د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په کلاندې کلي کې له نن څخه شاوخوا ۳۵ کاله مخکې عبدالحکیم د محمد عظیم په یوه نېستمنه کورنۍ کې وزیږېد. هغه لا ډېر تنکی ؤ چې له پلار سره یې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه اوږه وړاندې کړه او د خپلو ماشومانه لوبو وخت به یې د نورو په مزدورۍ تېراوه.
ځوان شو، کوژده یې وکړه، مګر بیا یې هم نېستۍ او بېوزلۍ لمنه نه پرېښودله، خپله کوژدنه یې زیات وخت د پلار په کور وه، بلاخره وتوانېد چې خپله کوژدنه په کور کړي. لنډه به یې وایم چې الله پاک څلور زامن او یوه لور ورباندې ولورول.
څو ورځې مخکې یو ځایي طالب د عبدالحکیم د مشر ورور سید حکیم لور په موټر سایکل وهي، کله چې د جینۍ پلار او تره خپله تنکۍ لور او ورېره په بد روغتیايي حالت کې ویني، نو خپل احساسات نه شي کابو کولی او نوموړی طالب ښکنځي. یاد طالب ورته وایي چې: «ماشومه به روغه شي، مګر زما او ستا حساب خو پاتې دی».
له پېښې څو ورځې وروسته عبدالحکیم د کوز کلي له یوه دوکان څخه جلبۍ اخلي او د خپلو اولادونو او مېرمنې په لور خوځېږي، مګر د ناپېژانده کسانو له خوا یې تر یرغمل وروسته سر په توره کڅوړه کې پوښل کېږي او له کلي لیرې یې د یوې بېدیا په لور بیايي. ښایي عبدالحکیم ورته ډېر ویلي وي، چې روژه مې په خوله ده، کڅوړه کې مې ساه بندېږي، خوله مې وچېږي، خو د ده حساب دومره سپک نه ؤ چې څوک یې خبره واوري. د بېدیا ټکنده غرمه کې ور سره د ټوپک په خوله حساب خلاصېږي. دا حساب یې دومره دروند ؤ چې یوازې سینه یې ورته په ګولیو نه سورۍ کېږي، بلکې مخ یې هم ورته روغ نه پرېږدي. ښایي دوی به ویل چې هغه ژبه چې ده کارولې هغه د مخ په کاسه کې ده او په سینه کې نه ده.
الله پاک خو د عبدالحکیم روح له دې فاني نړۍ څخه د روژې په مبارکه میاشت کې واخیست او جسد یې د جمعې په شپه د ځمکې زړه ته کوز شو، مګر له ده سره یې یو ځای د خپلې ځوانې کونډې او یتیمو اولادونو مینه، هوس، هیلې، نازونه او آرمانونه هم د ځمکې تل ته یوړل.
که څه هم په هېواد کې روانو حالاتو ډېر سخت زړی کړی یم. مګر په روژه میاشت کې د عبدالحکیم د شهادت غږ ډېر وځورولم، خو له سترګو مې اوښکې بیا هغه وخت تویې شوې چې د هغه د کوچني یتیم کیسه مې واورېدله. خبر شوم چې کوچني یتیم یې د اختر په ورځ د شهید پلار بوټونه په غېږ کې نیولي وو. خپل پلار یې غوښت. خو هېڅ هم په لاس نه ورتلل، مګر څه یې چې تر لاسه کړل هغه یې د خپلې مور په ستوني کې ایسار ژړغونی غږ، د خپلو نورو وروڼو او خورکۍ الوتې څېرې، د ترونو بې وسي او نېستي او په اوښکو او خولو کې ډوب خوب!!!!
زموږ په سیمه کې د شهید عبدالحکیم شهادت لومړی نه دی. په دې جګړه کې یوازې طالب په ولس زړه نه دی یخ کړی، بلکې د سیمه ییز حکومت د سخت زړیو مسؤلانو ړندو مرمیو هم زموږ ولس ته د هوسا ساه ایستلو موکه نه ده ورکړې.
مظلومه شهیده! شهادت دې قبول شه.
ته خو لاړې مګر موږ ته خو دې د خپلې ځوانې کونډې د آرمانونو په اندازه پوښتنې پرېښودې. د دې پوښتنو لړۍ به زه پيل کړم، مګر پاتې به ملګرو ته پرېږدو، تر څو وکولی شو چې د شخصي عقدو له مخې د راولاړو دې ډول پېښو له پاره د عدالت غوښتنې یوه منظم مېکانیزم تطبیق ته لاره هواره کړو.
1. آیا عبدالحکیم او یا هم د حکیم ذات په سلګونه نور بنده ګان په سپېڅلې جګړه کې مردارېږي او یا که د شخصي عقدو له مخې د شهادت جامونه نوش کوي؟
یادونه: زه د شهید عبدالحکیم په شهادت کې هېڅوک نه تورنوم، مګر د شخړو په ټولو ښکیلو لوریو غږ کوم چې د شهید عبدالحکیم د بې وسه کونډې او کوچنیو ماشومانو د عدالت غوښتنې غږ واوري.