زه د دغه کرښو لیکلو ته پدې مجبور شوي یم چی ځینی کسان غواړي چى د یونیم ملیون شهیدانو وینو ته خیانت وکړي او هم د شهيد سردار محمد داؤد خان له کورنۍ سره چې کوم چنګيزي جنايت تر سره شوي دي د هغوی قاتلينو ته برائت ورکړی. لدی مخکی ما کله هم په دا ډول بحثونو کې سهم ندي اخیستي ولې اوس خبره د ملت سره د جفا او خیانت ده او هم په شهیدانو پسی د تهمت تړلو موضوع ده نو ګونګ کیناستل راته ګناه ښکاري .
دنن څخه کابو څلویښت کاله مخکی افغاني کمونیستانو د روسانو په هدایت او مرسته داسي عظيم جنايت تر سره کړ چی لا تر اوسه افغانان پکې سوځي، دا چې په هغه خونړۍ سهار څه پېښ شول رښتنۍ حقيقت یی یوازې الله جل جلاله ته معلوم دي او هم خلقي امام الدین او ورسـره خلقي ملګرو ته يې او هم د شهید سردار محمد داؤد خان د کورنۍ هغه غړیو ته چې له دغه جنایتکارانه پیښې ژوندي وتلي او هم د جمهوري ګارد بعضو افسرانو او سرتېرو ته .
پدي اړه معلومات لا هم تت او مجهول دي خو یو شی پکې لكه لمر روښانه دي هغه دا چی ددغه خونړۍ غمیزي عاملین خلقیان او پرچميان دي. او دا خبره چه شهيد سردار محمد داؤد خان د خپلې کورنۍ د وژلو امرشهید ویس داؤد ته ورکړي ماته هسې جوړه کړي ډرامه د خلقیانو او هغه کسانو چى د شهید سردار محمد داؤد خان سره شخصى عناد او دښمنۍ لري ښکاري، او دا ډرامه له هغه وخته څخه چې د کابل مارکسيستي رژيم وروسته له څوارلسو کالونه ختم شو او د رژيم پاتې شونو غربي هیوادونو ته د کډوالۍ عرائض وړاندې کړل، د کډوالو ادارو ته چون د دوي جنايت ښه معلوم وو نو هر یو یې لدي پوښتنو سره مخ شوي ول چي څومره بیګناه افغانان مو وژلي خاصتاً د لوړ پوړو کمونيستانو څخه او هم د ارګ له غمیزی يې پوښتلي وو ، اګر چې غربي ملکو دوي و منل چې په اینده کې ور څخه کار واخلي . كمونستانو له همدا پوښتنو څخه وروسته پدې تکل شول چې ځانونو سپين چرګان کړي شروع وکړه چې خپل خاطرات د پنډو کتابونو په شکل وليکي چې عادی افغانان وغولوي خو په دغه کتابونو صرف هغه غولیدلي شي چه له حوادثو بی خبره دي او یا هم هغه چې د خپلو عقدو د ایستلو په خاطر ورځخه د ماخذونو او عیني شاهدانو منفي ګټه پورته کوي . د کمونستانو ټانګونه هغه وخت نور هم سست شول چې د شهيد سردار محمد داؤد خان او د هغوی کورنۍ قبرونه معلوم شول ،په داخلي او خارجي میدیا که دا بحثونه تاوده شول چی دا غمیزه مشخصاً چا او په څه ډول ترسره کړه . سږکال چې د لومړۍ ځل لپاره ولسمشر اشرف‌غنی په خپل نوښت له دی حادثه یادونه وکړه او هم د سردار محمد داؤد خان لمسي پـه ستیج راڅرګند شو او هم يي لور په دغه ارتباط یوه اعلامیه خپره کړه نو د کمونسټانو غړي وتښتیدل پدی چې د حساب ورکولو وخت را نيږدې شوي نو د سردار محمد داؤد خان یوه ازلي دښمن ته یی وظیفه ورکړه چې قلابي جعل نامی خپرې کړي تر څو په محکمه ورځخه د ثبوت په شکل کار واخلئ .
د دغه غمیزی وضاحت لدی ښه استنباط کیدل یی شي چې خلقیانو او پرچمیانو د غوايي د کودتاه په سهار د شورای نظامي انقلابى اعلامیه چې د اسلم وطنجاراو قادر لخوا د افغانستان خلکواو نړیوالوته د رادیوافغانستان له لارې خپره شوی وه دوي په خپله ژبه اعتراف کړي چي په تاریخ کی د لمړي ځل لپاره د سلطنت ،ظلم او استبداد ورستنی بقايا او د نادر خان د کورني قدرت پای ته ورسېد او ټول دولتی قدرت لاس ته ورغی ، دولتي قدرت د عسکري انقلابی شورا پـه پوره واک او اختیار کی ده.
گرانو وطنوالو!
هر ضد انقلابی کس او هر څوک چی د انقلابي شورا د هدايتو او مقرراتو سرغړونه کوي انقلابي مراکزو ته وسپاري .
د زرهدارو جګړن اسلم و طنجار او د هوایي ځواکونو ډګروال قادر
پـه پاسني اعلامیه کې اصلاً داسی نه ښکاري چې شهید ویس داؤد د خپلې کورنۍ غړي په شهادت رسولي وي بلکې خلقیانو او پرچميانو ټول مسوولیت منلي او خلقي امام الدین پدغه نه بښونکي جنايت اعزازي مراتبو تر ډګرجنرالي رسیدلي او اوس هم دا مرتجع د امپریالیزم له لمنې خیرات خورئ .
د عیني شاهدانو ثبوتونه :
اول – جناب خان اقا سعید از زبان یک ژورنالیست اقای روغ حکايت میکند که دال بر این هست که امام الدین و رفقای کودتاچي اش قاتلین شهید سردار محمد داؤد خان و فاميل اش می باشد که بدون کمی و کاستی جهت مطالعه خواننده ګان عزیز نقل میګردد:
سایت محترم افغان جرمن انلاین
قابل توجه خوانندگان عزیز .
گرچندیکه بنده در آن حد و آن موقعیت نیستم که در مورد شخصیتی چون شهید محمد داود که تمام حیات پر بار خود را در راه دفاع و ترقی کشور و خدمت بمردم مستضعف و استحکام پایه های دفاعی و مدرنیزه کردن اردو و تعلیم و تربیه منسوبین آن و بسا موضوعاتیکه بترقی و اعتلای کشور رابطه دارد انجام فرموده بودند منجمله آزادی نسوان از قید چادری و شمولیت آنها در امورات روز مره کشور منحیث نصف پیکر جامعه و تاسیس جمهوریت در کشور تحت رهبری شان که آن را مخالفین دولت جمهوری بدون تعمق و مطالعه اسناد منتشره بزرگان حزب دیموکراتیک خلق افغاانستان به همکاری ان حزب خلاف ادعای آنها چسپ غیر مسئولانه و ناجوان مردانه می زنند ، اکنون بر علاوه آن اتهام و بیشتر از آن شهادت فامیل گرامی شان را که خود قاتل بصراحت خود بیان داشته و مزید بر آن در صنفیکه در کشور ناوری مصروف فراء گرفتن درس لسان بود در محضر همه هم صنفان خود به استاد خود با بسیار افتخار حکایت نموده بود که من داود را کشته ام که سبب نفرت معلم لسان شده و نامبرده را تحدید نموده بود که چطور و بکدام حق چنین سخن از زبان شما در محضر شاگردان و من جاری میشود ؟ در ضمن آن بهتر است صفحه ای کتاب منتشره سال خزان سال 1379 را مرور کنیم که در صفحه 162 کتاب رازی را که فائق افشاء نکرد چه نوشته شده است ؟
