رمضان او د قدر شپه
رمضان المبارک مياشت د بخښنې ، رحمت او له جهنم څخه د خلاصون مياشت ده. دا مياشت د شيطانانو د تړلو، د دوزخ د دروازو د تړلو او د جنت د دروازو د پرانستلو مياشت ده، د ا مياشت د الله تعالی د رحمتونو، احساناتو او ورکړو مياشت ده. دا مياشت د طاعت ، عبادت او د الله جل جلاله د بند ه ګۍ مياشت ده ، دا مياشت د خوشحالۍ، نیکبختۍ او سعادت مياشت ده. نو ددې میاشتې عبادت له دغو ټولو ښیګڼو څخه ډک دی او هر هغه څوک چې په دې میاشت کې روژې ونیسي او د شپې عبادت وکړي، نو هغوی په رښتیا هم ډیره ګټه وکړه.
د رمضان د مبارکې میاشتې فضایل خورا زیات دي تر ټولو زیات بیا د قدر شپه ده لکه نوم یی چی قدر دي همداسې قدرمنه او د رحمتو ډکه ده ولې ورته د قدر شپه ویل شوي ؟چی په اختصار سره به بیان شي!
په دغه شپه کي قرآنکریم د لوح محفوظ څخه اول اسمان ته نازل شوي دي..1
ددې شپې عبادت د زرو شپو عبادت څخه زیات دی، نو دا شپه قدرمنده ده.2
په دغه شپه د انسانانو ټول اعمال، رزق، خیر او شر اندازه ټاکل کیږي.3
په دې شپه لږ عبادت ډېر قدر او شرف لري.4
سوال: د قدر شپه کومه یوه ده؟
ځواب
د روژې د اخري لسو شپو طاق شپې ۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹ په دغو شپو کي د قدر شپه ده
ما رُوي في تحري ليلة القدر من حديث عائشة أم المؤمنين -رضي الله عنها- قالت: (تَحَرَّوْا ليلة القدرِ في الوِتْرِ، من العشرِ الأواخرِ من رمضانَ
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۱۷
سوال: د قدر په شپه کي کومه دعاء کیږي؟
ځواب:
هغه دعاء چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړېده هغه داده
اللهم إنك عفوٌ كريم تحب العفو فاعفو عني
رواه الترمذي، في سنن الترمذي، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: 3513
نورې شرعي دعاوي هم مشکل نلري، ذکرونه، نفلونه، تلاوت هر څه جائز دي
ما روي عن عائشة أم المؤمنين - رضي الله عنها - في فضل الدعاء ليلة القدر؛ حيثُ روي في الصحيح أنّها قالت: (يا رسولَ اللَّهِ أرأيتَ إن وافقتُ ليلةَ القدرِ ما أدعو؟ قالَ: تقولينَ اللَّهمَّ إنَّكَ عفوٌّ تحبُّ العفوَ فاعفُ عنِّي
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۲۶.
سوال: د قدر د شپې علامې او نښانې کومي دي؟
ځواب:
د قدر د شپې علامې او نښانې
په دغه شپه به شیطانان په ستورو نه ویشتل کیږي. ځکه ملائکي را کښته کیږي، شیطانان به نه وي
په دغه شپه به هوا نه یخه وي او نه ګرمه، بلکې معتدله به وي
په دغه شپه به نه وریځ وي ، نه به باران وي او نه به باد وي
ددغې شپې په سهار به لمر لکه د څوارلسم سپوږمۍ سپین به وي او شعاوې به نلري چي راخیږي
ددغې شپې په سهار به د اسمان په کنګرو کي ګردجن غبار وي، دا ځکه هغه ملائکې چي را کښته شوي وي، د هغو د پورته کیدو له کبله دغه غبار وي
دغه شپه به ډېره روښانه وي
لقول الرّسول عليه السّلام: (ليلةُ القدْرِ ليلةٌ سمِحَةٌ، طَلِقَةٌ، لا حارَّةٌ ولا بارِدَةٌ) رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن عبدالله بن عبّاس، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۵
رواه ابن حبان، في صحيح ابن حبان، عن أبو سعيد الخدري، الصفحة أو الرقم: ۳۶۷۴
رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أُبيّ بن كعب، الصفحة أو الرقم: ۷۶۲.
رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن واثلة بن الأسقع و عبادة بن الصامت، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۲

په قرانکریم کې د قدر په سورت کې له هغې لویې اوبا عظمته شپې څخه یادونه شوی، چې ټولو کایناتو ئې په خوښیۍ ، عبادت او دعا هرکلئ کړی، هغه شپه د کایناتو د خالق او د ځمکې پرمخ د بشریت ترمنځ د وصال شپه وه ، هغه د رسول الله صلی علیه وسلم پر سپیڅلی زړه باندې د قران د نزول شپه وه ، هغه د یوې لویې او با عظمته پیښې شپه وه ، هغه پیښه چې د حقایقو لوری ته د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې یې غوڅ اثر درلود او د انسانیت په ژوندانه کې د هغې مبارکې شپې ژوره او پریکنده اغیز ساری نه لري . دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې . دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په بشپړه اوکامله توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .
د قرانکریم په مبارکو آیاتونو کې دا شپه داسې انځورشوې :
دا هغه شپه ده چې د نور وړانګې پکې هر لوری ته غوړیدلې وې ، پدې باعظمته شپه کې د الله تعالی د لطف ، محبت او رحمت نه ډک رڼا په ټولو کایناتو کې خور ؤ ،دا نور په قرانکریم کې نغښتی تول بشریت ته لاره روښانه کوي ، ( انا انزلناه فى ليلة القدر) ژباړه : "یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی " .
پدې شپه کې د ځمکې او آسمان په منځ کې ملائیکې تګ راتګ کوي ( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ) ژباړه : پدې شپه کې د الله تعالی په حکم او امر د الله تعالی هر امر ملائیکې او جبریل الامین ځمکې ته راوړي ، پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملائیکو سره ځکمې ته رانازلیږی تر څو د ځمکې خلک د دې شپې له فیض اوبرکت نه برخمن کړي ، پدې شپه کې د ملائیکو او جبریل الامین د نور سره هغه نور چې په ټولو کایناتو کې غوړیدلی وي یوځای هر لوری ته خور وي ، او دا نور او روښنایي تر سپیده دم پوری جاري وي ،( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ) ژباړه : سر تر پای سلامتي او امان دی ! د سپیدو تر را ختو پورې .
دا شپه چې د قدرپه سورت کې ورڅخه یادونه شوې وه په سورت دخان کې داسې انځور شوې :
(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِين o فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ o أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَo رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ) ژباړه : " یقینا موږ هغه د فیض اوبرکت نه په ډکه شپه کې نازل کړی ، او موږ خبرداری ورکړی خلکو ته په نازلولو د دې قرآن ، په دې شپه کې ټول هغه حکیمانه او قاطع فیصلې زموږ په امر تر سره شوې، بیشکه موږ رالیږی دي رسولان د سلام علیهم السلام اجمعین ، دا دې ستا د رب د رحمت پراساس شوی ، بیشکه هغه هر څه اوري ، اوپه هر څه عالم او دانا دی . "
ټول پوهیږی چې د قدر شپه د روژې د مبارکو شپو څخه یوه مبارکه شپه ده ، څرنګه چې د البقره په سورت کې یادونه شوې ده . ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) ژباړه :" د روژې میاشت هغه میاشت ده چې نازل شوی پکې قرانکریم ، چې هدایت او لارښونه ده لپاره دخلکو، دلیلونه او احکامات دي ښکاره د لارښونه لپاره او د حق اوباطل تر منځ د توپیرلپاره ". يعني پدې شپه کې پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د قران نزول پیل شوی دی ، ترڅو هغه خلكو ته ورسوي .
د ابن اسحاق د روایت پر بنسټ پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د روژې په مبارکه میاشت کې تر ټولو وړاندې لومړی د سورت علق د ابتدایی څو آیاتونو وحې نازله شوې ده ، کوم مهال چې دی مبارک د حرا په غار کې د عبادت لپاره خلوت اختیار کړی و .
