهرنی سیاست هم د قدر وړ دی دوی په بهرني سیاست سره وکولی شو څو د نړۍ د هېوادونو پام د افغانستان په لوري کړي ، او د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې له افغان دولت سره ګ‌‌‌‌‌‌‌ډه همکاري وکړي.
‎دا دی د تازه ریپوټونو له مخې
‎د کعبې امام ویلي.
‎افغانستان کې روانه جګړه فتنه ده، باید ژر تر ژره ودرول شي
‎امن او ايمان دوه تړلي ټکي دي چې يو نه وي، بل نشي راتلی چېرته چې مومن وي، بايد هلته امن وي د افغانستان جګړه فتنه ده بايد عاجل ودرول شي.
‎د افغانستان شته وضعيت نور د زغملو نه دی مونږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دې څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شیطان لارې تعقیبوي.
‎اوس نو دا هیلې شته چې په افغانستان کې به جګړه درول کېږي او افغانان به د سولې له ژوند څخه برخمن کېږي.
‎د نړیوالو د همکارۍ تر څنګ د ولس اراده او همکاري هم ‌‌‌‌‌‌ډېره اړینه ده .
‎د سولې په هیله
‎مینه منګل