(( محمد نسیم خوشگوار رئیس عمومی اتحادیهء هنر مندان دولت اسلامی افغانستان چنین قصه کرد : << در سال 1357 بعد کودتای 7 ور نظربه پیشنهاد حمید روغ در بست رتبه سوم در شعبه ضد پروپاگند روزنامه هیواد مصروفیت داشتم ، و روزی از روز های موسم گرما و گمام غالب ماه جوزا بود در پارک شهر نو کابل گشت و گذار داشتم که موتر والگاه بشدت برک کرد .
چون در آن روز ها گیر و گرفت زیاد بود ، ترسیدم و به جوار سرک ایستاده ماندم . دیدم از بین موتر لمری بریدمن انجنیر حفیظ الله میرکی صدا کرد و چون آشنایم بود از ترس خلاصی یافتم .
میرکی از من پرسید : << چه می کنید ؟ >> گفتم چکر آمده ام . مرا به نشستن دعوت کرد و بصوب وزیر اکبر خان روان شدیم . از آنجا گذشتیم و بسوی شفاخانه چهار صد بستر اردو حرکت کردیم . در ضمن گفت چون شما ژورنالست هستید بیا یکجا به دیدن یک قهرمان برویم . شاید چیز های دلچسپی برای شما داشته باشد .
در شفاخانه داخل اطاقی شدیم . در بالای چپرکت یک جوان میانه قد در حالیکه دستش به گچ گرفته اش در گردنش آویزان بود خوابیده بود . میرکی مرا به او معرفی کرد . و از او بنام کسی که داود خان را به قتل رسانده است یاد کرد . اگر چندی که از دیدن آن کثیف پشیمان بودم . ولی با آنهم خونسردانه از مذکور جویای معلومات شدم . نامبرده گفت در شب 7 ثور ما از بالاحصار جهت اشغال و مقابله با گارد محمد داود ، وظیفه گرفتیم . وقتیکه به گارد رسیدیم غرش طیارات و بمبارد های ممتد آنها و فیر های تانک از هر طرف بالای ارگ جریان داشته و زد و خورد بشدت ادامه داشت . در نصف های شب موفقیت نصیب ما شد داخل محوطه ارگ گردیدیم . در آن وقت قوماندان قطعه به تولی من وظیفه گرفتاری داود را داده بود . من با عساکرم بطرف قصر گلخانه پیش رفته و تمام پنجره ها و زینه های آن جا را تحت ضربهء شدید مسلسل و سلاح های دست داشته خود قرار داده داخل عمارت شدیم . خاموشی حکم فرما بود . به افراد معیت خود گفتم که موضع گرفته و فیر کرده بروید . من همرای خود بلند گو با خود آورده بودم . و توسط آن به افرادم خطاب می کردم و آنها را وظیفه می دادم . در اتاق ذریعه بلند گوی مذکور بیانیه دادم که سردار داود شما نظربه شورای نظامی خود را تسلیم کنید . در همین آوان داود از عقب یک فیل پایه به صدای مهیبش گفت در قاموس من تسلیمی نیست ، و بجز از خدا به کس دیگر تسلیم نمی نیستم . >> و امر فیر داد و از هر قسمت بالای ما فیر صورت گرفت زن ها با تفنگی در دست داشته ء شان بالای ما فیر کردند . و از اینکه تعداد ما زیاد بود ، به اثر فیر های ما یک زن که از نزدیک کلکین فیر می کرد به زمین افتیده ولی بالای داود کدام تاثیر نداشت ، یک وقت متوجه شدیم که تفنگچه سفید خورد بدست مذکور است ، و ذریعه آن از عقب ستون بالایم فیر کرد و شانه ام را اندکی زخمی کرد زد و خورد به شدت ادامه یافت . ناگهان در وقتی که من در حالت ترصد بودم دیدم که کله اش از عقب ستون معلوم شد ، و فیر کرد منهم فیر کردم که در فرقش مرمی های کلاشنکوف دست داشته ام اصابت کرد و فرق سرش بلند پرید . خود بزمین افتاد . من ذریعه بی سیم دست داشته ام این موفقیت خود را به قوماندان خود اطلاع دادم و بعدآ بی هوش شدم تا اینکه به هوش آمدم . دیدم که در اینجا هستم . )) .
در اینجاه سوال بوجود می آید که ، چند نفر با موصوف بوده ؟ آنها کی ها بودند نام شان چه و چه رتبه و وظیفه داشتند ؟ از طرف کی استخدام شده بودند ؟ را باید امام الدین نام مذکور جواب داده در ضمن آن بوضاحت معلوم می شود که مجالی به مرحوم ویس داود نمانده تا در چنان فیر ها توسط سلاح های مختلف که بالای پدر بزرگوار و فامیل شان صورت می گرفت ، این توان را یافته باشد که خود با کسانیکه وظیفه کشتار فامیل شان را وظیفه گرفته بودند ، متحد شده به کشتار فامیل خود دست یازد را دور از حقیقت دانسته و اقرار بجرم در حالت عقل و صحت و بدون شکنجه ویا رد گفتار خودش این صراحت را میرساند که بجز امام الدین و افراد تحت قومانده اش هیچ احدی در بشهادت رسانیدن رئیس جمهور کشور ، معاون ریاست جمهوری ، و زخمی ساختن وزیر امور داخله و شهادت همه اعضای فامیل رئیس جمهور شهید بشمول اطفال زنان و پیره زنان و برادر رئیس جمهور که وزیر اسبق امور خارجه کشور بودند ، این امام الدین است که به هدایت رهبری حزب دیموکراتیک خلق افغانستان و شورای نظامی ایکه نامبرده نام برده است دست به چنان قتل های ناجوان مردانه زده بود نی شخص دیگری آن هم شخص با تربیت و متدین چون مرحوم شهید ویس ، که اخلاق حمیده آن را مخالفینش هم اقرار می نمایند

