‎د پاکستان دوه مخی سیاست !
‎پاکستان تل دوه مخی سیاست مخته وړی دی ، تل یې هڅه کړې چې په دوه مخي سیاست سره افغان حکومت او نړیوال دوکه کړي، سره له دې چې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېر خوندي ژوند لري او دا د پاکستان له وسه پوره دي چې وسله وال طالبان سولې ته کېنوي خو دا کار نه کوي، دا چې پاکستان له یوه ناڅرګنده. سرنوشت سره مخ دی او تر سختو فشارونو لاندې دی نه غواړي چې د خپل لاس وسلې یعنې طالبان د له افغان حکومت سره سوله وکړي، یو دلیل یې دا دی چې پاکستان غواړي په افغانستان کې جګړه توده وساتي او سیمه ترې نارامه وي بل دا چې اوس په ټول پاکستان کې د پښتنو پيل شوی تحریک هم د پاکستان د پاره یو سر خوږی جوړ شوی او د پاکستان پوځ یې سخت ورخطا کړی دی نو دوی له طالبانو څخه په خپله نفع په هر حالت کې استفاده کولی شي .
‎په دې وروستیو کې د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړی دی څو د پاکستان حکومت مشرانو سره خبرې وکړي چې طالبان د د سولې خبرو ته کینوي او د افغانستان جګړې ته نور د پای ټکی کېښودل شي، ځکه چې دا جګړه د افغانانو نده نو دا تپل شوې جګړه نوره افغانانو ته د زغم وړ نده ، خو باورنه شته چې پاکستان به کله هم طالبان سولې ته کینه نوي ،
‎په افغانستان او عراق کې د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي ، پاکستان د نړیوالو فشارونو له کبله په دې توانیدلی چې وسله وال طالبان او افغان حکومت خبرو ته کینوي نه سولې ته .خلیل زاد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلی پاکستان په ډیره ځیرکی غواړي نړیوال فشار له ځان نه لرې کړي او مقابل کې یې وسله وال طالبان پر دې پوه کړي دي چې یوازې به له افغان حکومت سره خبرې کوی نه سوله .
‎افغان دولت او افغانان په هر حالت کې سولې ته چمتو دي او سوله کولی شي .
‎موږ د اوربند په ورځو کې ولیده چې افغانانو او زموږ امنیتي ځواکونو څومره مینه طالبانو ته ورکړه ، اوس باید طالبان د افغان حکومت وړاندیز ومني او راد شي سوله د وکړي د خپلې خاورې څخه د ساتنه وکړي د پاکستان په وړاندې ددې یو موټی شي.ولسمشر غني په وار وار غږ پرې کړی چې راد شي طالبان د سوله وکړي په ټاکنو کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي د سیاست د لارې د ځانونه قدرت ته ورسوي، جګړه د حل لاره نه ده.
‎د خدای ج په زور او د افغان حکومت د مشرانو د هوښیارانه سیاست په برکت سره هم به د پاکستان دوه مخی سیاست افشاء کېږي او هم به وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سوله کوي.
‎مرګ د افغانستان پر دښمنانو .
‎ژوندي د وي د افغانستان ټول قومونه .
‎مینه منګل