‎د ملي یووالي حکومت بې ساري لاسته راوړنې .
‎لیکواله : پښتنه کلیواله

‎افغانستان له 1919کال د خپلواکۍ د تر لاسه کولو څخه وروسته د یوه خپلواک او د بې طرفۍ. په اصولو ولاړ هېواد دی چې تل یې د تاریخ په اوږدو کې خپله بې طرفي د یوه اصل په توګه ساتلې ده .
‎د ملګرو ملتونو د سازمان د بنسټګرانو او د بشر د حقوقو د اعلامیې درناوي لرونکي هېوادونو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې د ځلانده ستوري په څېر ځلېدلی او تل یې د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیانو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ښو اړیکو کې زرین تاریخ لرلی .
‎د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې یې د نه مداخلې په بنسټ او د داخلي او بهرني سیاستونو په رڼاکې یې تل خپل درناوی ساتلی دی .
‎له بده مرغه د تېرو څلورو لسیزو د جګړو په ترڅ کې کله کله له نړۍ څخه په کامل ‌‌‌‌‌‌ډول او یا په یوه کمه فیصدي انزوا شوی دی ، چې د وخت د حکومتونو د غلطو سیاستونو پایله وه.
‎د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان حکومتونو داسې یو ستر بری تر لاسه کړی دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زموږ ملي بیرغ د خپلو سیاسي نمایندګیو په سر وځلیدو ، او بیا یې د تل لپاره خپل حیثیت او باور یې پيدا کړ او په ټوله نړۍ کې د یوه مستقل او خپلواک هېواد په توګه را څرګند شو .
‎له بده مرغه ځينو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو په افغانستان کې یې د خپلو موخو د سرته رسېدو په خاطر د خپلو مزدورانو او جاسوسانو په مرسته افغانان یې په یوه او بل نوم سره وپاشل .
‎چې د یوې سالمې داخلي او خارجي پالیسۍ نه درلودلو ته ددې امکان پيدا شو چې په افغانستان کې وروروژنه او د وطن ورانولو ته یې زمینه جوړه کړه ، خو له نېکمرغه د ملي وحدت حکومت تر راتلو وروسته د هېواد داخلي او خارجي پالیسي د ښه مدیریت په برکت چې مشري یې ‌‌‌‌‌‌ډېر محترم ولسمشر محمد اشرف غني کوي، داسې مطلوبې پایلې یې تر لاسه کړې چې نړۍ ورته حیرانه او پایله یې بې ساري وه.
‎د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول په کورني سیاست کې هغه ستر بری چې د لومړي ځل لپاره یې هغه دوه طرفونه چې دولت او طالبان دي او تل یې د ټوپک خولې یو بل ته نیولې وې هغه جنګیالي که طالبان وه او یا هم افغان ملي پوځيان وه یو بل په غېږو کې سره ونیول او یو بل ته یې د دښمنۍ پر ځای د محبت کلیمې استعمال کړې ، چې اختر د مبارک شه عبادتونه مو قبول شه ، چې دا کلیمې د ‌‌‌‌‌‌ډېر لوړ ارزښت لرونکي دي اګرچې د طالبانو اوربند ‌‌‌‌‌‌ډېر لږ وُ، او بېرته خپلو سنګرونو ته وګرځېدل خو غټ مفهوم په دې کې دی چې هېڅ افغان د داسې ورځې په فکر کې نه وه ، نو دا هیلې یې بېرته را ژوندی کړې چې اوس خپله ولسونه د مدني حرکتونو د لارې د سولې او اوربند غوښتنه په خپل ابتکار شروع کړې ده ، دوهم : د افغانستاند جګړې په اوږدو کې دیني عالمانو دومره لویه غون‌‌‌‌‌‌ډه چې دا جګړه یې ناروا وبلله نه وه جوړه شوې ، د هلمندي ځوانانو او ننګرهاري ځوانانو د سولې کاروانونه او د هغوی څخه د افغان ولس پراخ ملاتړ بې مثاله دی .
‎په بهرني سیاست کې نړیوال هیڅ کله د افغانستان د جګړې د پای لیواله نه وُ، خو په دې ورستیو کې د افغان جګړې د ختمېد
‎ لېوالتیا دومره زیاته شوې ده چې بل هېڅ وخت یې ساری نه درلوده .
‎لومړی: د امریکا ولسمشر ټرامپ د جنوبي آسیا او پاکستان د پاره ستراتیژي چې د لومړي ځل د پاره یې زموږ ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد پاکستان ته په واضع توګه ګوټ څن‌‌‌‌‌‌ډنه وکړه او پاکستان یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه د افغانستان د جګړې اساسي عامل وباله .
‎دوهم: په اندونزیا هېواد کې یې د پاکستاني اندونزیایي او افغاني عالمانو غون‌‌‌‌‌‌ډه او د هغې مثبتې پایلې .
‎دریم :په ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد ازبکستان کې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په اړوند نړیوال کانفرانس .
‎څلورم: د سعودي عربستان پاچاه د افغانستاند جګړې د ختمېدو څخه کلک ملاتړ .
‎او په وروستي ځل په ازبکستان کې د سولې مذاکراتو ته چمتوالی .
‎پنځم: د کابل پروسې کانفرانس کې وسله والو طالبانو ته د محترم ولسمشر محمد اشرف غني پر ځایوړاندیزونه او د هغو څخه په ملي سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخ ملاتړ .
‎او داسې نور زیات مثالونه لرو چې زموږ ولسمشر ددې هېواد بنسټ د پاره یې کړې دي.
‎موږد خپلران ولسمشر ملاتړي یو انشاءالله هېواد مو په جوړېدو دی .