دوهم-د خلقیانو او پرچمیانو ضد او نقیض اظهارات چې د ځان د پاکولو په خاطر يې په خپلو خاطرو او د درواغو ډکو کتابونو کې لیکلي دي خو بیا هم یی داسی پوچه ادعا نده کړی چې ګواکي شهيد ویس داؤد د خپل پلار په امر خپله کورنۍ ووژله؟
پرچمي جـنرال نبي عظیمی د اردو او سیاست د کتاب په 144 مخ کی لیکي : ساعت یک بجه شب ګارد جمهوري سقوط میکند جګړن صاحب جان و بعضى از افسران نزدیک به وي دستګير می ګردند. امر دستګيري سردار محمد داؤد خان به لومړی برید من امام الدین افسر قطعه کماندو داده میشود . امام الدین همراه با ډګرمن ګل اقا (پرچمی ) امر اوپراسيون ګارد به نزد داوود میرود و به وی میګوید نظر به امر کمیته مرکزی ح د خ ا شما سلاح خود را به زمین گذاشته تسلیم شوید. داود جواب میدهد برای کمونست ها تسلیم نمی شوم . و به سرعت بالای امام الدین آتش مینماید . امام الین از ناحیه باز و مجروح میشود ، ولی با وجود مجروح شدن آتش جناحی را توسط کلاشینکوف دست داشته اش بالای محمد داوود و همراهانش باز مینماید. زد و خورد شروع میگردد و در نتیجه سردار محمد داوود ، سردار محمد نعیم ، عبد الاله ، زینب داوود همسر محمد داوود و خواهر محمد ظاهر شاه ، پسران و اعضای خانواده محمد داود که تعداد انها جمعا به هفده نفر میرسد ، جابجا کشته میشوند و ارگ نفرین شده تسخیر میگردد .
دستګیر پنجشېري د سیاه سنګ سره پخپله مصاحبه کي وايي : ســــــتيا ....؟

