د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمیشنري په یو نوي راپور کې وايي، پاکستان اوس هم د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو زیاتو کډوالو کوربتوب په غاړه لري.

UNHCR په خپل دغه راپور کې پاکستان د نړۍ د یواځیني هیواد په توګه اعلان کړې او له دغه هیواد څخه یې مننه کړې چې سلګونه زره کډوالو ته، په خاصه توګه د افغانستان د جګړو له امله بې ځایه شوو کډوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د کلونو راهیسې بې له کومو شرایطو د نړۍ میلیونونو کډوالو کوربتوب کړې او په ځانګړې توګه د افغانستان اغیزمنو خلکو ته یې تر ټولو غوره امکانات برابر کړي.

د راپور له مخې، پاکستان په دوامداره توګه د دریو لسیزو لپاره له میلیونونو افغان کډوالو څخه ساتنه او پالنه کړې.

همداشان دغه راپور وايي، که څه هم د افغان کډوالو شمیره اوس پاکستان کې راکمه شوې یعنی دغه هیواد کې اوس ټولټال ۱.۴۵ میلیونه افغان وګړي د کډوالو په توګه ژوند کوي، خو بیا هم دغه شمیره د کډوالو د نورو نړیوالو کوربه هیوادونو په پرتله څو برابره زیاته ده.