یوه کښتۍ چې د اندونیزیا څخه یې ۴۴ کډوال کاریګر مالیزیا ته لیږډول، د دوشنبې په ورځ په سمندر کې ډوبه شوه.

دغه کښتۍ د اندونیزیا د باټام ایالت څخه د مالیزیا د جوهار ایالت په لور روانه وه.

چارواکو د دغه کښتۍ د ډوبیدو لامل په هغې کې د ډیرو کسانو شتون او همدارنګه د خرابې سمندري هوا سره مخامخ کیدل ښودلي.

د دغه پیښې په اړه د مالیزیا د سمندري چارو ادارې په یوه بیانیه کې ویلي، دوی له دغه پیښې ۲۵ تنه ژوندي ژغورلي او د یوه تن جسد یې موندلې، خو ۱۸ تنه نور تراوسه پورې لادرکه دي.

د بیانیې په اساس په لاردرکه کسانو پسې د کشف او ژغورنې هڅې لا هم جریان لري چې د مالیزیا د سمندري ځواک قابو ۱۵۰ تنه پکې ښکیل دي.

سربیره پر دې د مالیزیا د ساحل ساتنې ادارې یو چارواکې صنیف یوسف یوې ورځپاڼې ته ویلي، دوې له سینګاپور او همدارنګه له اندونیزیا هم غوښتنه کړې چې د لادرکه کسانو د جسدونو په موندلې کې ورسره مرسته وکړي.