دســتگير پنجشـيري (بنيادگـذار و عضــو بيوروي سـياسـي حـزب دمـوکراتيک خلق افغانسـتان/ وزيـر آمــوزش و پـرورش، ســرودپـرداز، نويســنده و پژوهشــگــر) در پيرامــون گفته هاي بالا ســخنان دگرگونه يي دارد:

در شـب گـرفتاري رهــبري جمعيت دمـوکراتيک خلـق افغانسـتان، سـليمان لايـق، بـارق شـفيعي، نـور احمــد نور و کــريم ميثاق مصـروف ثبت و تکثير کســت مـراســم تشــييع و تدفين اســتاد مير اکـبر خـيبر بودند. بعد از شــنيدن خـبر گـرفتاري اعضاي دفتر ســياســي از راديو افغانســتان، سـليمان لايق و بارق شــفيعي خــود را داوطلبانه به پليس تســليم کردند، ولــي کــريم ميثاق و نــور احمــد نور در منزل يک کارگــر حــزبي خــود را پنهان کرده بودند. بنا بـــر اين، روايت کــريم ميثاق در کتاب "افغانســتان در قـــرن بيســتم") دقيق و کامـل نيســت.

ســــياه ســنگ: چشــمديد شــما چگونه اســت؟ امــام الــدين به کجا آمد و چــه گفت؟

پنجشــيري: امــام الــدين به راديو افغانســتان آمد و به نور محمــد تــره کي گـــزارش تقــــديم کـــرد. او گفت که از ســردار محمــد داوود چندين بار محـترمــانه تقاضا شــد تا با خــانواده خـــود در يک جـــاي امــن تشــريف ببرند، اما با وجــود خـواهشــهاي مکـــرر، او به پســرش فـــرمان داد که بر افســران، ســربازان و حتا بر اعضاي خــانواده خــود فير کند. در نتيجه آتش متقابل شــروع شــد.(حقیقت دا دی چی سردار محمد داؤد خان خپل ځوی ته ویلي وو چي په کمونست افسران او سرتېرو فیر وکړه.)
همچنان، امـــام الــدين يادآور شــد که به ســردار داوود گفتم: قدرت ســــياســــي به حــزب دموکراتيک خلق افغانســتان انتقال کرده و شــما بايد تســليم شــويد. داوود گفت من به کمونيســتها تســليم نميشــوم. بعــد راســاً به ســر خــودم فير کرد. مــا هـــم زديم، ســتياي شــان کــديم." جـنرال امــام الــدين دقيقاً همين اصطــلاح "ســتيا" را به کار برد. يادم اســت که گفت "ســتياي شــان کديم."(دورغجن فاشیست پنجشیري یو وار په ویس داود تهمت لګوي بیا د امام الدین له خولې وايي چی ټول مو ستي کړل اوس سوال دا دي چې امام الدین او ورسره ډلې یی ټول ستي کړل نو ویس داود په داسی وخت کی چی دښمنان لاسونه په ماشه ورته ولاړ دي څه رقم پخپله کورني فیرونه کړي وایی دورغګوي حافظه ندارد )

ســياه ســنگ: "ســتيا..."؟ ســتيا چه معنا دارد؟ اين اصطلاح کجايي اســت؟ (ستیا چی صحیح تلفظ یی ستي دي او اصلاً پښتو اصطلاح ده پـه معنا د پو پنا یا په ډیر ظالمانه شکل د یوې کورنۍ یا قوم د ختمیدلو معنا ورکوي)
پنجشــيري: ســتيا يعني "محــو و نابود". به خيالم که اين اصطلاح اردو يا هندي باشــد.

ســـياه ســنگ: پيش از آنکـه به گپهاي مهمـــتر پرداخته شــود، بايد اعتراف کنم که کلمــه "ســتيا" از زبان جنرال امام الدين، پرســش خـيلي ناشــايســتي را در ذهـنم زنده ميســازد: به خـــاطر همــان اصطلاح، ميخواهـــم بدانم که امــام الــدين از کــدام گوشـــه افغانســتان اســت.

پنجشــيري: او از لوگر اســت، از پشــتونهاي لوگر. شــايد همانجا، اســتعمال "ســتيا" در بين يک عده مردم رواج داشــته باشــد. خـــودم دقيق نمــيدانم.

ســياه ســنگ: امـــام الدين عضــو کدام جناح حــزب بود؟
پنجشــيري: او خلقي بود و از طريق سـازمــان نظامــي جناح خلق با حفيظ الله امين رابطه داشــت.

