د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د اوربند اعلان هغه څه وو چې سیاسي او فکري رقیبانو یې هم ومنلو او د ولسمشر له دغه ګام څخه یې دفاع وکړه .
رب دې توفیق درکړي چې د سولې مذاکرات بریالي کړې!په طالبانو غږ کوو چې همدا مو د با عزته سولې وخت دی، خدای مکړه که دا وخت تیر شي، بیا به نه با عزته سوله وي او نه به ستاسو بریا وي!
دا چې ولس دومره مینه درکړه، ددې لپاره وه چې تاسو سولې ته مایل شئ او له خپلو مسلمان افغان وروڼو سره سوله وکړئ. نور افغان وژنې ته د پای ټکی کیږدئ.
راځئ با عزته سوله وکړئ، له جنګ څخه لاس واخلئ! دا وعده درکوو چې د بهرنیانو په وتلو کې به ټول په ګډه هڅه وکړو، خو په دې شرط چې لمړی سوله وشي او ټول ګډ ژوند اختیار کړو."

د سولې لپاره د سپين ږیري ولسمشر انعطاف د هغه مجبوریت او کمزوري مه ګڼئ؛په دې جګړه کې نه د هغه سر ته خطر شته او نه یې د اولادونو.
د سولې د ټينګښت په لاره کې د هر فرصت ضایع کول د ولس د وژنې او د وطن د ړنګیدا لامل ګرځي.
مکوئ؛ هر فرصت تل نه وي؛ بیا به لکه مچان لاسونه مروړئ او خلک به در نه استفراغ کوي د طالبانو دا ادعا چې ګوندې د اختر اوربند د دوی خپل مستقل تصمیم و ثابته یې کړه چې دوی تر یوې قوماندې لاندې جنګېږي له ځو زاویو چلنج کېدای شي که چېرې دا د دوی خپأ مستقل تصمیم و، د خلکو د هوساینې له پاره، ولې یې دا غم مخکې نه کاوه، ولې یې د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو وحشتونو ریکارډونه مات کړ که دوی تر یوې قوماندې لاندې وو نو ولې بیا د دوی له خوا د اعلان شوي اوربند موده څو ساعته را لنډه شوه او د اختر په دریمه ورځ له غرمې وروسته دوی تعرض پیل کړ؟ له دې مالومېږي چې د اوربند موفقې تجربې او د خلکو بې ساري ملاتړ دوی سخت وارخطا کړي دي، دوی پوه شول چې په خپلو صفوفو کې یې هم څوک د دوی د داعیې پر مشروعیت چندان باور نه لري په پکتیکا کې د سولې له اته زره کسیز کاروان سره د طالبانو سپک برخورد او بیا د طالب مشرانو دا توجیه جې سپک برخورد له نورو ولایتونو راغلیو طالبانو کړی په خپله هم د ښو مقالو موضوع کېدای شي.خبره ټوله په بادار کې ده؛ جمهور رییس او افغان حکومت خو خپله ټوله وسه وکړه، چې طالب سولې ته راکش کړي خو هېڅ ګټه یې ونه کړه؛ خو د پنجاب په امر درې ورځې اوربند ثابته کړه، چې د پنجاب آمر ورته د خدای او رسول تر حکم ډېر ارزښت لري؛ نو افغان مشران هم نور مجبور دي چې له پنجاب سره خبرو ته کیني خدای پاک دې هغه وکړي، چې زموږ ټولو پکې خیر وي. موږ له خپل تیر څخه عبرت اخلو کاش د دې دومره سرزورۍ سره سره مو لږ له تدبیر او حکمت څخه هم کار اخیستی. مجاهدینو دواړه پښې یوه موزه کې اچولې وي، چې نجیب سره سوله نه کوي خو په نړیوالو مجالسو کې بیا د پنجاب خاموش مجاهدینو زموږ استازولي کوله او پایله یې دا شوه، چې نجیب خو لاړه خو د مجاهدینو په اړه د ده تحلیل داسې په تول پوره وخت چې پوښتنه یې مکړه.نن هم همغه تاریخ تکراریږي، طالب له خپل مسلمان ورور سره نه کيښني او ضد یې همدا دی، چې امریکا سره نیغې خبرې کوي دا کار به هم وشي خو وخت به تیر وي او بیا به لاسونه مروړو ازادي په دې مانا نه ده چې څه دې زړه وغواړي ویې کړې بلکې په دې مانا ده چې د هغه څه کولو ته دې څوک مجبور نه کړي چې نه یې غواړې ویې کړې.
د "هلمند نه تر کابله" د سولې کاروان ته يې پرون ارګ ته بلنه ورکړه، هغوی يې بلنه خو و نه منله، بلکې د ولسمشر هغه غوښتنه يې هم رد کړه چې ویل يې ستاسو هرکلي ته به عیدګاه ته درشم؛ خو د دې سربېره بیا هم ولسمشر د دوی پرلت ته نن ورغې او ورته ويې ویل " ستاسو له تڼاکو پښو ځار شم
ولسمشر لخوا له هلمند څخه راغلي د سولې کاروان ته درناوی کول او له ارګ څخه راوتل او بیا له دوی سره د غازي لوبغالي مخې ته ناسته کول، دده په غوره شخصیت، ښې رهبرۍ، احساس د مسؤلیت، او له وطن سره یې پر بې سارې مینې دلالت کوي.