دا کومه شپه ده ؟ :
په دې اړه متعدد روایتونه موجود دی ، د ځینو روایتونو پر بنسټ د روژې ۲۷ د قدر شپه بلل شوی ده ، اوپه ځینو کې ۲۱ ته اشاره شوی ده ، اوځینو نورو روایتونو هغه د روژې په آخر لسو شپو کې ټاکلی ده ، او داسې نور روایتونه هم شته چې دټولې مبارکې میاشتې د شپوڅخه په یوه شپه دلالت کوي ، په هر حال تر ټولو راجح قول دا دی چې دا شپه د روژې د مبارکوشپوڅخه یوه شپه ده .
د دې شپې نوم ولې د قدر شپه دی ؟ :
یو مفهوم ئې د بندګانو د تقدیرټاکل او د چارو د تدبیر څخه مراد دی ، اوبل مفهوم ئې منزلت ،مقام او ارزښت دی ، دواړه مفهومونه د دې پیښې د عظمت ( قرآن ،وحی او رسالت ) اړوند سم دي ، د بندګانو د تقدیر اوتدبیر د ټاکلو اړوند د دې شپې تر پيښې بله لویه پيښه کایناتو نه ده لیدلی او نه به ئې وویني .
دقدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده :
په قرانکریم کې د دې شپې نه یادونه پدې منظور نه ده چې د شمیرې ډیریښت ورنه مراد وې ، بلکه د دې شپې د عبادت د اجر او ثواب ډیرښت مراد دی . د انسانانو په ژوندانه کې دا شپه تر زرهاوو شپو بهتره ده ، د انسانانو په ژوندانه کې په زرهاو شپې او کالونه د دې شپې د سعادت اوسوکالۍ په مقابله کې د پرتلې وړ ندي ، پدې شپه کې د بشریت په ژوندانه کې د نیکمرغۍ او سعادت اړوند ژور اثر او تحول را منځ ته شوی دی ، د دې شپې د حقیقي عظمت او لویۍ له پوره درکولو څخه انسانی عقل عاجز دی ،( وما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږی چې څه ده شپه د قدر؟.
د دې شپې اړوند هغه افسانوي داستانونه چې په خلکو کې تیت او رواج شوي دي ، د دې شپې د عظمت سره هیڅ راز تړاو نه لري . دا شپه د دې لپاره ډیره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې د قرآن کریم د وحې د نزول لپاره غوره شوې ده ، هغه قرآن چې پکې عقیده ،فکر، قانون او د انسانانو د ژوندانه لپاره احکامات ، اصول او آداب راغلي دي، هغه قرآن چې د انسانی وجدان سلامتي پرې پورې تړلی ده. او دا شپه د دې لپاره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملایئکو سره د الله تعالی په امر د قران سره را نازل شوی دي ، او بیا ملائیکو د دې شپې د لمانځلو لپاره او د خوشحالۍ د څرګندولو لپاره د ځمکې او آسمان تر منځ ټوله شپه تګ را تګ کاوه .
نن چې موږ وروسته لدې اوږدې مودې څخه هغه شپه او لویه پیښه په خپل ذهن کې انځوروو، اوهڅه کوو د هغې لویې پيښې انځور چې ځمکه ئې شاهده وه په خپل ذهن کې انځور کړو ، اوکله چې قرانکریم په خپل بلیغ او لوړ تعبیرهغې شپې ته اشاره کوی ، ( ما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ؟ ، لږ څه دا لویه پیښه درکولای شوو . پدې شپه کې د ټولو حکیمانه چارو اړوند فیصله وشوه ، بدې شپه کې تقدیرونه ، بنیادونه او پیمانې وټاکل شول ، بدې شپه کې برسیره په دې د ملتونو ، نسلونو او حکومتونو تقدیرونه وټاکل شول ، او برعلاوه د دې په دې شپه کې د زړونو تقدیرونه وټاکل شول .
بشریت د خپل جهالت اوبدبختۍ پربنسټ د دې شپې د عظمت نه چې د قرآن کریم وحې پکې نازله شوی غافل دی ، او د دې جهالت پر اساس د الله تعالی له ډیرو نعمتونو اوبرکتونو څخه محروم دی ، د زړه د سلامتۍ له نعمت نه ، د کورنۍ د سلامتۍ له نعمت نه ، او په پای کې د ټولنې د سلامتۍ له نعمت نه چې اسلام خلکو ته په ارمغان راوړی دی . هغه دروازې چې د مادیت د ارتقا او د ماده پرستانو د تمدن او تهذیب له کبله د بشریت پر مخ خلاصې شوی دی نه شی کولای د هغه الهی نعمتونو جوګه شي، چې الله تعال بشریت ته غوره کړی دي ، د مادی پرمختګ او علمی لاسته راوړنو سره سره نن بشریت د بدبختۍ او بدمرغۍ ښکار دی .