ســــياه ســنگ: به اســاس گفته هاي شــما، امــام الــدين نه کلاشــينکوف برداشــته و نه به ســوي محمــــد داوود و خــانواده اش آتش کشــوده اســت. (نبي عظیمی وايي چي امام الدین د کلاشینکوف په جناحي ډزو سره یي په وژلو شروع وکړه او حمید روغ ته امام الدین قاتل پخپله خوله ویلي چې شهيد سردار محمد داؤد خان مې په سر داسې وویشت چې د سر کوپړۍ یی والوتله.)

پنجشــيري: کامــلاً درســت اســت. امـــام الـــدين نميتوانســت کلاشــينکوف را بــردارد و فــير کـند. او خودش زخـمي شــده بود. عسـکرهـاي مســلحي که همراهش بودند، ديدند که داوود و پســرش فير ميکنند. اينها هم دســت به عمل متقابل زدند. به همين دليل اســت که امــام الــدين ميگويد: "مـا هــم زديم، ســتياي شــان کــديم."(د پنجشېري ضد و نقیضې اپلتې او بله بی منطقه خبره سردارمحمد داؤد خان غوندې دښمن ته امام الدین خالي لاس ورغلي وو .)

ســياه ســنگ: امــام الــدين و همــراهان تفنگدارش فــرمان آن کشــتار بيدريغ را از چــه کس يا کســاني گرفته بودند؟ رهبري حــزب در مـورد ســرنوشــت محمـد داوود و خــانواده اش چه ميگفت؟ شــما چه نظر داشــتيد؟

پنجشــيري: پس از انتقال نورمحمــد تـره کي، ببرک کارمــل، داکتر شــاه ولـي، مــن (دســتگير پنجشــيري)، ســليمان لايق، بارق شــفيعي، عبدالحکيم شــرعـــي جــوزجاني و حفيظ الله امين از بازداشــتگاه ولايت کابل به راديو افغانسـتان، تقســيم وظايف چنين صورت گرفت: تره کي، کارمل، لايق و مــن وظيفه تبليغ سـياســي را به عهــده گرفتيم و حفيظ الله امين، عبدالقـــادر هــراتي و محمـد اســلم وطنجار رهــبري نظامــي را به دوش گــــرفتند.

نور محمـد تره کي و ببرک کارمل در مــوضــوع چگـونگي برخورد با محمــــد داوود و خـاندانش نظرهــاي متفاوت داشــتند. تره کي به کشــتن و کارمــل به زنده نگهــداشــتن شـان اصـرار ميکرد.

مـــن به پاســخ نور محمــد تره کـي گفتم: "نبايد اصــول مبارزه اجتماعــي را خــوار شــمرد و نبايد با قيام بازي کــرد". ســليمان لايق که از مــرگ دامــاد و رفيق بســيار نزديک خود، عميقاً غمگـين بود، درمــورد محمـد داوود گفت: "دا فـــرعـون ووژل شــي" (اين فـــرعـون کشــته شــود).

در اين برهــه حســاس و فيصله کن تاريخ، نور محمــــد تره کي به رهــبري نظامــي انقلاب (حفيظ الله امين، عبدالقادر و اســلم وطنجار) دســتور مشــخص زيرين را صــادر کــرد: (البته د دستګير پنجشېري پـه اسرار)

"هـــرگاه ســردار محمــد داوود و وابســتگانش از فـــرمان انقلاب گردنکشــي کنند، در مقـابل قيام کنندگان دســت به ســلاح ببرند و در برابر دســتور حــزب بيچون و چرا تســليم نشــوند، نيروهـــاي مســلح مــا حــق دارند که از آزادي و امنيت شـخصــي خود و از نظم انقلابي شــجاعــانه دفــاع کنند. هــرگاه آنها از مقاومت مســلحانه دســت بکشــند و ســلاح بر زمين بگــذارند، بايد به جــاي مصون انتقال يابند. در اينصورت، با آنان طبق قوانين مملکتي برخـورد محترمانه و افغاني خـواهد شــد."

البته، متن اصلــي اين دســتور پشــتو اســت و مــن (پنجشــيري) آن را به فـارســي ترجمــه کردم.

ســياه ســنگ: پيش از آنکه به جــزييات نوشــته هاي تان در کتاب "ظهـور و زوال حــزب دمــوکراتيک خلق افغانســتان" پرداخته شــود، بايد گفت که کســــي به نام غــلام رســول باوري (باشــنده لندن/ انگلســتان) شــما را قاتل اصلي محمـد داود و خــانواده اش خــوانده اســت. بخشــهايي از نوشــته نامبرده در يکي دو ســايت چنين اند:

"بنده [غلام رســول باوري] آن روز در دســتگاه راديو تلويزيون وظيفه تخنيکي داشــتم. /.../ دروازه ســتديوي ثبت و پخش به شــدت با برچــه و قنداق تفنگ باز شــد و يک جــوقه ســرباز مســلح همــراي [خيال محمــد] کتوازي و دســتگير پنجشــيري در لباس به اصطلاح خودش "پلنگينه پوش" و با عينکهاي نهايت ضعيف بين داخــل گــرديد.

