‎زموږ رایه، زموږ راتلونکی
‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎ټاکنې چې د نړۍ په دموکراتیکو هېوادونو کې یو مهم اصل دی ، په افغانستان کې هم دې اصل ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ارزښت ورکول کېږي، ځکه چې په افغانستان کې د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې را هیسي، د جمهوري ریاست د ملي شورا ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو استازي د ولس په رایو ملي شورا ته لاره پيدا کوي.
‎د ولسي جرګې تر څنګ د ولسوالیو شوګانو د پاره د روان کال د میزان میاشتې په اته وېشتمه نېټه سراسریزې ټاکنې ترسره کېږي، که څه هم په تېرو ټاکنو کې خلک ناراضه شوي وُ ، خو دا ځل دولت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هو‌‌‌‌‌‌ډ لري چې خلکو ته د منلو وړ ټآکنې ترسره کړي، تر څو د راتلونکي د پاره په ټاکنو د خلکو باور بیا را ژوندی کړي، په ټاکنو کې د خلکو ګ‌‌‌‌‌‌ډون او رایه اړینه ده .
‎په ټاکنو کې که هغه د ولسمشر ټاګنه وي، او یا پارلماني، ولایتي، او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنه کې ستر او
‎تاریخي مسوولیت د خلکو او ولس په غاړه دی ،ځکه چې په دې ټاکنو کې باید په پوره دقت او هوښیارۍ سره هغه چاته رایې ورکړي چې افغان، مسلمان، او د خلکو ریښتینی خدمتګار وي.
‎په اوسنیو ټاګنیزه پروسه کې د خلکو تت ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ‌‌‌‌‌‌ډېرې اندېښنې وړ دی ، چې مختلف عوامل لري چې د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه زموږ په هېواد کې جګړه او نا امني ده .
‎دوهم: د هغو استازو ټاکل چې په اوسني پارلمان کې د خلکو تش په نوم استازي دي او په اصل کې ددې پارلمان اکثریت غړي په خپلو شخصي ګټو مصروف دي او د ملت غم ورسره نشته ځکه چې دوی د ځمکو په غصب، د شخصي شهرکونو جوړول، د لویو پروژو قراردادونه، په داخل او خارج کې شخصي پانګونه، لوکس موټرونه، ، په بهر کې په خپلو اولادونو تحصیل کول، او هره میاشت بهرنیو هیوادونو ته سیاحتي سفرونه د کورونو مخ ته سمنټي دیوالونه، ددوی اساسي مصروفیت دی .
‎تر ټول بده دا چې قومي، ژبني، مذهبي، نفاقونو ته لمن وهل ، او د ملت پر ځای د ‌‌‌‌‌‌ډلو او ګروپونو نمایندګي ، ددوی اصلي دنده ګرځيدلې ده.
‎د افغانستان د درې ګونو قواو څخه ملي شورا، خصوصآ پارلمان یو مهم ارګان دی ، چې دندې یې په اساسي قانون کې واضع او روښانه دي، یعنې د دولت له کړنو څخه څارنه، د قوانینو تصویب، او له قوانینو څخه څارنه ده.
‎متاسفانه چې د دولت د کارونو څخه د څارنې پر ځای په دولتي چوکیو کې د خپلې خوښې وړ کسانو مقررول، د قوانینو د تصویب پر ځای په بهر کې چکر وهل، او د قوانینو د تصویب لپاره نه حاضرېدل، او د نصاب نه پوره کېدل او د قوانینو د نظارت پر ځای د قوانینو نقص کول، هېواد ته د وفادارۍ پر ځای ، د پردیو غلامي کول، او د پردیو په ګټه کار کول، ددوی اساسي بوختیاوې دي.
‎حتی ځيني د پارلمان غړي افغانیت نه مني، افغانستان باندې پردي نومونه ایږدي، او ځيني یې د افغانستان د تجزیې په لټه کې دي.
‎خو افغانستان به تل افغانستان وي، یو موټی او خپلواک به وي او هېڅکله به تجزیه نشي.
‎زه د افغانستان له خلکو څخه دا هیله لرمه چې دا ځل خپلې رایې هغو کسانو ته ورکړي چې افغان وي مسلمان وي او ملي ګټو ته وفادار وي، او په پردیو پورې تړلی نه وي.