‎ازبکستان ته د اتمر صیب سفر !
‎د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په دې لن‌‌‌‌‌‌ډو څو ورځو کې پاکستان ته دوه سفرونه وکړل چې موخه یې هم د افغانستان د سولې مساله وه، له پاکستاني چارواکو یې څو ځلې غوښتنه وکړه چې طالبان د سولې ته کېنوي ولې پاکستان تر ننه هېڅ راز صداقت د سولې په خبرو کې ندی ښودلی ښايي بیا یې هم ونکړي.
‎د افغان حکومت مشرانو نه یواځې دا چې له پاکستاني چارواکو سره یې مستقیمې خبرې کړې دي بلکې ، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې هم څو ځلې د پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې. طالبان د سولې مېز ته کېنوې ، پاکستان په خپلو تیرویستونکو خبرو سره تل خپل ځان له مسوولیت څخه خلاص کړی دی او تر ننه یې یوه وړه هڅه هم د افغانستان د سولې د پاره ونه کړه.
‎ اتمر صیب د سولې د خبرو د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي ، تر څو نور هېوادونه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
‎دا دی اوس تازه اتمر صیب ازبکستان ته د سولې د خبرو د پاره تللی دی ښايي د ازبکستان منځګړيتوب د سولې په برخه کې ښې پایلې ولري.
‎ځکه چې افغانستان او ازبکستان ددې تر څنګ چې نېږدې سرحد یو د بل سره لري د دواړو هېوادونو حکومتونه او خلک ښې اړیکې هم لري.
‎ د رسنیو د راپورونو له مخې اتمر صیب د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي او د سولې د روانو هڅو په اړه یې خبرې او بحثونه کړي دي. 
‎کاملوف ویلي، غواړي افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنوي نو پر همدې مسئله یې له اتمر صیب سره هم بحثونه کړي دي.
‎ څو ورځې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري. 
‎که د ازبکستان چارواکي رښتیا هم له طالبانو سره اړیکې ولري نو امکان شته چې وسله والو طالبانو ته قناعت ورکړي څو له افغان حکومت سره سوله وکړي او نوره له جګړې لاس واخلي.
‎د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت
‎هڅه کوي طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته کېنوي او د سولې لپاره به هېڅ راز هڅې و نه سپموي.
‎اصلآ دا څو کاله طالبان کله هم مخامخ خبرو ته ندي حاضر شوي او نه یې تر ننه خپله ستونزه واضع کړې، دا له ورایه ښکاري چې د طالبانو واک له پاکستان سره دی هر هغه څه چې پاکستان ورته وايي هغه طالبان ترسره کوي.
‎د افغان حکومت مشران د سولې د راوستلو په هڅه کې دي ،ځکه چې زموږ مشرانو له ولس سره ژمنه کړې ده او دا یې مسوولیت ګڼلی او هیله شته چې دا ځل به د ازبکستان په منځکړیتوب د سولې خبرې پایلې ولري .
‎ټولو بهرنیو هېوادونو ته د اتمر صیب سفرونه هیله بښونکي دي او له لاس ته راوړنو خالي نه دي.
‎یوه هیله ولس څخه هم کېږي.
‎سره له دې چې دولت مو د سولې په پروسه کې سختې هڅې کوي ولس هم باید په دې برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي .
‎قومي مشران د خپلو سیمو کې له وسله والو سره خبرې وکړي دېته د وهڅوي څو له دولت سره سوله وکړي، دا به یو بل مثبت ګام وي ځکه د قومونو هڅې د سولې په برخه کې تل پایلې لرلي دي.
‎بیا هم په وروستۍ کې وایمه دا چې زموږ هېواد افغانستان له ازبکستان سره ښه ګاون‌‌‌‌‌‌ډيتوب لري او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې د یو بل سره کلتوري او نورې ښې اړیکې لري د سولې په برخه کې یې هم هڅې ښې پایلې لرلی شي.
‎خو یوه مسله شته هغه دا چې طالبان باید نور ځانونه د پاکستان ، ایران او نورو استخباراتو له انحصار څخه وباسي تر څو باعزته ژوند وکړي او د نورو افغانانو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د ټولو حقونو برخمن شي.
‎د سوله ییز افغانستان په هیله .
‎مینه منګل