اتاق فــرمان در محاصــره قــرار گرفت. افســري به رتبه جگــرن ميان پنجشــيري و کميته انقلابي در راس [آن] قــومندان انقلاب حفيظ الله امين و [محمــد اســلم] وطنجار در رفت و آمــد بود. او يادداشــتها را انتقـال ميداد. دســتگير پنجشــيري در اتاق بزرگ دســتگاه قـــدم برميداشــت و به داوود و خـاندان يحيي و محمـــدزاييها دشــنام ميداد و منتظــر اطــلاع قتل او بود.

جگــرن مــوصــوف با عجــله داخــل آمــد و گفت نســبت مخـالفت پرچميها و به خصــوص ببرک کارمل از کشــتن ســردار محمـد داود جلوگيري [ميشــود]. آنها پيشــنهاد دارند که موصوف رييس جمهــور قانوني و انتخـابي مــردم اســت، [بايد] زنده دســتگير گــردد! پنجشــيري با عصبانيت گفت: آنها "گـ..." ميخــورند! ببرک جاســوس آنهاســت و در خــوان آنها بزرگ شــده. خــودش را با داوود يکجا به قتل برســانيد.

بعداً به من دســتور دادند که کمره ســــيار را گــرفته و در اتاق قـــوماندان انقلاب برويم. ناگزير با کمــره مجهـــز جاپاني و آقايان پنجشــيري و کتوازي پيش حفيظ الله امين رفتيم.

پنجشــيري با عصبانيت از حفيظ الله امين پرســــيد: اين چـه قــوم پرســتي و مليت پرســتي را به راه انداخته ايد؟ چــرا دســتور قتل ســردار ديوانه، اين وارث جــلاد عبدالــرحمان، حبيب الله و نادر غــدار را صــادر نميکنيد؟ مگـــر خون تاجکها ســفيد و از پشــتونها ســرخ اســت؟ حفيظ الله امين در حــالي که خنده بر لب داشــت و مســت باده پيروزي بود گفت رفيق انقلابـي داخل ارگ شــما، ســردار ببرک کارمل مخـــالفت نموده اســت. تنها ســلطانعلي کشــتمند طــرفدار قتل او ميباشــد. پنجشــيري باعصبانيت از تره کي معلومات خواســت و همه صلاحيت و قـــرار را به قـــرارگاه انقلاب ســپرد. بعد از اين دســتور، دســتگير پنجشــيري عقب مخـــابره قــرار گرفت، ابتدا شــعر حماســي خواند و بعد مکــرراً دســتور پي در پي قتل بدون چــون وچراي ســردار محمــــد داود را ميداد. دراين وقت جگــرن رفيع با عصبانيت از دســتگاه او را ديد و از تلويزيون خـــارج شــد و نزد ببرک کارمل رفت.

جنگ شــديد در گرفت. بعد از ظهر تمام مخـــابره ها وگــزمه هاي ســــيار انقلابي اطلاع داد که ســردار داود، ســردار نعيم و ســــي نفر از اعضاي فاميل شــان کشــته شــدند و ارگ تســليم گرديد.

حفيظ الله امين، وطنجار، پنجشــيري، کتوازي و چند تن ديگر با باز نمودن بوتلهاي ودکا جشــن شــادي و ســرور را برپا کردند. دســتگير پجشــيري با شــعار بر ضد همه پشــتونها نشــه حفيظ الله امين را خراب کرد. او عصباني شــد و پنجشــيري را دعوت به خـــاموشــي کرد."
بيا هم کریم میثاق خلقي د سیاه سنګ سره په مرکه کی داسې وايي : تا آخـــرين گلــوله ...

امــروز درسـت ســي ســال از مــرگ محمــد داوود و خـانواده اش ميگــذرد. اگــر او زنده ميماند، در هـــژدهم جــولاي 2008، نودونه ســاله ميشــد.

امام الــدين (افســر کماندوي ديروز ارتش افغانســتان و جنرال افســرده امـــروز در گوشــه يي از اروپا) هـــر باري که زخمهاي دســت راســتش را نگاه ميکند، به ياد رويداد خــونين بيســت و هشــتم اپريل 1978 مـــي افتد و واپســــين ســخنان محمــــد داوود را از نزديک ميشــنود: "غـير از خـــدا به کسـي تســليم نميشــوم و تا آخرين گلوله حـــاضر اســتم براي مبارزه."

شــگفتي ندارد. هـــر که به جــاي امــام الدين ميبود، اين گفتگــوي کوتاه با محمـد داوود را تا پايان زندگي فــراموش نميکـــرد:

_ "چون قدرت به حـزب دمکراتيک خلق انتقال کـرده، بايد تسـليم شـويد.
_ شــما اين امـــر را از طرف کــي داريد؟
_ از طـرف قـــادر دارم.
_ غير از خــدا به کسـي تســليم نميشـوم و تا آخـرين گلوله حاضر اســتم براي مبارزه."

