د ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لړ کې ښايي د استرالیا د مهاجرت په کلنۍ شمیره کې د پام وړ کموالې ولیدل شي.

دغه ورځپاڼه وايی د ۲۰۱۷ مالي کال راهیسې استرالیا کې د بهرنیانو د ویزو درخواستونه د تیرو کلونو په پرتله ډیر کم قبول شوي، ځکه په دغه هیواد کې پر مالي ملاتړ ویزو او همدرانګه د مهارت لرونکو بهرنیانو پر ویزو ځینې محدودیتونه وضع شوي چې د دغه ډول ویزو ترلاسه کول یې د بهرنیانو لپاره ستونزمن کړي.

د استرالیا د مهاجرت پروګرام په اساس د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې استرالیا کې هر کال ۱۹۰ زره ویزې بهرنیانو ته ورکړل شوي خو دغه شمیره تیر کال ۱۸۳ زرو ته راټیټه شوه او ښايي په ۲۰۱۸ کال کې تر دې هم نوره راټیټه شي.

د ګارډین ورځپاڼه د استرالیا د سنا مجلس څخه د ترلاسه شوو احصایو او شمیرو له مخې وايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به د ویزو صادرول تر ۱۶۵ زرو هم راکم شي چې دا به د استرالیا د مهاجرت پروګرام د تیرو ۷ کلونو ترټولو ټیټه شمیره وي.