هغه مقدس اوسپیڅلی نور چې کله د انسان په روح کې وغوړیږی د انسان او الله تعالی رابطه برقراروي ، هغه نورنن په بشریت کې مړ شوی دی ، او هغه فیض او برکت چې باید په زړونو کې ځای پرځای شي ، خلکو له لاسه ورکړی ، د روح نیکمرغي او سعادت پرته له هغه نور څخه چې د انسان او الله تعالی رابطه ټینګوی په بل شي کې شونی نه دي . موږ د ایمان او عقیدې خاوندان باید هغه د عظمت او برکت نه ډکه شپه هیره نه کړو ، زموږ سپیڅلی او ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغې برکتناکه او دعظمت نه ډکې شپې یادول موږ ته په ساده او داسې ډول ښولي دي ، تر څو زموږ ارواحګانې د هغې مبارکې شپې په عظمت پوری تړلې وي نو موږ باید هغه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړنلارې مطابق ولمانځو او هغه د روژې د مبارکې میاشتې په آخرو لسو شپو کې وپلټوو ، اوپدې شپو کې د الله تعالی عبادت ډیر کړو . په بخاری او مسلم کې روایت راغلي چې د قدر شپه د روژې په آخرو لسو شپوو کې وپلټۍ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : څوک چې د قدر په شپه کې د الله تعالی عبادت د ایمان او احتساب سره پرځای کړي ، تیرې ګناوې ئې بښل کیږي .
اسلام ظاهری دودونو اورواجونو نه دی ، په همدې منظور رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر د شپې اړوند فرمایلی دي : پدې شپه کې عبادت باید د ایمان او احتساب سره پرځآی شي ، ایمان دا دی چې موږد قدر د شپې اړوند هغه ارزښتناکه او دعظمت نه ډک ارزښتونه په خپل ذهن کې ولرو، چې عبارت دي له دین ، ًوحې ، رسالت او قرآن څخه . او احتساب دا دی چې موږ خپل عبادت یوازی د الله تعالی د رضا لپاره په خالص نیت سره تر سره کوو . په دې صورت کې هغه حقیقت چې په دې باعظمته پیښې پوری تړلی دی زموږ په زړه کې ژوندی کیدلای شي ، همدارنګه په قرانی احکامو پوری زموږ تړاو او تعلق حاصلیدلای شي .
د اسلام روزنېز نظام دنده لري، چې د عباداتو او وجدانی عقایدو تر منځ رابطه پیدا کړي، او ایمانی ارزښتونه ژوندی وساتي . هر کله چې ایمانی ارزښتونه د انسان د فکرپه کړۍ کې ژور شي او په زړه او دماغ کې ځای پرځای شي نوبیا عبادت د یوې وسیلې په توګه د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره انسان استعمالوي . دا خبره ثابته شوی ده چې د اسلام ښوونیز نظام ایمانی ارزښتونه ژوندی ساتلی دی ، اودا ارزښتونه یې د انسان په عمل او زړه کې په خوځښت راوستي، د داسې دندې لپاره دا تر ټولو موزون ترین نظام دي . او دا خبره هم ثابته شوې ده چې یوازې په علمي ډول پرته له عمل او عبادت نه د دغو ارزښتونو منل ،دا ارزښتونه ژوندي نه شي ساتلی ، یعنی دا ارزښتونه باید په عملي ژوندانه کې را څرګند شي ، اونه هم کوم بل نظام پرته له اسلامی نظام نه پدې قادر دی چې دغه ارزښتونه په وګړی او ټولنه کې ژوندي وساتي ، او قوت ورکړي .
د قدر د شپې عظمت، لویي او عبادت په دې شپه کې د ایمان او احتساب سره پرته لدې اسلامی نظام نه چې د بشریت په تاریخ کې بشپړترین نظام پیژندل شوی بل نظام نه شي پرځای کولای .