نام مــــن امــام الدين اســت

عبدالکـــريم ميثاق (بنيانگذار و عضــو بيوروي ســياسـي حــزب دمــوکراتيک خلق افغانســتان/ وزير دارايــي/ داســتاننويس و پژوهشــگر ميگــويد:

"ســوال اين بود که داوود خــان از بين برده شــود يا داوود خــان زنده باشــد؟ يک بخش از کميته مــرکزي ميگفت که داوود خــان زنده باشــد و کشــتن او يک مســئوليت تاريخي دارد. [بهتر اســت] او آورده شــود در راديو و بگــويد که اقـــدامي که صورت گــرفته درســت اســت، مــن حــزب دمــوکراتيک خلــق را تاييد ميکنم و بخـش ديگــري ميگـفت که اين خودش يک اشــتباه تاريخــي خواهــد باشــد. به مجــردي که صــداي داوود خــان را زنده مـــردم بشــنوند، شــايد قيامهــا به نفعــش صــورت بگيرد و اين قيام ناکام شــود. در اين طـــرح عمــده دو نفـر زيادتر بحث ميکــردند: يکي دســتگير پنجشــيري بود و يکي هم ببرک کــارمل بود.

يک صاحبمنصب آمـــد که از دســتش خــون مي آمد. دســتش خــونچکان بود و در مقـابل اعضــاي کميته مــرکزي ســلامي زد و گفت که نام مــن امام الـدين اســت، عضـو حـزب اســتم. مــن در درون ارگ بودم. رفتم به [کاخ] گلخــانه و داوود خــان را گفتم که چــون قدرت به حــزب دمـوکراتيک خلق انتقال کرده، خــودت وظيفه داري که تســليم شــوي. يک دخترش همــراهـش بود. عـبدالاله [معــاون صــدراعظــم و وزير امــور خـارجه] هــم همراهش بود. داوود خـان ســر من فير کرد. وقتي فـير کرد، دســتم را زخمــي ســاخت. در اين وقت دخــترش خــواســت مــانع شــود که فير نکــو کــه او هــم فير ميکند. اگــر تو فير کــردي، او هــم فير ميکند. [امـــام الـدين] گفت که در اين وقت ســر دخترش هــم فير کرد و ســر مــن هم فير کرد.(چورلټ دروغ هم یی په خلقي امام الدین فیرونه کړل چې له یو کنډک مسلح عسکرانو سره مرګ ته یی ورغلي وا او هم یی خپله نازولي لورکي په لاس ویشتلي وه دا نو بیا داوود خان بلکل د کوبایی فلمونو اکتر وو خداي مو تباه کړه کمونیستانو په ښکرورو درواغو.)در اين وقت من هم کلاشــينکوف را کشــيدم و زدم کل شان را از بين بردم." (برگهــاي 224 و 225، "افغانســتان در قــرن بيســتم: 1900-1969"، از مجمــوعه برنامه هــاي بي بي سي، ظاهـــر طنين، 2005)
دریم – د داودخان د لمسي یعنې داؤد نظام مرکه د بهار تلویزیون سره چي د جرمن افغان انلاين لخوا خپره شوه ضرورت د تکرار یي نشته.
څلورم – د شهيد سردار محمد نعیم خان د خداي بښلي میرمنې مرکه د بی بي سي د پښتو پروګرام ژورنالیست داؤد جنبش سره یی کټ مټ نقل کوم :
ډاکټر داود جنبش ۰//۴۱/۴۱۰۲
ولسمشر داوود خان او کورنۍ یې څرنګه ووژل شول؟

پر بي بي سي راډیو خپور شو، له کابله مې یوه ۰٢ کال د اپرېل پر ۰//٢ (یادونه :په هغه شېبه چې دا رپوټ د همکار په اېس اېم اېس کې راته ولیکل: "دا دى ولسمشر کرزي فرمان ورکړ چې یو کمیسیون دې د داودخان او د هغه د کورنۍ د غړو د هډونو د موندلو له پاره وگومارل شي." د بي بي زهرې نعیم د زړه آرمان پوره شو :د افغانستان د لومړي ولسمشر او د کورنۍ د غړو هډونه څرخي پله ته څېرمه په یوه ډله ییز قبر کې وموندل شول .بي بي زهره هم اوس وفات شوې، خو دوعاوې به یې تل د ولسمشر حامد کرزي د لارې ملې وې چې د هغې او د گڼو افغانانو د زړه آرمان یې پوره کړ او خپل درنښت یې وښود. پر وطن بیا داسې تباهي را مه شه).

دا دى زما د هغه رپوټ بشپړ متن له سريزې سره:

له ولسمشر داود خان سره د غویي د اوومې په کودتا کې د دۀ د کورنۍ په لسګونو کسان ووژل شول. د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د برخلیک په اړه چې د ثور پر اوومه څه پرې راغلل، ډېرې خبرې شوي او بېشمېره کتابونه لیکل شوي. خو یو یې هم ښایي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپله وریندار یې وایي. میرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارګ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو وروسته یې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترګو لیدلي دي. مېرمن زهره اوس په لندن کې د زړو خلکو په یوه پالنځي کې شپې تېروي. داود جنبش د زهرې خاطرې اوریدلي دي او داسې یې یادوي:

په لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وریندار ده. دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره یو ځاى په یوه پالنځي کې اوسي، خو د دې خونه تر هغو توپیر لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعیم په عکسونو او یادګارونو ډکه ده .دلته د افغانستان د نژدې یوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ویرجنې یې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي. زهره نه غواړي چې عکس یې واخیستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتیا سره کوي:

هغه وايي:

"په هغه ورځ، نعیم خان نه و .لوڼې مې په کور کې وې او لمسیان ښوونځیو ته تللي وو .زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې یو افسر راغى او په بیړه یې ارګ ته وغوښتم .موږ د داود خان له بچو سره یوځاى ګلخانې ماڼۍ ته ورغلو. داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې .هلته کېناستو .په دې کې ....الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پیل کړل .دا حالت تر ماښامه روان و .چې بمبارد زور واخیست، داود خان وویل :ځئ لاندې ولاړ شئ. د وتلو پر مهال، د ګلخانې د وره له خوانه ډزې پیل شوې .فکر کوم دا د ارګ دننه د خلقیانو او پرچمیانو ډزې وې . په دهلیز کې د داود خان لور زرلښته او لمسۍ یې غزال چې اته کلنه او د عمر لور وه، ټپیان شوي وو .هغوى یې بلې خونې ته راوړل .زما لمسۍ- دیارلس کلنه صفورا پر ټټر لګېدلې وه، د داودخان زوم- نظام وویل چې ضعف یې کړې دى، نوره ښه ده، خو چې ویې لیده نو مړه شوې وه .زما د سترګو په وړاندې مړه شوه." او د غېږې کوچنیان هم خوندي نه وو:
"شیما – چې د سردارصاحب (داود خان )نږور او د وېس مېرمن وه، دوه بچیان یې په غېږ کې نیولي وو او دیوال ته یې تکیه کړې وه، کله چې موږ راووتو دوى په ګولۍ لګېدلي وو .له خپلو بچو سره یو ځاى درېواړه شهیدان شوي وو".

له زهرې نه مې هیله وکړه چې دا خبره یې ثبت کړم چې د دې په خپل غږ راشي، پورته یې راته وکتل او د هو سر یې وخوځاوه.

نور نکل يې داسې اوږد کړ:

"زما او د نعیم خان لور زرمینه، د داود خان خور عایشه چې معیوبه وه او په ګاډي کې به ګرځېده، د داود خان شینکۍ او زرلښته داودخان ته ورغلل او څنګ ته یې ودرېدل .دا –مېرمن زینب چې زما خور وه او لوڼې یې صحنه مې پخپله نده لیدلې، خو راته وویل شول چې په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسلیم شه .هغه ورته په ځواب کې وویل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي. په همدې وخت کې د ډزو غږ شو :داود خان، نعیم خان، زینب، شینکۍ، د داود خان درې واړه زامن :خالد، ویس او ) دوى ټول ځاى پرځاى همدغلته ووژل شول( .کودتاکوونکي – د شاه محمود خان زوى –عمر او دغه راز نظام وروسته په موږ پسې راغلل او ویل یې چې ځئ له دې خونې نه ووځئ او که نه نو د کوټې چت درباندې رالوېږي.

د وتلو پرمهال مې ولیدل چې د داود خان، نعیم خان او نورو مړي پراته دي .زه هم په پښه لګېدلې وم .موږ څو تنه یې وروسته روغتون ته بوتلو. لس ورځې یې دلته وساتلو او بیا یې محبس ته بوتلو . خورشید او توران چې – د نعیم خان لمسۍ –دوه تنه د سردار تیمور شاه زوى و، په روغتون کې وساتل ګلالۍ چې د عمر – شول .د داود خان یوه نږور مېرمن وه، اووه ډزه لګېدلې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. " له زهرې نه مې وپوښتل چې د داود خان د خولې وروستي ټکي یې په یاد دي؟ هغې بې له ځنډه وويل :

هو .نکل یې پیل کړ .خو ما ودروله .نه ...خیر دى، په خپلو ټکو یې راته ووایه .او هغې بیا زړه نازړه موافقه وکړه: "کله چې هغوى راغلل او لټول یې کول، زه د خپل مېړه څنګ ته ناسته وم .پښه یې په ګولۍ لګېدلې وه .ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (یعنې داود خان )وویل چې ځئ، ووځئ .ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بیا نه یو پوه شوي". زهره وایي چې د کورنۍ شاوخوا اویا غړي یې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول .او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هیواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زیارت پرې جوړ کړي

پای

د لر او بر د ویبپاڼی څخه په مننه
دا د عیني او غیر عیني شاهدانو اظهارات یو تن هم دا ندي ویلي چی ویس داود د خپلی کورني غړي شهیدان کړي.
پاي
نوټ:په قوسینو کی په پښتو د لیکوال وضاحت او نظر دي.